لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرانیستی خط ـ د بشري حقونو، اظهار رای، معیشت، او سیاستونو په حواله د پاکستان پر ریاست سختې نيوکې


په پاکستان کې د لویو سیاسې ګوندونو په شمول، د ١٠٠ نه زېات د بشري حقونو فعالانو، وتلي خبرېالانو، وکیلانو او د مزدور اتحادیې مشرانو یو پرانیستی او لاسلیک شوی خط جاري کړی چې په هغه کې د پاکستان اوسنیو غټو ستونزو ته په کې اشاره شوې ده.

په دې پرانیستي لیک کې، په هېواد کې د ریاستې ادارو لخوا د بشري حقونو سرغړونو او د رایې په اظهار لګېدلو بندېزونو په سر، سختې نيوکې شوې دي.

دغه پرانیستي خط ته د اعلان نامې نوم ورکړی شوی، او د پاکستاني اولس او نړۍ پام یې د پاکستان دننه سیاسي حالات، د بشري حقونو سرغړونو، په مېډیا باندې لګېدلي بندېزونو، او د هېواد ورځ تر ورځ خرابېدونکو معاشي چارو طرف ته رااړولی دی.

اعلان نامه وايي چې په پاکستان کې د ریاستي ادارو په سوېلېن چارو کې لاس وهنه او د عام اولس د بشري حقونو د سرغړونو پېښې د مخکې نه دوام لري، خو د بده مرغه د ناست تحریک انصاف ګوند په واکمنۍ کې په دغو پېښو کې پراخه کچه زېاتوالی راغلی دی.

اعلان نامه په مرکز کې پر واکمن ګوند د وړو قومیتونو سره د توپيري چلن او د وړو صوبو په ګټه اتلسم دستوري بدلون د ختمون لپاره د سازشونو تورونه هم لګول شوي دي.

په پرانستې خط کې په واکمن ګوند باندې سفارتي ميدان کې د پاتې راتلو تور هم لګول شوی او د هېواد وتلي خبريالانو، وکیلانو، او د مزدور اتحادیې مشرانو درېځ خپلوي چې "پاکستان دا وخت په نړۍ کې ېوازې دی" او دا چې د اېف اے ټې اېف ېا دغه څېر نورو ادارو ته د خپل سپيناوي ورکوولو کې پاتې راځي.

د پرانیستي لیک دوه اولې پاڼې
د پرانیستي لیک دوه اولې پاڼې

د دغه خط یا اعلان نامې لاس لېک کوونکی د بشرې حقونو فعاله غړی او لیکوال ډاکټر خادم حسین ډېوه رېډېو ته وویل چې په داسې حالاتو کې پاکستانې ټولنه د ماتېدلو د خطر سره مخ شوېده، ځکه دوی مجبوره شوي چې د پاکستاني اولس او نړۍ پام بلې خوا ته واړوي.

اعلان نامه کې د پاکستان د ریاستې ادارو نه د عام اولس په ضد د تشدد نه لاس اخیستو او په هېواد کې د بې پلویه انتخابات لپاره د خپلواکه انتخابې کمېشن د جوړیدو غوښتنې شوې دي.

خادم حسین زېاتوې چې په وروستیو کې وزېرستان کې رامینځ ته شوې خونړۍ پېښې، د علي وزیر او محسن داوړ بندي ساتل، او بیا قباېلې ضلعو کې کېدونکي انتخابې کمپاین په وخت د مخالفه سیاسي ګوندونو د کاندیدانو د ځورولو پېښنې د دې دعوې لوی او اوسني مثالونه دي.

د پاکستان یو وتلي خبریال او څېړونکي زاهد حسین په اعلان نامه کې د مدني ټولنې لخوا په پاکستان کې د جمهوري حقونو د شوکولو او په مېډیا باندې لګېدلي بندېزونو په سر اندېښنې پر ځای بللي دي.

زاهد حسین وایي، که څه هم پاکستان کې په درېیم ځل منتخب جمهوري حکومت ته واک سپارل شوی، خو له بده مرغه د ناست تحریک انصاف په واکمنۍ کې د دغو حقونو د سرغړونو په پېښو کې زېاتوالی راغلی دی.

د تحریک انصاف په تېر یو کال واکمني کې په لوېه شمېره خبریالان بې روزګاره شوي او د خبریالانو د تنظیمونو مشران تور لګوي چې ناست حکومت کې مېډېا د سخت فشار او بندیزونو سره مخ ده.

د سیاستمداران او مدني ټولنې د فعالان لخوا پر دغه پرانیستي خط یا اعلان نامه باندې د حکومتي غبرګون لپاره، ډېوه رېډیو د واکمن ګوند د یو شمېر پارلېماني غړو سره د تماس نیولو هڅې وکړې، خو دا هڅې مو تر اوسه ناکامه پاته دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG