لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پیپلز او مسلم لیگ ن گوندونه د حکومت خلاف اتحاد جوړوي


د حکومت د مخالف گوند پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري، له یو بل حکومت مخالف گوند، مسلم لیگ ن له مشرې مریم نواز سره ملاقات کړی دی او دواړه په دې سلا شوي دي چې د حکومت پر ضد به د مخالفو گوندونو اتحاد جوړوي.

بل خوا حکومت وایي دا اتحاد د حکومت پر ضد نه، خو خپل ذاتي گټو او خپلو غلاوو د پټولو دپاره به وي.

د پنجاب لاهور ښار سره نږدې جاتي امرا کې، بلاول بهټو د مریم نواز په بلنه، د دوی په کور کې دا ملاقات کړی دی. د رپوټونو له مخه، په دې ملاقات کې د حکومت پرضد احتجاج، د سترې محکمې او سند هائیکورټ د قاضیانو پر ضد ریفرېنس، د احتساب ادارې لخوا د مخالفو گوندونو په مشرانو مقدمې جوړولو په هکله خبرې شوې دي.

په دې ملاقات کې پر دې هم اتفاق شوی دی چې د حکومت پر ضد د مخالفو گوندونو په اتحاد کې به نورو گوندونو ته هم بلنه ورکول کیږي.

په ظاهره خو د مخالفو گوندونو د اتحاد مقصد د حکومت د پالیسو پر ضد احتجاجي تحریک پیلول دي. خو څیړنکار ډاکټر حسن عسکري وایي چې ډېر زر د داسې یو تحریک پیل کول به هم ممکن نه وي، ځکه چې دا اتحاد په داسې حال کې جوړیږي چې د دواړو گوندونو مشران، یعنې نواز شریف او آصف علي زرداري د احتساب ادارې لخوا د جوړو شوو مقدمو له وجهې په جېل کې دي. او په داسې حال کې ولس ته دا باور ورکول به گرانه وي چې دا سیاسي اتحاد د حکومت پر ضد دی، او که د خپله مشرانو د بچ کولو دپاره دی.

ډاکټر حسن عسکري وي او اې ډېوه ته وویل: "د داسې احتجاجي تحریک تمه، موجوده وخت کې نشته چې حکومت له کاره ودروي یا د احتساب عمل ختم کړي."

تېره ورځ د پاکستان د پیپلز گوند مشر بلاول بهټو زرداري ویلي و چې حکومت په بجټ کې، مالدارو خلکو ته گټې ورکړي دي او غریبان یې نور هم ځورولي دي، او دا "یو پاکستان نه، بلکې دوه پاکستانه دي". بلاول زیاته کړه چې پیپلز گوند به د دغو غلطو معاشي پالیسو پر ضد آواز پورته کوي.

بلاول بهټو د خالي/شنبې په ورځ زیاته کړه: "پاکستان پیپلز پارټي به دغه معاشي ترهگري برداشت نکړي."

په لاهور کې نن د یکشنبې/اتوار په ورځ جماعت اسلامي هم د حکومت د معاشي پالیسو پر ضد احتجاج وکړ او د دې گوند مشر، سراج الحق وویل چې د دوی احتجاج د چا د جېل نه د راخلاصولو دپاره نه، بلکې د گرانۍ پر ضد دی.

بل خوا بیا د اطلاعاتو د پاره د وزیراعظم سلاکارې، فردوس عاشق اعوان، ویلي دي چې د مخالفو گوندونو اتحاد د خپل کرپشن د پټولو دپاره دی، او د دې له جمهوریت سره هیڅ کار نشته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG