لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په صوابۍ کې د پولیو مهم پر ټیم حمله شوې او یوه زنانه کارکوونکې وژل شوې


د پاکستان ځایي رسنیو خبر ورکړی چې د خیبرپښتونخوا په صوابۍ ضلعه کې د پولیو د واکسین پر یو ټیم، د نامعلومو افرادو لخوا حمله شوې چې په کې یوه زنانه کارکوونکې وژل شوې او یوه زخمي شوې ده.

د صوابۍ پولیسو ویلي چې دغه برید نن د نامعلومو بریدگرو لخوا چې پر موټرسایکل سپاره و، ترسره شوی دی. پولیسو زیاته کړې چې ټپي شوې کارکوونکې، روغتون (هسپتال) ته منتقل کړی شوې ده.

په همدې حال کې د صوابۍ د پولیسو مشر ډیپټي کمېشنر شاه محمود رسنیو ته ویلي چې انتظامیې د پېښې د پلټنې چارې پیل کړي او د بریدکوونکو خلاف به سخته کاروایي کیږي.

ډیپټي کمېشنر شاه محمود دا هم ویلي چې د نننۍ پېښې باوجود به، په صوابۍ ضلعې کې د پولیو مهم جاري پاته وي.

دا برید په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د خېبرپښتونخوا صوبې په پنځلسو ضلعو کې د پولیو خلاف یو ځانگړې تازه درې ورځېنی مهم پیل شوی، او په پام کې ده چې څه د پاسه څلور میلینه ماشومانو ته د پولیو قطرې ورکړل شي.

په دې کمپین کې به هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، د پولیو د P2 ډوله وایرس ضد قطرې ورکړل شي.

د خیبر ضلعې د صحت د چارو ډایرکټر، ډاکټر طارق حیات وي او اې ډېوه ته ویلي چې په دې وروستیو کې د پولیو دوه کېسونه په خیبر کې پیدا شوي، او دوی کوشش کوي چې د ځانگړي مهم له طریقه د پولیو وایرس د خورېدو مخه ونیسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG