لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې درې نور ماشومان د پولیو د لاسه د ټول عمر د پاره معذوره شول


د پاکستان په خېبر پښتونخوا او سند ایالت کې د پولیو درې نورې پېښې رپورټ شوي چې ورسره په ګرد پاکستان کې سږ کال د پولیو نه متاثره شوو ماشومانو شمیره ۱۰۱ ته ورسیدله.

د خېبر پښتونخوا صوابۍ ضلعې په ټوپۍ سیمه کې د شپږو میاشتو په یوه ماشومه کې د پولیو د واېرس پخلی نن شوی دی. هم دغه شان د سند ایالت په میرپور خاص کې هم نن په دوو ماشومانو کې د پولیو واېرس پخلی شوی دی.

د صوابۍ د ننۍ پېښې سره په خېبر پښتونخوا کې د پولیو نه متاثره ماشومانو شمیره ۷۳ ته ورسیدله.

سږکال په خېبر پښتونخوا کې د پولیو تر ټولو زیاتې پېښې په بنو کې مخې ته راغلي چې شمیره يې ٢۴ ته رسیدلی. د بنو وروسته لکي مروت کې روان کال ۲۱ کېسونه او په شانګله ضلعه کې ۷ پېښې رپورټ شوي دي.

همدغه راز سږکال په بلوچستان کې دپولیو اووه،پنجاب کې پینځه اؤ سندهـ صوبه کې۱۶ پېښې مخې ته راغلي چې په ګرد پاکستان کې ددې پېښو شمیره سږکال ۱۰۱ ته ورسیدله.

دپولیو دمخنیوي چارواکي دپولیو د پېښو شمیره کې د چټک اضافې علت د والدینو لخوا خپلو ماشومانو ته دپولیو دڅاڅکو نه انکار ښایي اؤ وایي په زیاترو سیمو کې خلک خپل بچو ته دپولیو دمخنیوي څاڅکو ورکولو نه ډډه کوي.

دتیرې میاشتې په وروستیو کې د پولیو په ضد کوښښ کوونکي ادارې ګلوبل پولیو ارېډیکېشن انېشیېټیو په پاکستان غږ کړی ؤ چې د پولیو خلاف دې په بېړنۍ توګه ګامونه پورته کړي اؤ په دې لړ کې دې سیاسي هم غږي ترلاسه کړي .

ګلوبل پولیو ارېډیکېشن انېشیټېیو ویلي وؤ پاکستان په داسې حال کې د پولیو مخنیوی نه شي کولی چې د پولیو ضد وېکسین په اړه یې خلک په سماجي او سیاسي کچه "زهرن جن" تاثرات لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG