لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې د پولیو خلاف بېړني اقدامات وکړي، د پولیو د مخنیوي نړیوالې ادارې غږ


په نژدې وختونو کې په پاکستان کې د پولیو خلاف کارکوونکو باندې خونړۍ حملې هم شوې دي
په نژدې وختونو کې په پاکستان کې د پولیو خلاف کارکوونکو باندې خونړۍ حملې هم شوې دي

د پولیو خلاف کوښښ کوونکي ادارې گلوبل پولیو ارېډیکېشن انېشیېټیو په پاکستان غږ کړی چې د پولیو خلاف دې په بېړنۍ توگه گامونه پورته کړي، په دې لړ کې دې سیاسي هم غږي ترلاسه کړي او د وفاقي او صوبايي حکومتونو ترمنځ دې همکاري زیاته کړي.

د گلوبل پولیو ارېډیکېشن انېشیېټیو د څارنې څانگې د پاکستان په اړه په تازه رپورټ کې د پولیو په اړه د پاکستان صورتحال د تشویش وړ وبللو.

د گلوبل پولیو ارېډیکېشن انېشیېټیو ترمخه سږ کال تر اوسه پورې په پاکستان کې د پولیو ٨٠ او په افغانستان کې ٢٠ کېسونه رپورټ شوې دي.

گلوبل پولیو ارېډیکېشن انېشیټېیو وویل پاکستان په داسې حال کې د پولیو مخنیوی نشي کولی چې د پولیو ضد وېکسین په اړه یې خلک په سماجي او سیاسي کچه "زهرن جن" تاثرات لري.

ماهرین وايي د پولیو علاج نشته خو وېکسین د دې نه د محفوظ پاتې کېدو موثره لاره ده.

په پارلېمنټ کې د صحت په اړه پارلماني سېکرېټري ډاکټر نوشین حامد وايي په پاکستان کې د پولیو وېکسین په اړه د مذهب په نوم تبلیغات کولی شي چې د دې مرض د مخنیوي کوښښونو ته زیان رسوي. هغه وايي ځینې مذهبي ډلې دعوه کوي چې ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکې د خارجي اېجنډې دلاندې ورکول کېږي.

د صحت پخوانۍ وزیره سایره تارړ د پولیو خلاف د موجوده حکومت په تگلاره تنقید کوي او پوښته کوي چې حکومت ولې په دې اړه تفتیش نه کوي چې د دوی په حکومت داسې څه وشو چې په دې پروگرام خلکو گوتې پورته کول شروع کړې دي.

بلخوا د صحت دپاره د وزیراعظم صلاحکار ډاکټر ظفر مرزا په ابوظهبي کې د بل اېنډ ملېنډا گېټس فاونډیشن مشر بل گېټس سره لیدلې دي او په پاکستان کې د پولیو خلاف د هلوځلو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

بلخوا، مرستندویه هېوادونو او ادارو د پاکستان او افغانستان په شمول د نړۍ نه پولیو د ختمولو دپاره د دوه اشاریه شپږ ارب ډالرو مالي امداد لوظ کړی دی. دغه ژمنه د نهې، سه شنبې، په ورځ په دوبۍ کې د یوې غونډې په مهال وشوه.

د دغه مالي امداد قریباً نیمايي برخه به بل اېنډ ملېنډه گېټس فاونډېشن ورکوي چې په نړۍ کې د پولیو د خاتمې په کوښښونو کې مرسته کوي. د دې نه علاوه برطانيي، امریکې، پاکستان او روټري انټرنیشنل نومې ادارې هم د امداد ژمنه وکړه.

د ملگرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارگنایزېشن وویل دغه پنگه به هر کال ۴٥٠ مېلین ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکو په ورکولو لگولی شي او په نتیجه کې به یې نړۍ نه د پولیو مرض د ختمولو کوښښونه خپل هدف ته نور هم ورنژدې شي.

ډبلیو اېچ او ویلي پولیو درې مختلف قسمونه لري خو نړۍ د مرض د دوو قسمونو څخه پاکه کړی شوې ده او په تېرو دریو لسیزو کې په دنیا کې د پولیو په کېسونو کې ٩٩ فیصد کموالی شوی دی.

خو د پولیو ټایپ ون قسم په افغانستان او پاکستان کې اوس هم وجود لري.

د پولیو مرض د انسان په اعصابي نظام حمله کوي او انسان ته د جراثیم لگېدو په څو گنټو کې انسام معزوره کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG