لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم سبا د ٫٫ ماتم ورځ ٬٬ نمانځلو اعلان کړی


د پاکستان مرکزي حکومت په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې د انتخابي کمپاېنونو په مهال ترسره شوو خونړي ترهګر بریدونو وروستو سبا (اتوارورځ) په ګرد هیواد کې د وير یا ماتم ورځ نمانځلو اعلان کړی.

د پاکستان موقتي وزیراعظم د دفتر لخوا خپور شوي بیان کې ویل شوي ٫٫ د جولايي په ۱۰مه نېټه په پېښور او تیره ورځ په بنو او مستونګ کې ترسره شوي خونړي بریدونو په سر مرکزي حکومت په ګرد هیواد کې د اتوار په ورځ د قامي وير (ماتم) ورځ نمانځلو اعلان کوي.٬٬

د پاکستان موقتي وزیراعظم دفتر لخوا دغه اعلان په داسې وخت شوی چې د پاکستان په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې د انتخابي کمپاېن پرمهال ترسره شوو ترهګر بریدونو کې په تیرو څو ورځو کې د ۱۵۰ نه سېوا تنان وژل شوي دي.

په انتخابي کمپاېنونو بریدونه:

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ویلي وو چې د ټاکنو د کمپاین په مهال به د هېواد د صوبایي او قومي اسمبلیو د کاندیدانو امنیت ساتل کېږي، خو په دې وروستیو کې د کاندیدانو پر انتخابي غونډو د ترهګرۍ بریدونو د امنیتي ادارو په اړه پوښتنې را پورته کړې دي چې تر عامو انتخاباتو مخکې یې د امنیت لپاره کلک ګامونه نه دي پورته کړي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند یو مشر اکرم خان درانی- چې د متحده مجلسِ عمل له خوا له بنو قومي اسمبلۍ ته کاندید دی- د جمعې په ورځ (د جولايي په ۱۳مه نېټه) له هغې چاودنې روغ رمټ را و ووت،‌ چې په بنو کې ورباندې وشو او په نتیجه کې یې څلور کسان ووژل شول او شل پکې ټپیان شول. تر چاودنې څو ګېنټې وروسته ښاغلي دراني له وي.او.اې ډیوه سره په مرکه کې وویل:

"استخبارتي ادارې په ډیوه رېډیو ووایي چې اکرم خان دراني او پلاني پلاني ته خطره ده او دوه درې کسان را ننوتي دي،‌ نو چې و دې لیدل چې دوه درې را ننوتي دي نو نیسي یې ولې نه؟ تر اوسه موږ ته دا معلومه نه شوه چې پر موږ چاودنې څوک کوي او زموږ بدخواه څوک دي".

د پاکستان د ترهګرۍ ضد قومي ادارې (نېکټا) درې ورځې وړاندې یوه خبرتیا خپره کړه او په هغه کې یې شپږ تنو سیاسي مشرانو ته ویلي وو،‌ چې پر دوی د ترهګرۍ د بریدونو خطره ده، په هغوی کې د اکرم خان درني په شمول د اسفندیار ولي خان، امیر حیدر خان هوتي،‌ عمران خان، افتاب شېرپاو او د حافظ سعید د زوی طلحه سعید نومونه شامل وو.

د جولايي میاشتې په ۹مه (زیارت یا پنجشنبې) ناوخته په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند د صوبایي کاندید هارون بلور پر انتخابي غونډه ځانمرګی برید وشو، چې د هغه په شمول ۲۲ تنه پکې و وژل شول او شاوخوا پینځوس تنه پکې ټپیان شول. د جمعې په ورځ د اکرم خان دراني پر انتخابي کمپاین د برید تر څنګ په بلوچستان کې د نوي ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ پر صوبایي کاندید میر سراج رییساني باندې هم د انتخابي غونډې په مهال ځانمرګی برید وشو،‌ چې پخپله هغه له ۸۴ نورو کسانو سره پکې و وژل شو او تر سلو زیات کسان پکې ټپیان شول.

امنیت د چا ذمه واري ده؟

په نیویارک کې مېشت سیاسي څېړونکی جهانګیر خټک وایي، د نېکټا پر خبرداري برسېره پر کاندیدانو بریدونه کېدل د امنیتي ادارو ناکامي ده:

"دا د امنیتي او استخبارتي ادارو ذمه واري وه، چې د مشهورو سیاسي ګوندونو د هغو مشرانو پر امنیت یې نوي امنیتي کسان ګومارلي وای، چې انتخاباتو ته ولاړ دي او ژوند یې په خطر کې دی".

د پاکستان پوځ دعوه کوي چې په شمالي وزیرستان او د هېواد په نورو برخو کې د ترهګرو په ضد تر بریالیو عملیاتو وروسته اوس امنیت په بشپړه توګه ټینګ شوی دی، خو د ترهګرۍ وروستیو بریدونو د دوی دغه دعوې غلطې ثابتې کړې او د انتخاباتو د امنیت په اړه یې اندېښنې را پورته کړې.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د هارون بلور او د خپل ګوند د ۲۲ پلویانو تر وژل کېدو وروسته وړمه ورځ رسنیو ته وویل، تر دې پېښې وروسته به څنګه ووایي چې راتلونکي عام انتخابات ازاد او له درغلۍ پاک دی، ځکه چې وایي د دوی د انتخابي کمپاین د ناکامه کولو هڅه دا څرګندوي چې دا ځل بیا د یو بل ګوند بریالیتوب ته لاره جوړېږي.

ټاکل شوې چې د جولای په ۲۵مه به پاکستان کې عام انتخابات کېږي چې د پاکستاني پوځ د ویاند په وینا د امنیت لپاره یې شاوخوا ۳۷۱۰۰۰ پوځي سرتېري په دنده ګومارل شوي دي،‌ خو په پاکستان کې تر ټاکنو مخکې د ترهګرۍ بریدونو هم د سیاسي ګوندونو په مشرانو او هم د ګوندونو په پلویانو کې د امنیت په اړه وېره خپره کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG