د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د اتوار/ يکشنبې په ورځ په سعودي عرب کې د نړيوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) د مشرې (منېجنګ ډايريکټرې) کرسټالينا جارجيوا سره ليدلي دي.
شهباز شریف په دويم ځل د پاکستان د وزیراعظم جوړېدو وروسته په لومړي ځل د آی اېم اېف د مشرې سره ليدلي دي.
د پاکستان سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) د خبر ترمخه، د آی اېم اېف مشرې د تېر کال سټېنډ بای ارېنجمنټ يا لنډ مهاله پور د پروګرام په اړه د وزيراعظم ستاينه کړې ده.
شهباز شریف له دې وړاندې د کال 2023م د جون په مياشت کې په پېرس کې د يوې غونډې په مهال ليدلي و.
د پاکستان د وزیراعظم دفتر ويلي، شهباز شريف د آی اېم اېف څخه د تېر کال د درېو اربه ډالرو په ترلاسه کېدو د کرسټالينا جارجيوا مننه کړې ده. په خبر کې ويل شوي، نن د ګل/ دوشنبې په ورځ د آی اېم اېف د اېګزېکټو بورډ غونډه کېدونکې ده، په کوم کې به د لنډ مهاله پور پروګرام لاندې د 1.1 اربه ډالرو د حتمي قسط فېصله کولی شي.
د پاکستان وزيراعظم ويلي، حکومت یې د پاکستان اقتصاد بيرته بحالو ته ژمن دی.
ويل شوي، دواړو فريقېنو د پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې څخه د پور د بل پروګرام په سر هم خبرې کړي دي.
او د نړیوالې مالياتي مشرې د پاکستان سره د پور د روان پروګرام په ګډون د جايزې د عمل په اړه د خپلې ادارې نظر شريک کړی دی.
د پاکستان وزيراعظم د آی اېم اېف مشرې ته د پاکستان بلنه هم ورکړې ده.
د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په 16م اپریل واشنګټن کې خپله یوه مرکه کې ویلي وو چې پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې سره د اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام لپاره د اربونو ډالرو د پور په یو نوي تړون خبرې پيل کړې دي.
هغه ویلي وو چې آی اېم اېف سره د پور د روان پروګرام د تړون په اساس هیله ده چې پاکستان ته به د 1.1 ارب ډالرو وروستی قسط د روانې میاشتې تر پای منظور کړل شي او د دې ترڅنګ پاکستان د اربونو ډلرو د اوږدې مودې د پور په یو نوي پروګرام خبرې پيل کړې دي.
نوموړي ویلي وو د پور موجوده پروګرام به اپریل کې پای ته ورسیږي او مې په میاشت کې بیا آی اېم اېف سره د قرض د یو نوي تړون امید شته.
د اې پي پي ترمخه، وزیراعظم د اقتصاد نړيوالې غونډې ته وينا کړې، او غونډې په وخت یې د سعودي عرب د پانګونو، خزانې او صنعت د وزيرانو سره جلا جلا ليدنې کړي دي.
Forum