لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اختر تیارۍ او د پیښوربازارونو کې گڼه گوڼه

داختر دپاره خريداري عمل  خو درمضان دمياشتې سره سم پيل شوى، خو دروژې دپنځلسمې څخه وروستو په پاکستان کې دخلکو د خريدارۍ  په جوش وجذبه کې زيات شدت ليدل کيږي، روزانه ډلې ډلې ميرمنې، مشران، ځلمي اؤ ماشومان بازارونو ته اوځي اؤ داختر دپاره سوداګانې اخلي

د نړۍ مسلمانان درمضان دمياشتې سرته رسيدو سره سم د دوړوکي اختر تيارۍ شورو کړي. هم دغه رنگ خيبرپښتونخوا صوبه کې هم خلک داختر دپاره په تيارو بوخت دي اؤ په بازارونو کې رش جوړ شوى دى.
دخيبرپښتونخوا حکومت اؤ پوليس دوړاندې څخه داختر په موقع دامنيت ټينګولو اؤ درش کنټرول کولو دپاره ځانګړي پلانونه جوړ کړي دي.
داختر دپاره خريداري عمل خو درمضان دمياشتې سره سم پيل شوى، خو دروژې دپنځلسمې څخه وروستو په پاکستان کې دخلکو د خريدارۍ په جوش وجذبه کې زيات شدت ليدل کيږي، روزانه ډلې ډلې ميرمنې، مشران، ځلمي اؤ ماشومان بازارونو ته اوځي اؤ داختر دپاره سوداګانې اخلي.
درمضان په وروستو ورځو کې دپيښور اؤ دصوبې دنورو برخو لويې بازارونه تر نيمو شپو يا هم دپيشمني پورې پرانستي پراتۀ وي اؤ په بازارونو کې د بلپونو په رڼاگانو سينگار شوي دوکانونه له ورايه ځليږي.
ددوکانونو ترڅنګ په بازارونو اؤ لارو کوڅو کې هم دخلکو دلچسپۍ ته په کتلو سره کاروباريانو دبنګړو، نکريزو اؤ دډول سينګار دنورو سامانونوواړۀ واړۀ سټالونه لګولي دي چې په دغه سټالونو زياتره وخت دپيغلو اؤ ميرمنو رش ښکاريږي.
دوړوکي اختر دپاره دنوؤ جامو اؤ پيزار کولو رواج دپخوا راهسې په پښتنه ټولنه کې راروان دى، له دغه امله تر ټولو زيات رش دڅپلو ، جامو اؤ درزيانو په دوکانونو ليدل کيږي.
داختر په سحر ميلمنو ته دچائيو سره د مټایانواو نورو خوږو سوغاتو وړاندې کولو دپاره هم ډلې ډلې خلک دبيکرۍ اؤ مټايانو دوکانونو ته ورځي اؤ دخپل ضرورت خواږۀ ترې اخلي.
سږکال په پيښور اؤ دصوبې په نورو برخو کې که هر څو دکپړې نرخونه سيوا شوي اؤ درزيانو هم دجامو ګنډلو نرخونه ددريوؤ سوؤ څخه شپږو سوؤ روپو ته سيوا کړي، خو بيا هم ددرزيانو په دوکانونو دومره رش جوړ دى چې زياتره درزيانو داختر څخه ١٥ ورځې دمخه دجامو اخستل بند کړي دي.
په پيښور کې داختر په موقع دامنيت يقيني کولو دپاره لويو بازارونو اؤ حساسو سيمو ته غځيدلي سړکونه دپاټکونو په اچولو سره بند کړل شوي اؤ دپوليسو اؤ استخباراتو اهلکار په ګڼ شمير کې په ساده جامو اؤ وردۍ کې په څارنه ګمارل شوي دي.

اختر او د پیښور بازارونه

د اختر په تیارۍ کې نوی پیزار اخستل بنیادي ضرورت گڼلی کیږي
1/9 د اختر په تیارۍ کې نوی پیزار اخستل بنیادي ضرورت گڼلی کیږي
د روژې میاشت د نیمې نه اوړیدو ورسته د اختر تیارۍ شورو شي او بازارونه د اختر خریداراونه نه ډک شي
که وویل شي د اختر تیاری د نوي جامو نه شورو کیږي نو بې ځایه به نه وي
2/9 که وویل شي د اختر تیاری د نوي جامو نه شورو کیږي نو بې ځایه به نه وي
د روژې میاشت د نیمې نه اوړیدو ورسته د اختر تیارۍ شورو شي او بازارونه د اختر خریداراونه نه ډک شي
واړه اختر ته خو خوږ اختر ویل کیږي یعنې خواږه پکې ډیر په مینه خوړل کیږي او میلمنو ته پېش کیږي او دا د مټائې د تیاریدو یو منظر دی
3/9 واړه اختر ته خو خوږ اختر ویل کیږي یعنې خواږه پکې ډیر په مینه خوړل کیږي او میلمنو ته پېش کیږي او دا د مټائې د تیاریدو یو منظر دی
د روژې میاشت د نیمې نه اوړیدو ورسته د اختر تیارۍ شورو شي او بازارونه د اختر خریداراونه نه ډک شي
د اختر نه وړاندې بازارونه د شپې نا وخته پورې خلاص وي او پکې د خریدارارونو گڼه گوڼه وي
4/9 د اختر نه وړاندې بازارونه د شپې نا وخته پورې خلاص وي او پکې د خریدارارونو گڼه گوڼه وي
د روژې میاشت د نیمې نه اوړیدو ورسته د اختر تیارۍ شورو شي او بازارونه د اختر خریداراونه نه ډک شي
Peshawar Eid Bazaar Night
5/9 Peshawar Eid Bazaar Night
د روژې میاشت د نیمې نه اوړیدو ورسته د اختر تیارۍ شورو شي او بازارونه د اختر خریداراونه نه ډک شي
زنانه اختر ته رنگینه بنگړي ډیر په مینه اخلي
6/9 زنانه اختر ته رنگینه بنگړي ډیر په مینه اخلي
د روژې میاشت د نیمې نه اوړیدو ورسته د اختر تیارۍ شورو شي او بازارونه د اختر خریداراونه نه ډک شي
د روژې سره سم درزیان یا د خیاطۍ کاریگر ډیر مصروف شي
7/9 د روژې سره سم درزیان یا د خیاطۍ کاریگر ډیر مصروف شي
د روژې میاشت د نیمې نه اوړیدو ورسته د اختر تیارۍ شورو شي او بازارونه د اختر خریداراونه نه ډک شي
زنانه هم د اختر د خپلې خوښې سودا د پاره د بازار مخه کوي 
8/9 زنانه هم د اختر د خپلې خوښې سودا د پاره د بازار مخه کوي 
د روژې میاشت د نیمې نه اوړیدو ورسته د اختر تیارۍ شورو شي او بازارونه د اختر خریداراونه نه ډک شي
د اختر نه وړاندې څو شپې بازارونه د گڼې گوڼې، رڼاگانو او رنگونو نه ډک وي
9/9 د اختر نه وړاندې څو شپې بازارونه د گڼې گوڼې، رڼاگانو او رنگونو نه ډک وي
د روژې میاشت د نیمې نه اوړیدو ورسته د اختر تیارۍ شورو شي او بازارونه د اختر خریداراونه نه ډک شي
Previous slide
Next slide
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

This item is part of
XS
SM
MD
LG