د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ دا خبره تکرار کړې چې په پاکستان کې رجسټرډ افغان کډوال بيرته نه ستنول کيږي خو غېر قانونه غېر ملکيانو ته به بيرته خپلو ملکونو ته ستنېدل وي.
انوار الحق کاکړ د جمعې په ورځ د پېښور سفر کړی، کاروباريانو سره یې ليدلي او مطبوعاتو سره یې خبرې کړي دي.
هغه ويلي، د افغانستان په ګډون د ټولو ګاونډي هيوادونو سره ښې اړيکې غواړي خو غېر قانونه غېر ملکيانو ته به وتل وي.
نوموړي زياته کړې، د افغانستان سره د سفارتي ادابو لاندې داسې ښې اړيکې غواړي چې د دواړو ملکونو خلک په ويزه او سفري اسنادو د یو بل ملک ته سفر کوي.
نوموړي زياته کړه چې د افغانستان په مسلو او مشکلاتو پوهېږېږي په افغانستان کې په اربونو ډالره خرڅ شوي خو د هغې باوجود ترهګري نه ده قابو کړی شوې.
هغه ویلي، غېر قانونه غېر ملکيان په کوم غچ يا بدل او دښمنۍ کې نه ويستل کيږي بلکې دوی د جرمونو او ترهګرۍ سره د ټولنيزو وران کارو د لاسه ويستلی شي.
د پاکستان حکومت اعلان کړی د روانې میاشتې د اخرۍ او د نومبر د لومړۍ نېټې پورې دې غېر قانونه غېر ملکيان په خپله خوښه ووځي کنه بيا به یې پرضد کارروايي کولی شي.
د غېر ملکیانو د ويستلو پاکستانۍ فېصلې ته پښتنو ملت پالو سياسي او مذهبي ګوندونو سخت غبرګون ويلی چې افغانان کډوال دې ونه ځورول شي.
او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب هم د غېرقانوني افغان کډوالو د ورستنولو په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې، دا یې له انصافه لرې بللې او د پاکستان له خلکو، سیاستوالو او دیني عالمانو یې غوښتي چې خپل چارواکي له داسې کارونو را وګرځوي.
خو پاکستان ويلي، د غېر قانونه غېر ملکيانو فېصله يواځې د افغانانو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکیانو دپاره ده.
د غېر قانونه غېر ملکيانو د ويستلو د اعلان وروسته په ځانګړي ډول افغان کډوال وايي، د سختې ويرې سره مخ دي او ګڼې کورنۍ بيرته افغانستان ته ستنې شوي او روانې دي.
Forum