لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مخالف گوندونه په ریښتیا د عمران خان حکومت نسکورول غواړي؟


د پاکستان پیپلزپارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري ویلي کله چې وزیراعظم عمران خان د هېواد څخه بهر خبرې کوي نو دا هېر کړي چې د پاکستان نماینده دی
د پاکستان پیپلزپارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري ویلي کله چې وزیراعظم عمران خان د هېواد څخه بهر خبرې کوي نو دا هېر کړي چې د پاکستان نماینده دی

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د هېواد نه بهر په ملیشیا (ملیزیا) کې په مخالف سیاسي گوندونو د سختو ټکونو وروسته، د مسلم لیگ (ن) او پیپلز گوند مشرانو ویلي عمران خان په بهرنیو هېوادونو کې د پاکستان نوم بدناموي.

عمران خان په کوالالمپور کې یوې غونډې ته په وینا کې دعوه کړې چې مخالف گوندونه د ده د حکومت نسکورولو لپاره هڅې کوي.

د پاکستان ځینو مطبوعاتو د عمران خان له خولې لیکي چې وايي مخالف گوندونه یې مخالفت ځکه کوي چې هغوي په بډو رشوتونو تورن دي.

د انگریزۍ ورځپاڼه اېکسپریس ټرېبیون وايي عمران خان غونډې ته ویلي چاچې ډیر شور جوړ کړی هغه به ډیر زر جیلونو ته لاړ شي.

د تېر واک مند گوند پاکستان مسلم لیگ (ن) یو مشر او د کورنیو چارو پخواني وزیر احسن اقبال چې که چېرې عمران خان گڼي چې د مخالفینو د گرفتاریو دلارې به خپلې ناکامۍ پټې کړي نو دا خیال یې غلط دی.

عمران خان په کوالالمپور کې غونډې ته دا هم ویلي چې مذهبي او روشن فکره دواړه یو ځايې شوي چې د هغه په وینا "جمهوریت" وژغوري.

ښاغلي عمران خان دا دعوه په داسې وخت کې کړې چې خپله د هغه په حکومت د تندوره مذهبي گوندونو سره د نژدې اړیکو تور لگول کېږي.

د عمران خان دغو خبرو ته په ځواب کې د پاکستان پیپلزپارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري ویلي کله چې وزیراعظم عمران خان د هېواد څخه بهر خبرې کوي نو دا هېر کړي چې د پاکستان نماینده دی.

بلاول بهټو د حکومت په خارجه تگلاره هم تنقید وکړ او وې ویل چې د یو ملک خارجه او داخله پالېسي د یو بل نه بېلې وي خو عمران خان په خارجه پالېسۍ کې هم د داخلي چارو موضوعات شاملوي.

بلاول بهټو وویل "دا ډیره افسوس ناکه خبره ده چې خان صاحب مخلتفو ملکونو ته لاړ شي نو د خپل ملک بدنامي کوي."

د پیپلز گوند مشر وویل عمران خان ته پکار دي چې دا احساس وکړي چې په کنټېنر نه دی ولاړ بلکې اوس د پاکستان وزیراعظم دی. د بلاول بهټو اشاره داسې ښکاري چې په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف گوند د پخواني وزیراعظم نوازشریف د حکومت خلاف هغه ناستې ته وي چې عمران خان به ورته هره ورځ د کنټېنر دپاسه نه تقریرونه کول.

بلاول بهټو دا هم وویل چې هر چا ته معلومه ده چې عمران خان "غیرجمهوري" قوتونو حکومت ته رسولی دی، چې په غېر مستقیم ډول عمران خان سره د پوځ ملاتړ ته اشاره ده.

بلاول وویل که چېرې عمران خان د نورو گوندونو د بدنامولو دنده دلاسه ورنکړه نو نور گوندونو به هم د هغه خلاف داسې تگلاره اختیار کړي چې کوم "اېمپایر" به یې بچ نه کړی شي.

په نژدې ورځو کې د چین او د ملیشیا د سفرونو په مهال عمران خان ویلي وو چې پاکستاني وولس د ده د گوند حمایت په ملک کې د "کرپشن" یا د بډو رشوتونو ختمولو دپاره کړی دی.

د پاکستان مسلم لیگ (ن) احسن اقبال هم لکه د بلاول بهټو د عمران خان په حکومت ټکونه کړې او وې ویل چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د پاکستان خلاف پراپېگنډه یا تبلیغات کوي او د خپلو ناکامو پړه د حزب اختلاف په سیاسي ډلو اچوي.

د عمران خان ناقدین وايي هغه په خپلو سیاسي حریفانو خو د بډو رشوتونو تورونه لگوي خو په خپل حکومت کې یې داسې خلک شامل دي چې د تېرو حکومتونو برخه وو او هم دغه رنگ د بډو رشوتونو الزامات پرې لگول شوي وو.

بلخوا، د لاهور هايي کورټ د عمران خان د نااهله کولو دپاره د یو خواست د اورونې دپاره د ججانو لویه ډله یا بېجچ د جوړولو امر کړی دی.

د وزیراعظم خلاف لاهور ته دغه خواست لایرز فورم فار جسټس نومې تنظیم کړی دی او پکې ویل شوي دي چې په کال ٢٠١۴ کې په اسلام آباد کې د تحریک انصاف غړو د احتجاج په مهال په پاکستان ټېلې وژن او د پارلېمنټ په ودانۍ حملې کړې وې او د هغه وخت د حکومت خلاف یې د سول یا شهري نافرمانۍ اعلان کړی و نو ځکه عمران خان د وزیراعظمۍ دپاره اهل نه دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG