لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېمرا: مطبوعات دې د نېب د بدنامولو خبرونه نه ورکوي


پېمرا د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یوه بیان کې وویل بې اساسه او یو اړخیزې څرګندونې خپرول سپر یم کورټ د حکمونو پشمول د تیرو لارښوونو سره سمون نه خورې چې عدالتونو پکې د روانو مقدمو په بحث ممانعت کړی دی
پېمرا د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یوه بیان کې وویل بې اساسه او یو اړخیزې څرګندونې خپرول سپر یم کورټ د حکمونو پشمول د تیرو لارښوونو سره سمون نه خورې چې عدالتونو پکې د روانو مقدمو په بحث ممانعت کړی دی

په پاکستان کې د الېکټرانک ميډیا د انتظام حکومتي ادارې پېمرا د خبرونو او په روانو چارو د پروګرامونو ټیلې ویژنې چینلو غږ کړی چې د احتساب قامې ادارې نیب په اړه دې د ادارې په قول بې اساسه او یو اړخیزې څرګندونو او د ادارې د بدنامولو په اړه خبرونه دې نه خپروي.

پېمرا د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یوه بیان کې وویل بې اساسه او یو اړخیزې څرګندونې خپرول سپر یم کورټ د حکمونو پشمول د تیرو لارښوونو سره سمون نه خورې چې عدالتونو پکې د روانو مقدمو په بحث ممانعت کړی دی.

د حکومت مخالف سیاسي ګوندونه د تېرو څو میاشتو راهسې په نېب نیوکې کوي چې اداره د حکومت د مخالفینو پر ضد د وسیلې په توګه کارول کیږي.

په احتساب بیورو د سیاسې مخالفینو په ضد د مقدمو، د بشرې حقونو د خلاف ورزۍ، خلکو د پلټونو په مهال د نیولو او د کردارکشۍ تورونه لګول کیږي-

نېب تنقید ردوي او د خپل کار دفاع کوي.

د جرنلسټانو تنظیم پاکستان فیډرل یونین آف جرنلسټس پي ایف یوجی د پېمرا د دغه لارښودنو غندنه کړې او د تنظیم جنرل سکتر ناصر زېدې وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایی چې نیب او پیمرا دواړه ادارې د یوې آلې په توګه کارول کیږې: نیب د یو امر په وخت کې جوړه کړی شوي د احتساب یوه داسې اداره ده چې د سیاسي مخالفینو په ضد کارول شوې ده- او خپله مقصدونه تر لاسه کولو کې پاته راغلې ده- هغه قوتونه چې نیب یی جوړ کړی خپل د مقصدونو تر لاسه کولو د پاره یی کاروې-

د پاکستان د جرنلسټانو د یونین مشر افضل بټ ډیوه ته وایي مطبوعات د خلکو ستونزو رابرسیره کولو یوه وسیله ده او د دې په ذریعه د حکومت او ادارو پرکار نظر ساتل کیږي که چېرې په مطبوعاتو داسې بندیږونه ولګول شي نو دا څرګندوې چې هر هغه څه پټ وساتل شي چې په نیب کې دننه روان دي-

د نیب وینا ده چې هیوا کې درغلي کونکي ځان د احتساب څخه بچ کولو د پاره په نیب نیوکې کوي-

په اسلام اباد کې د شورو، چهارشبنې، په ورځ د نېب د غونډې په مهال د ادارې چیرمین جسټس ر جاوید اقبال وویل د فشار او دهړکو باوجود به نیب د آئین او قانون سره سم خپل کار کوي- هغه دا هم وویل چې په نیب نیوکې کوونکو ته پکار ده خپل وخت په عدالتونو کې په خپلو مقدمو وکاروي-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG