لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني چارواکي: د پاکستاني طالبانو یو اهم کمانډر نیول شوی دی


د پاکستان طالبانو د دغه کمانډر د نیول کیدو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې څو ورځې وړاندې افغان او پاکستاني مامورینو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله د ډرون په حمله کې د وژل کیدو تصدیق وکړو
د پاکستان طالبانو د دغه کمانډر د نیول کیدو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې څو ورځې وړاندې افغان او پاکستاني مامورینو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله د ډرون په حمله کې د وژل کیدو تصدیق وکړو

د پاکستاني طالبانو یو کمانډر چې د ترهگرۍ په یو شمیر حملو کې لاس لري، د پېښور په باچا خان هوايي اډه نیول شوی دی. دا خبره پاکستاني چارواکو کړې ده.

د وفاقي تحقیقاتي ادارې ایف ايي ای سرچینو مطبوعاتو ته وویل مولوي بهادر خان نومې دغه تن په داسې مهال ونیول شو چې دوبۍ ته یې د تگ کوښښ کولو.

چارواکو وايي نیول شو تن د ترهگرۍ په یو شمیر حملو کې ککړ دی او پولیس ته مطلوب و.

د چارواکوی په وینا د تحریک طالبان پاکستان نیول شوي دغه غړي د شناخت د پټولو دپاره خپل کړه وړه بدل کړي وو او د یوې غېر حکومت هوايي کپمنۍ په پرواز کې یې دوبۍ ته د سفر ټکټ اخیستی و.

د ایف ايي ای مامورینو د مولوي بهادر خان د سفري دستاوزیراتو د کتنې په مهال د هغه اصلي شناخت معلوم کړو او وه نیولو.

د مولوي بهادر نومې تن دا تصویر ایف ايي ای مطبوعاتو ته جاري کړی دی
د مولوي بهادر نومې تن دا تصویر ایف ايي ای مطبوعاتو ته جاري کړی دی

د ترهگرۍ خلاف د پاکستان حکومت ادارې کاونټر ټرېریزام ډپارټمنټ د مولوي بهادر نوم د هغه کسانو په فهرست کې شامل کړی و چې د سفر پابندي پرې لگول شوي ده.

د پاکستان طالبانو د دغه کمانډر د نیول کیدو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې څو ورځې وړاندې افغان او پاکستاني مامورینو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله د ډرون په حمله کې د وژل کیدو تصدیق وکړو.

په سمدستي توگه د مولوي بهادر د گرفتارۍ په اړه د طالبانو څه دریځ مخې ته نه دی راغلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG