لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان، خبرې اترې او حقیقتونه


نوشېروان قلندر
پداسې حال چې پاکستان کې د حکومت او طالبانو تر مینځه د خبرو اترو په اړه بیا شکونه پیدا شوي او یو شمیر پوهان ګڼي دغه پروسه د ځنډ ښکار شوی. د واېس آف امریکا ډیوه ریډیو هېلو وي او اې پروګرام کې د د خبرو اترو په محال څیړنکارانو وئیلې دطالبانو ډلو ترمینځه وزیرستان کي روانه جګړه ښائۍ چه تحریک طالبان د چترۍ لاندې دوسله والو ډلو هغه رنګه مضبوط اتحاد نه دي پاتي او وس دغه ډله کمزورې شوې-
په دغه پروګرام کې یوه مهمه پوښتنه د حکومت او طالبانو ترمینځ دخبرو اترو په اړه هم وه - دطالبانو د کمیټۍ غړي پروفیسر ابراهیم اووئیل خبرواترو کي حکومت ته مشکلات شته او زیاته ېي کړه د پاکستان پوځ باید خبري حکومت ته پریږدي که پوځ څه غوښتني لري نو بیا دي نیغ په نیغه خبرو کي شامل شې او دلري نه په اشارو خبرې اونکړي.
پخوانې پوځي افسر او څیړونکې بریګیډئیر سعد بیا واېي طالبانو سره خبري نه دې کول پکار ځکه ددوي غوښتنې نه خو دمنلو ووړ دې او نه ېې منل پکاردي. ځکه سبا به یوه بله ډله پاسي او غوښتنې به کوي او به حکومت لپاره به ډیره ګرانه شي. څیړنکار ډاکټر تقي واېي که څه هم تحریک طالبان اوس کمزورې شوې خو ممکنه ده پوځ بیا هم وزیرستان کي آپریشن اونکړي ځکه پوځ به نه غواړي چې حقاني ډله، ګل بهادر او مولوې نذیر غوندي دخوښي وسله والو ډلو خفګان په سر واخلې.
د دغه پروګرام کوربه نوشېروان قلندر وو. د دغې بحث نور حال په لاندنې لنک اوریدی شۍ.
please wait

No media source currently available

0:00 0:54:35 0:00
Direct link
  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG