لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحریک انصاف حکومت د مخالفه ګوندونو پرضد ګامونه تند کړي


د پاکستان تحریک انصاف حکومت مخالفه سیاسي ګوندونو لخواه د جولايي ۲۵ نېټه په ګرد هیواد کې د حکومت پر ضد د احتجاجونو کولو وروسته په مرکز او پنجاب صوبه کې حکومت د مخالفه ګوندونو سیاسي مشرانو د نیولو لړۍ تنده کړې ده.

د سیاسي مخالفیونو د نیولو په دغه لړۍ کې نن د سر ښار اسلام اباد ضلعي انتظامېې د کراېه دارې قانون د سرغړونې په تور د پخوانې وزېر اعظم نواز شرېف نزدې ملګری عرفان صدېقې نېولې.

په نوموړي تور لګول شوی چې خپل کور په کرایه ورکولو او بیا د خپل کرایه دار په اړه ځايي پولیس نه خبرولو په سر د قانون سرغړونه کړې. د اسلام اباد یو ځايي عدالت بیا د پولیسو په خواست عرقان صدیقي د څوارلسو ورځو په رېمانډ جېل ته د لېګلو امر کړی دی.

د پخواني وزیراعظم نواز شریف دغه نژدې ملګري وکېلانو په عدالت کې په نوموړي لګېدلې تورونه رد کړې. د مسلم لېګ ن ډلې مرکزي وېاندې مرېم اورنګزېب د عرفان صدیقي د نیولو وروسته ادعا کړې چې دغه کور د نوموړي صدیقي نه د هغه د ځوي ملکیت دی.

تېره ورځ هم د پنجاب حکومت په لاهور کښې د احتجاجې غونډې په ترڅ کې امنېت ته د زېان رسولو او عامو خلکو ته ستونزې جوړوولو په تور د یو شمیر مخالفه سیاسي ګوندونو د سیاستدارانو او کارکونکو پرضد ١٩٠٠ قضیې درج کړي.

د تحریک انصاف حکومت لخوا د مخالفه سیاسي ګوندونو د مشرانو او کارکونکو پرضد ګامونو په ځواب کې د مسلم لېګ نواز ډلې وېاندې مرېم اورنګزېب دغه ګامونو د مخالفه سیاسي ګوندونو پرضد انتقامي ګامونه بللي.

په تیرو ورځو کې د یو پوځي جنرال په مشرۍ کې چلیدونکې د نشي توکو د مخ نیوي ادارې یا ای اېن اېف لخوا د پنجاب صوبې د قانون پخوانی وزیر او مسلم لېګ ن ګوند غړی رانا ثناالله د نشي موادو د قاچاق په تور کې نیول شوی.

د رانا ثنا الله د نیول کیدو وروسته هم په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو مشرانو او څیړونکو لخوا سختې اندېښنې ښودل شوې وې.

نن د عرفان صدېقې د نیول کیدو وروسته د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو سلاحکارې فردوس عاشق اعوان وېلې وزېر اعظم د عرفان صدیقي د نیول کیدو نوټس اخستی.

مېرمن عاشق اعوان زیاته کړې چې مرکزي حکومت د دې جاج اخلې چې د عرفان صدېقې د نیولو او عدالتې رېمانډ باندې جېل ته لېګلو په کار کې تادي خو نه ده شوې.

د پخواني وزیراعظم نواز شریف نزدې ملګری او سلاحکار عرفان صدیقي نن په داسې مهال نیول شوی چې د پاکستان پخوانی وزېر اعظم نواز شرېف او د حکومت مخالفه لوې ګوند پیپلز پارټۍ شریک چېرمېن اصف علې زردارې په شمول ېو شمېر نور حکومت مخالفه سېاستمداران د مالي درغلېو سره تړلې قضېو په سر د قانونې کارواېېو سره مخامخ دي.

حکومت مخالفه سیاسي ګوندونه په حکومت د احتساب په نامه د مخالفه سیاسي مشرانو پرضد د انتقامي کاروایانو تورونه لګوي.

خو د پاکستان تحریک انصاف حکومت، د پاکستان پوځ ، د احتساب قامی اداره یا نېب او نورې ریاستي ادارې د مخالفه ګوندونو دغه تورونه ردوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG