لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د غېرقانوني غېرملکیانو د ویستلو فېصله یوازې د افغانانو دپاره نه ده


د تنقید برعکس د پاکستان د خارجه وزارت ترجمانې ممتاز زهرا بلوچ د جمعې په ورځ د پاکستان کې د فېصلې دفاع وکړه او ویې وېل چې دا فېصله د هېواد د قوانینو سره سمون خوري او حکومت عزم لري چې نافذ یې کړي
د تنقید برعکس د پاکستان د خارجه وزارت ترجمانې ممتاز زهرا بلوچ د جمعې په ورځ د پاکستان کې د فېصلې دفاع وکړه او ویې وېل چې دا فېصله د هېواد د قوانینو سره سمون خوري او حکومت عزم لري چې نافذ یې کړي

د پاکستان خارجه وزارت د جمعې په ورځ دا واضاحت وکړو چې هېواد نه د غېرقانوني غېرملکیانو د وېستلو فېصله یوازې د افغانانو دپاره نه ده بلکې هغه ټول خارجیان چې دستاوېزات نه لري په "مرحله وار او منظم" انداز کې به د ملک وېستل کېږي.

پاکستان د نهې، سه شنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د افغانانو په شمول دې غېر قانوني خارجیان د نومبرد وړمبۍ نېټې پورې د پاکستان نه ووځي. د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي وویل د نومبر د وړمبۍ نېټې نه پس به پاکستان د غېرقانوني خارجیان په ضد اقدامات کوی.

وېل کېږي کې په پاکستان کې دا وخت یو اشاریه اووه مېلین افغانان مېشته دې چې دستاوېزات نه لري.

د افغانستان واکمنو طالبانو د پاکستان په اعلان تشویش څرګند کړی دی. د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ویلي افغانانو سره د پاکستان "چلند د منلو وړ نه دی."

د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي د جمعې په ورځ په یو بیان کې هم د افغانانو په اړه د پاکستان د تګلارې مخالفت وکړو او ویې وېل د افغان کډوالو سره د پاکستان چلند د ښه ګاونډیتوب د اصولو خلاف دی.

د انساني حقونو تنظیمونو هم د پاکستان په فېصله تشویش څرګند کړی دی او دا یې "غېر انساني" بللې او غوښتنه یې کړې چې پاکستان دې په خپله فېصله نظر ثاني وکړي.

د تنقید برعکس د پاکستان د خارجه وزارت ترجمانې ممتاز زهرا بلوچ د جمعې په ورځ د پاکستان کې د فېصلې دفاع وکړه او ویې وېل چې دا فېصله د هېواد د قوانینو سره سمون خوري او حکومت عزم لري چې نافذ یې کړي.

ترجمانې خبریالانو ته وویل چې د فېصلې هدف یوازې افغانان نه دي بلکې هغه ټول بهرنیان به په هدف کولی شي چې دستاوېزات نه لري. هغې زیاته کړه دا تګلاره به په هرچا نافذ کېږي او په دې لړ کې به څه تعصب نه کېږي.

بلوچ دا خبره واضحه کړه چې پاکستان نه د غېرقانوني بهرنیانو د ویستلو د اعلان هدف به هغه یو اشاریه څلور مېلین افغانان نه وي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري. هغې زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د دغو افغانانو نوم لیکنه کړې ده او قانوني نفر ګڼل کېږي.

بلوچ او ازادو سرچینو د جمعې په ورځ د دې خبرې تصدیق وکړو ډېرو کورنیو افغانستان ته "رضاکارانه" ستنېدل شروع کړي دي.

په کال ۱۹۷۹ کې په افغانستان کې د پخواني شوري اتحاد د پوځی مداخلت او بیا په افغانستان کې د خانه جنګۍ نه وروسته پاکستان د مېلینونو افغانانو کوربتوب کړی دی. په لکونو افغانان په وروستي کلونو کې افغانستان ته ستانه شوي هم دي.

په کال۲۰۲۱ کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس پاکستان ته د افغانانو د ورتګ تازه لړۍ شروع شوه. او د پاکستاني چارواکو د اندازې ترمخه قریباً اووه لکه افغانان طالبانو د واکمنېدو نه پس پاکستان ته ورغلي دي. د دې افغانانو څخه قریباً دوه لکه افغانان امریکې او یورب ته منتقل شوي او یا د منتقل کېدو په مهال دي.

د بهرنیانو په اړه د تګلارې اعلانولو په موقع د پاکستان د داخله چارو وزیر سرفراز بګټي الزام ولګولو چې افغانان په پاکستان کې په ترهګرۍ کې لاس لري. هغه وویل سږ کال په پاکستان کې د ۲۴ ځانمرګي حملو څخه۱۴فغانانو کړي دي. هغه په دې اړه څه ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمانې ممتاز زهرا بلوچ دا خبره تکرار کړه چې کالعدم تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د خاورې څخه په پاکستان کې د حملو سازشونه کوي. هغې وویل پاکستان په دې لړ کې د طالبانو سره په رابطه کې دی.

هغې وویل پاکستان ګمان کوي چې ټي‌ ټي پي د افغانستان دننه پټن ځایونه لري او په وروستیو هفتو او میاشتوکې په پاکستان کې د ترهګرۍ زیاترو پېښو تړون په افغانستان کې د عناصرو سره دی.

طالبان د پاکستاني چارواکو دا خبره ردوي او وايي د افغانستان په خاوره غیر ملکي وسله وال شتون نه لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG