لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مطبوعات وايي حکومت پرې د مولانا فضل الرحمان د خبري غونډو په نشر کولو پابندي لگولې


د هغه پېغام نقل چې اېډیټران وايي پېمرا ورته د فضل الرحمان په خبري غونډو د بندیز په اړه ورلیږلی دی
د هغه پېغام نقل چې اېډیټران وايي پېمرا ورته د فضل الرحمان په خبري غونډو د بندیز په اړه ورلیږلی دی

په پاکستان کې د شخصي ټي وي چينلو د انتظام او څار ادارې پيمرا په مطبوعاتو پابندي لگولې ده چې د جمعيت علما اسلام (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمن خبري کانفرنسونه او د ميډيا سره د هغه خبرې به نه نشر کوي او څيړونکي په هېواد کې په سياسي غږونو د بنديز دا رحجان د جمهوريت د مضبوطوالي او ميډيا د ازادې دپاره خطرناک بولي.

د جمیعت علما اسلام د مشر په خبري غونډو د بندیز په اړه د یو شمېر شخصي ټېلې وژنونو اېډیټرانو د نومونو نه څرگندولو په شرط وي او ای ډیوه ته وویل چې پېمرا ورته د وټس اېپ دلارې پیغامونه ور ولیږل چې د مولانا فضل الرحمان خبرې به نه نشر کوي او بیا ورته د پېمرا نه په ټېلې فونونو هم دغه پېغام ورکړی شو.

وفاقي حکومت نيغ په نیغه په جمیعت علما اسلام (ف) د بنديز په اړه سپيناوی نه دی کړی.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ چې کله خبريالانو د وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو مشيرې فردوس عاشق اعوان څخه په دې اړه پوښتنه وکړه نو هغې د بندیز د پخلي نه ډده وکړه خو ویې وېل چې د ترهګرۍ ضد قامي تګ لارې د جوړېدو وروسته ځینې اصول تیار کړی شوې دي چې د پېمرا په ګدون ټولو اړونده ادارو ته هم ليږل شوې دي او پېمرا ته نن د حکومت د هداياتو ضرورت نشته بلکې د وړاندې نه په ټاکل شوي طریقه کار په خپله عمل کوي.

د شورو، چهارشنبې، په روځ شخصي ټي وي چينل جيو نيوز د خپل معمول نشرياتو کې د ماښام پينځه بجې د مولانا فضل الرحمن خبري کانفرنس د يو څو شيبو دپاره وښودولو خو بيا ې په سمدستي ډول ودرولو او نيوز کاسټرې اعلان وکړو چې د پېمرا د بينديز له امله کتونکي د مولانا فضل الرحمن خبري کانفرنس نشي لیدلی.

د جیو نیوز نه علاوه د يو شمير نورو ټي وي چينلو چارواکو هم د نومونو نه ښودلو په شرط ډيوه ته وویل چې دوی ته هم پېمرا امر کړی چې د مولانا فضل الرحمن خبري کانفرسونه او ویناوې به نه نشر کوي.

د جمعيت علما اسلام (ف) د مشر مولانه فضل الرحمن په رنگ د نورو سیاسي په اړه هم په تېرو وختونو کې په مطبوعاتو پابندۍ لگول شوې دي.

د وزیراعظم عمران خان بل مخالف گوند، د پخواني وزیراعظم نوازشریف پاکستان مسلم لیگ (ن) د جلسو په کوريج هم په ميډيا باندې په ښودلو بنيدز لګولې شوې وو.

د پښتنو د حقونو دپاره راپاسيدلي تنظيم پښتون ژغورنې غورځنګ مشران هم وايی په ټېلې وژن چېنلو او اخبارونو بندیزونه لگول شوي چې د دوی خبرونه به نه نشر کوي.

د پاکستان یو پیژندلی خبریال مظهر عباس وي او ای ډيوه ته وویل حکومتونه کله د عدالتي حکم او کله د قامي مفادو په پلمه مخالف اوازونه بندوي او دا وخت کې پاکستان کې که صحافي د نوکرۍ د بچ کولو د فکر سره مخ دی نو ټي وي چينلې د لايسنس د منسوخ کيدو غم په مخه اخیستي دي.

دا وخت که په ميډيا د حکومتي اشتهاراتو په شکل کې مالي بنديزونه لیدل کیږي نو ورسره د اظهار په ازادۍ هم بنديز او د رای د ازادۍ فعالان د ميډيا د ازادۍ په اړه سوالونه راپورته کوي.

په پاکستان کې د بشري حقونو او د مطبوعاتو د ازادۍ فعالان وايي حکومت د هېواد په مطبوعاتو ورځ په ورځ قدغنونه زیاتوي او فشار زیاتوي.

او د خبریالانو د تحفظ نړیوالې ادارې رپورټرر ود اوټ بارډرز د کال ٢٠١٨ په رپورټ کې ویلي پاکستان د میډیا د ازادۍ په لحاظ د نړۍ د ١٨٠ هیوادونو په فهرست کې په ١۴٢ درجه ولاړ دی او ځینې نور نړیوالو تنظیمونه پاکستان د خبریالانو دپاره د دنیا په خطرناکو هیوادونو کې شاملوي.

د سپټمبر په میاشت کې د ملگرو ملتونو په غونډه کې د شرکت په خاطر د امریکې د سفر په مهال عمران خان دا خبره رد کړه چې په پاکستان مطبوعات د قدغنونو سره مخامخ دي. هغه وویل په پاکستان کې مطبوعات د غربي نړۍ نه هم ازاد دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG