لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عباسي: د حافظ سعید خلاف د قانوني کاروايي امکان نشته


حافظ سعید په پاکستان کې ازاد گرځي او خپل فعالیتونو ترسره کوي. د هغه گوند د امریکا ضد مذهبي گوندونو اتحاد دفاع پاکستان کونسل کې شامل دی
حافظ سعید په پاکستان کې ازاد گرځي او خپل فعالیتونو ترسره کوي. د هغه گوند د امریکا ضد مذهبي گوندونو اتحاد دفاع پاکستان کونسل کې شامل دی

د پاکستان وزېر اعظم شاهد خاقان عباسې د امرېکا او ملګرو ملتونو لخواه ترهګر ګرځول شوې هند مخالفه پاکستانې تندروه ډلې جماعت دعوې مشر حافظ سعېد په ضد د قانونې کاروايې امکان رد کړی.

بلخواه د پاکستان سېاستمداران واې چې د ملې تګلارې د لاندې د تندروه ډلو په ضد کاروايې د بل ېو هېواد نه خپله د پاکستان په ګټه ده.

د ېو شخصې ټېلې وېژن چېنل سره مرکه کښې چې کله د وزېر اعظم نه د حافظ سعېد د ښکاره فعالېتونو په سر د امرېکا او هند د اندېښنو په اړه وپوښتل شوو نو ده ځواب ورکړو چې د حافظ سعېد په ضد قضېه نشته نو حکومت د ده په ضد څنګه کاروايې ووکړې.

وزېر اعظم دا درېځ هم خپل کړې چې د حافظ سعېد په ضد تورونو ثابتوولو لپاره شواهد هم نشته.

دې نه وړاندې د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه سېنېټ ته وېنا کښې د هند د واک د لاندې کشمېر کښې د بېلتون په مبارِضه کښې د حافظ سعېد د کردار درانوی کړی و.

دا په داسې مهال چې د امرېکا د صدر لخواه پاکستان باندې په خپله خاوره د ترهګره ډلو په ضد د کارواې نه کوولو تورونو په سر د دواړو هېوادونو اړېکې تاوجنه دې.

په کال ٢٠٠٨ م کې په ممبۍ ښار کې په ترهگر حملو کې د ١٨٨ ؤ پورې کسان وژل شوي وو. ددغه حملو په سر ملگرو ملتونو هم جماعت الدعوه ترهگر تنظیم ټاکلی دی.

حافظ سعید د ممبۍ په حملو کې د ککړتیا خبره ردوي.

د پاکستان وزېر اعظم د حافظ سعېد په ضد قانونې کارواې نه کېدلو دفاع کوې خو د کورونو چارو وزارت په سپارښتنه د هېواد انتخابې کمېشن د تندروې سره تړاو په سر د حافظ سعېد ملې مسلم لېګ ته د سېاسې ګوند منلواو رجسټرډ کوولو نه انکار کړېدی.

خو د دې باوجود دغه ګوند سره تړاو لرونکې کاندېدان وخت په وخت کېدونکې ضمنې ټاکنو کښې برخه اخلې.

پاکستان کښې د څېړونکو او سېاستمداران لوېه شمېره د حافظ سعېد ښکاره فعالېتونو په سر په حکومت ټکونه کوې او په دې اړه د امرېکا اندېښنو په ترڅ کښې د عوامې نېشنل ګوند مرکزې لېډر افراسېاب خټک ډېوه رېډېو ته وېلې چې د ملې تګلارې دا لاندې د تندروا ډلو په ضد کارواې باورې جوړوول د بل ېو هېواد نه خو د پاکستان پخپله ګټه کښې ده.

د پاکستان حکومت تېر کال حافظ سعېد په حفاظتې ولقه کښې اخستې وو خو بېا د هاې کورټ په امر دې خوشی کړې شوې وو.

د پاکستان خارجه وزارت درېز خپلوې چې هند له تر اوسه ممبې ترهګر برېدونو کښې د حافظ سعېد د ککړتېا پحقله کوټلې ثبوتونه نه دې وړاندې کړې.

په امرېکا کښې د پاکستان سفېر واې چې پاکستان د ملګرو ملتونو د پرېکړو دا لاندې حافظ سعېد په ضد بندېزونه عملې کړې چی تر مخه د دا بهرنې هېواد ته په تګ او پاکستان کښې د چندې راغونډولو بندېزونه شامله دې.

د حافظ سعید په اړه د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي خبرې په داسې حال کې مخې ته راغلې چې یوه ورځ وړاندې د جنوبي او مرکزي ایشیا دپاره د امریکې سفارتکارې مېرمن اېلس ویلز د پاکستان د سفر په ختمولو یو وارې بیا غږ وکړو چې پاکستان دې په خپله خاوره د حقاني ډلې او د نورو وسله والو خلاف اقدامات وکړي.

پاکستان په هیواد کې د وسله والو د موجودگۍ خبره ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG