لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان د مرستیالانو غبرګ شهریت ته د مخالفو ګوندونو سخت غبرګون


مخالفو ګوندونو د وزیراعظم عمران خان د سلاکارانو او مرستیالانو د دوه هېوادنو یا غبرګ شهریت مخې ته په راتلو، په وزیراعظم سختې نیوکې کړي او ددغه مرستیالانو څخه یې د استعفا غوښتنه کړې ده.

د پیپلز ګوند سنېټرې، شېري رحمان د کابینې د غړو غبرګ شهریت او په بهرنیو هېوادونو کې د دوی پر اثاثو پوښتنې رابرسېره کړي او دا یې یوه حساسه معامله ګرځولې ده. هغې وویل: د کوم هېواد پارلماني غړي چې د دوو هېوادنو شهریت نشي لرلی، نو دغه دوه سلاکاران د دوو هېوادونو د شهریت سره په حساسو وزارتونو کې څنګه ناست دي؟ آیا د تحریک انصاف حکومت قابل خلک نلري یا دا هرڅه څرګندوي چې د حکومت سره څه تګلاره نشته؟

د مسلم لیګ ن ګوند ویاندې مریم اورنګزیب د یو ټویټ د لارې د وزیراعظم عمران خان څخه، غبرګ شهریت لرونکو څخه د استعفا غوښتنه کړې ده. تېره ورځ کابینه د ډېوېژن په ویبسایټ خپرېدونکي معلوماتو تر مخه، د وزیراعظم عمران خان ځانګړو مرستیالانو او سلاکارانو کې، اوه یا خو د نورو هېوادونو غبرګ شهریت لري، او یا خو د بل هېواد مستقل اوسېدونکي دي. ندیم بابر او شهزاد سید قاسم امریکایي، ذولفي بخاري د برطانیې، او تانیا ادریس د کېنېډا شهریت لري. معید یوسف د امریکا او ندیم افضل چند د کېنېډا د اوسېدو اجازت نامې لري، او د شهباز ګېل سره د امریکا ګرین کارډ دی.

کابینې ډېوېژن پر دغه ویب پاڼه خپرو شویو دغو معلوماتو ترمخه، د وزیراعظم دغه مرستیالان او سلاکاران د هېواد څخه بهر او په هېواد کې دننه د کروړونو او اربونو روپو اثاثې هم لري.

خو د وزیراعظم مرستیالان معید یوسف او شهباز ګېل د غبرګ شهریت رپوټونه ردوي او وایي چې نه خو په بهرني هېوادونو کې څه جاېدادونه لري او نه د حکومت ذمه واري ترلاسه کولو وروسته د اوسېدو لپاره یې د یو بل هېواد سفر کړی دی.

بل پلو ته د ساینس او ټکنالوژۍ وفاقي وزیر فواد چوهدري، د غبرګ شهریت لرونکو په دفاع کې ویلي دي چې د دوی په وفادارۍ څه شک نشي کیدی. فواد چوهدري زیاته کړې ده: دغه اعلامیه په دې ضروري وه چې کوم خلک چې پرېکړو کې شامل وي، د هغو د اثاثو څخه ولس په کار دی چې خبر وي.

د وزیراعظم د سلاکارانو د اثاثو تفصیلات مخې ته راتلو، په سوشل مېډیا کې هم خورا تود بحث روان دی. څه خلک په دغه ګام وزیراعظم عمران خان ستایي، خو څه حیران دي او پر حکومت نیوکې کوي. یو صارف، سارا محمود وایي: څوک وایي چې پاکستان غریب هېواد دی؟ سلاکاران یې ارب پتیان او کروړپتیان دي او کله چې هم وغواړي بل هېواد ته تللی شي او هلته ژوند تیرولی شي.

یو بل صارف، محمد بلال، پوښتنه رابرسېره کوي: آیا دا غبرګ شهریت دی او که له دوو هېوادونو سره وفاداري ده؟

بل کس، سعد رسول، پخپل ټویټ کې لیکي: مسلم لیګ ن ګوند او د پیپلز ګوند پر مشرانو نیوکې کوونکي اوس پخپله د غبرګ شهریت لرونکو سره مخ دي.

څه خلک دا پوښتنه هم رابرسېره کوي چې د ولس د ژوندونو په اړه نن پرېکړې کوونکي، د وزیراعظم هغه سلاکاران چې پکې په شلو کې نولس غیرمنتخب دي او څه دغه شان غبرګ شهریت لرونکي دي، نو د دوی احتساب به سبا څوک کولی شي؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG