دپاکستان مسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف په دريم ځل دپاکستان دوزيراعظم په توگه سوگند پورته کړى دى.
دشورو په ورځ په قومي اسمبلۍ کې د244 ووټونو په ترلاسه کولو دوزيراعظم ټاکل کيدو څخه وروستو دپاکستان صدر اصف علي زرداري ميا نواز شريف ته په صدارتي محل کې دوزيراعظم په توگه سوگند ورکړو.
دسوگند اخستو په دغه دستوره کې دپاکستان پوځي مشرانو، دمختلفو هيوادونو سفيرانو، دميا نواز شريف دکونۍ غړو، گورنرانو، نگران اعلي وزيرانو، پخوانو وزيراعظمانو يوسف رضا گيلاني اؤ راجا پرويز اشرف اؤ نورو گڼ شمير سياسي مشرانو برخه لرله.
له دې وړاندې په قومي اسمبلۍ کې دوزيراعظم دټاکنې دپاره دميا نواز شريف، دپيپلز پارټۍ دمخدوم امين فهيم اؤ دپاکستان تحريک انصاف دجاويد هاشمي ترمينځ مقابله وه.
په دغه مهال ميا نواز شريف د244 ووټونو په اخستو سره وزيراعظم غوره کړل شو.
نواز شريف ته دوزيراعظم دټاکنې په لړ کې جمعيت علماء اسلام(ف)، متحده قومي موومنټ ، قومي وطن پارټۍ اؤ دقبائيلي غړو ملاتړ حاصل ؤ.
دهغه مخالفو اميدوارانو کې مخدوم امين فهيم 42 اؤ جاويد هاشمي 31 ووټونه اخستي دي.
دقومي اسمبلۍ دسپيکر له لوري دنواز شريف دوزيراعظم غوره کيدو داعلان څخه وروستو دقومي اسمبلۍ غونډې ته پخپله وينا کې نوي ټاکل شوي وزيراعظم ميا نواز شريف وويل هغه به نۀ خو پخپله څه رقم خيانت کوي اؤ نۀ به بل څوک دغسې کولو ته پريږدي.
نوموړي وويل ډير زر به دټولو سياسي گوندونو سره رابطې وکړي اؤ دټولو اړخونو په مرسته به هيواد ته دپيښو بې شميره ستونزو دهواري په لور گامونه اخستل پيل کړي.
هغه وويل دلوډشيډنگ اؤ نورو کړکيچنو ستونزو دهواري دپاره يې يو کوټلى پلان تيار کړى، اقليتونو ته به دهغوي حقونه ورکوي اؤ ټولو قومي ادارو کې به په قابليت تقررۍ کولى شي.
هغه وويل دبدعنوانه خلکو به په کلکه احتساب کوي اؤ حکومت به يې هيڅ رقم مارې داړې ونۀ زغمي.
نواز شريف زياته کړه دخپلې واکمنۍ په موده کې به دقام څخه يوه خبره هم نۀ پټوي اؤ نۀ به ورته دخيالي جنتونو عکسونه ښائي، بلکې څه چې ځمکني حقائق دي دهغې څخه به قوم باخبره ساتي.
نوي وزيراعظم وويل حکومت يې ټولو چيلنجونو ته غاړه ږدي ، خو بايد دهيواد ټول سياسي اړخونه ورسره په گډه ددغه چيلنجونو هواري ته راوړاندې شي.
هغه وويل دسندهـ ، بلوچستان اؤ خيبرپښتونخوا حکومتونو سره به پراخه مرسته کوي.
نوموړي وويل په لمړي ځل بلوچستان کې د اولس نمائنده گوند اقتدار ته رسيدلى دى اؤ دبلوچستان دستونزې دهواري دپاره ټولو قوتونو ته موقع ورکول پکار دي.
هغه وويل پاکستان دټولو هيوادونو دخپلواکۍ احترام کوي، خو بايد دپاکستان خپلواکۍ ته هم درناوى ولرل شي.
نواز شريف وويل وخت وښوده چې پاکستان اؤ جمهوريت ديو بل دپاره لازم اؤ ملزوم دي اؤ دجمهوريت درڼا لارې څخه پرته مونږ بله يوه لاره هم نۀ لرو.
هغه وويل په تيرو وختونو کې دامريت په وجه پاکستان مات شوى ؤ ، اؤ اوس په ډاگه کوي چې دپاکستان دبقاء اؤ سلامتۍ انحصار دائين په بالادستۍ کې دى.
دپاکستان په قبائيلي سيمو دکيدونکو ډرون بريدونو په اړه هغه وويل په دغه لړ کې به مونږ ټولو يوه گډه تگلاره جوړول وي.
هغه وويل اقتدار ورسره دقام امانت دى اؤ کله به هم په دغه امانت کې خيانت ونۀ کړي.
په دغه موقع دپاکستان پيپلز پارټۍ نوميالي مشر امين فهيم پخپله وينا کې نواز شريف ته په وزيراعظم ټاکل کيدو دمبارکۍ ورکولو ترڅنگ ژمنه وکړه چې گوند به يې دهيواد اؤ اولس په گټه داخستل کيدونکو ټولو حکومتي گامونو ملاتړ کوي دمنفي گامونو دمخنيوي دپاره به خپل کردار ادا کوي.
همدغه راز دپاکستان تحريک انصاف مشر جاويد هاشمي هم نواز شريف ته مبارکي ورکړه اؤ ډاډ يې ورکړو چې گوند به يې په ښو کارونو کې دحکومت مټې مضبوطوي.
جاويد هاشمي وويل په کومه مرحله کې چې هم تحريک انصاف گڼي چې حکومتي پريکړې داولس اؤ هيواد په گټه نۀ دي، نو هغوي به يې په کلکه غندنه کوي.
دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزي وويل په سياست کې دخفيه ايجنسو دکردار دمخنيوي وخت رارسيدلى دى.
هغه وويل نوي حکومت ته به اوس دماضۍ دترخو تجربو څخه سبق اخستل اؤ په خوشگوار انداز کې په وړاندې تلل وي.
محمود خان اچکزي په دغه موقع وويل که حکومت دپخواني پوځي واکمن پرويز مشرف په ضد کارروائي کول غواړي، نو بيا بايد هاغه ټول شخصيات اؤ قوتونه هم دقانون منگولو ته راولي چې پرويز مشرف سره يې مرسته کړې وه اؤ که چرې نورو ته څه نۀ وئيل کيږي، نو بيا بايد دمشرف قيصه هم راونغاړل شي.