لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عدالتونو پرته پولیس مقابلو کې خلک وژل نور دزغملو وړنه دي، شیرین مزاري


یو کال وړاندې په کراچۍ کې یو پښتون ځوان نقیب الله محسود ووژل شو. پولیس وویل هغه په مقابله کې ووژل شو خو د هغه کورنۍ دغه دریځ ردوي
یو کال وړاندې په کراچۍ کې یو پښتون ځوان نقیب الله محسود ووژل شو. پولیس وویل هغه په مقابله کې ووژل شو خو د هغه کورنۍ دغه دریځ ردوي

د پنجاب په ساهیوال سیمه کې په یوه پېښه کې د څلورو کسانو د وژنې وروسته په حکومت، پارلیمان او ټولنیره رسنېو بحث راپارېدلی دی او د امنیتي ادارو په کردار پوښتنې نورې زیاتې شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري په پارلیمان کې د بحث په وخت ویلي دي چې دا د حکومت ذمه واري ده چې د راو انوار نه تر ساهیوال پورې د ماورا عدالت وژنو او د پولیس مقابلو مخه ونیسي او زیاتوي د لسیزو راهسې روانې پولیس مقابلې نور دزغملو وړ نه دي"

شیرین مزاري ویلي دي چې زمونږه د حکومت نه هم په پنځو میاشتو کې غلطی شوي دي خو که تېروحکومتونو په هېواد کې د ماورا عدالت وژنو روایت جوړ کړې دې او پولیس افسر راو انوار ته په وخت سزا ورکړې شوه نو نن به اولس د ساهیوال غوندې پېښې د بدو نتیجو سره مخ نه وو.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په خپل یو رپورټ کې ویلي دي چې "د کال 2014 نه تر 2018 پورې په پاکستان کې 3345 کسان په پولیس مقابلو کې وژلي شوي دي."

د اېچ ارسي پي رپورټ وايي چې په دې څلورو کلنو کې ټولې ٢١١٧ پولیس مقابلې شوي دي او وايي په وژل شوو کسانو کې ٢٣ ښځې او ١٢ ماشومان او ٥٥ پولیس عسکرهم شامل دي.

پاکستان کې د یو کال نه زیا وشول چې د ايني حقونو لپاره راپورته شوې د پښتانه ځوانانو مزاحمتي ډله پشتون تحفظ مومنټ د حکومت او ریاستي ادارو نه په پنځو غوښتنو کې یوه اهمه غوښتنه دا هم کوي چې په هېواد کې دې د ماورا عدالت وژنو د پلاټنو لپاره د رښتیاو را معلومولو کمېشن جوړ کړی شي.

د پښتنون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتین وايي چې دا غوښتنه ځکه کوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په تېرو څو کلنو کې د ترهگرۍ په نوم په زرگونو پښتانه ځوانان وژلي دي.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په ټوېټر لیکلي دي چې

"د ساهیوال په پېښه د اولس خفگان او غصه بیخي په ځای ده او زیاته کړې ده چې د قطر سفرنه واپس شي نو ذمه وارو خلکوته به د عبرت وړ سزا ورکوي."

د گل، دوشنبې په ورځ په پارلیمان کې په دې اړه د بحث په وخت د پیپلز گوند سینېټرې شېري رحمان ویلي دي چې

" د ساهیوال پېښه د گډو پلټنو ضرورت ولې راپېښ شو دا خو یوه ښکاره د ماورا عدالت وژنې پېښه ده او ککړ خلک هم معلوم دي."

په قومي اسمبلۍ کې د مسلم لیگ نون سره تعلق لرونکي دد فاع پخواني وزیر خواجه اصف وویل چې د کومو ادارو ذمه واري چې داده وي چې ترهگري ختمه کړي هغوي نن پخپله ترهگر جوړ شوي دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG