لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ د نوازشریف په خبرو غصه دی، عمران خان وايي 


د غورځنګ په ورستیو جلسو کې نوازشریف په پوځ د هغه د حکومت د ختموولو ترڅنګ په ملکي سیاست کې د لاس وهنې الزامات لګولي دي. د رپورټونو ترمخه نوازشریف په جلسو کې د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باوجوه او د ايي اېس ايي مشر فېض حمید په نومونو مخاطب کړي دي
د غورځنګ په ورستیو جلسو کې نوازشریف په پوځ د هغه د حکومت د ختموولو ترڅنګ په ملکي سیاست کې د لاس وهنې الزامات لګولي دي. د رپورټونو ترمخه نوازشریف په جلسو کې د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باوجوه او د ايي اېس ايي مشر فېض حمید په نومونو مخاطب کړي دي

وزیراعظم عمران خان ویلي د حکومت خلاف د سیاسي ګوندونو اتحاد پاکستان ډېموکرېټک مومنټ په جلسو کې د پوځ او د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په مشرانو د پخواني وزیراعظم نوازشریف په تنقید په پوځ کې غصه ده خو پوځي مشر د جمهوریت په خاطر د سخت عبرګون نه ډډه کوي.

د پي ډي اېم مشران وايي عمران خان پوځ اقتدار ته رسولی دی او د هغه د لرې کېدو غوښتنه کوي. تحریک د عمران خان خلاف جلسې شروع کړي او د اسلام اباد په لورې د لاریون اعلان یې هم کړی دی.

د غورځنګ په ورستیو جلسو کې نوازشریف په پوځ د هغه د حکومت د ختموولو ترڅنګ په ملکي سیاست کې د لاس وهنې الزامات لګولي دي.

د رپورټونو ترمخه نوازشریف په جلسو کې د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باوجوه او د ايي اېس ايي مشر فېض حمید په نومونو مخاطب کړي دي.

که څه هم پوځ د نوازشریف وېنا ته په واضحه یا نېغ په نېغه څه ځواب نه دی وېلی خو عمران خان د پاکستان سما ټېلې وژن سره د جمعې په ورځ نشر شوي مرکه کې وویل د نوازشریف په خبرو په پوځ کې دننه غصه موجود ده.

"په داسې ډول په ارمي چېف حمله کول...د پوځ دننه یو ري اېکشن (ردعمل) کېږي. دا جنرل باجوه سم سړی دی او ټهراو دی پکې ځکه برداشت کوي،" عمران خان وویل." که نور څوک پوځ کې وی نو لوی ري اېکشن به راتلو غصه خو دا وخت دننه (پوځ کې) ډیره ده لیکن ماته پته ده چې برداشت کۍ یې ځکه چې په جمهوریت (کې) یقین لري."

په مرکه کې د عمران خان نه پوښتنه وشوه چې پوځ د ستا په شا ولاړ دی نو ځکه دې حکومت تر اوسه پرځای دی، نو هغه وویل پوځ د حکومت برخه او د هغه ماتحت اداره ده. "د پاکستان پوځ زما دپاسه نه دی ناست زما نه لاندې دی زه د پاکستان یو منتخب وزیراعظم یم او دا وېل چې زما دلاندې یوه اداره دې ما وغورځوي، ما ته ووايۍ د دنیا په کوم جمهوریت کې دا چا اورېدلي دي."

د اسلام اباد په لوري د پي ډي اېم د مجوزه لانګ مارچ په اړه عمران خان وویل هغه د نوازشریف خلاف ۱۲۶ ورځې په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته کړې وه او که چېرې د پي ډي اېم یوه هفته هم تېره کړه نو بیا به د استعفا په اړه سوچ وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG