د پاکستان وفاقي کابينې د ۲۰۲۴م کال د انتخاباتو د امنيت دپاره ګرد هیواد کې د پوځي او نیم پوځي ځواکونو د ګمارلو منظوري ورکړې ده.
په اتمه فرورۍ پاکستان کې د کېدونکو عامو انتخاباتو نه وړاندې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې دغو انتخاباتو ته په ولاړو یو شمیر کاندیدانو بریدونه شوي چې پکې دشمالي وزیرستان نه دقامي اسمبلۍ لپاره یو کاندید وژل شوی اؤ څو نور ژوبل شوي دي
د پاکستان د الېکشن کمېشن ترمخه په ملک کې د اتمې فرورۍ د انتخاباتو دپاره 89,250 پولينګ سټېشنې جوړې کړل شوي او 17,500 پکې ډېرې يا انتهايي حساسې ګرځول شوي دي.
د نهې یا سه شنبې په ورځ د وزيراعظم د ماڼۍ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وفاقي كابينې غونډه د نګران وزيراعظم انوارالحق كاكړ په مشرۍ كښې په اسلام آباد كښې شوې ده.
د غونډې په مهال وفاقي کابينې د داخله وزارت په سفارش د عامو انتخاباتو په پرامنه توګه ترسره کولو لپاره د پاکستان د پوځ او سول آرمډ فورسز یا نیم پوځی ځواکونو د تعیناتیو منظوري ورکړې ده.
دا ځواکونه به په حساسو سیمو او د پولنګ اسټشنونو کې دندې ترسره کوي او د چټک غبرګون ځواک په توګه به فعالیت کوي.
تر دې وړاندې هم پرون د نهې په ورځ د کورنيو چارو وزارت د 2024م دعامو انتخاباتو په موقعه د پوځ د ګمارلو سپارښتنه یا سمري وفاقي کابينې ته لېږلې وه.
دپاکستان اليکشن کميشن د دسمبر په مياشت کښي د عامو انتخاباتو په مهال د پولنګ سټيشنو دننه د فوځ او نورو قانون نافذ کوونکو ادارو د تعیناتۍ په اړه د کورنیو چارو سيکرټري ته خط ليکلي و۔
د دسمبر په شپږمه نېټه نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ ویلي وؤ کومو سياستمدارانو چې د عامو انتخاباتو لپاره د امنيت په اړه خبرې کړي دي ، که چرې دانتخاباتو امنیت لپاره د پوځ د ګمارلو غوښتنه مخې ته ته راغله نو هغه به پرې غور کوي .
د دسمبر په ۲۸مه د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په مشرۍ کې د کور کمانډرانو په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د پاکستان پوځ به په عامو انتخاباتو کې د انتخاباتو کمېشن ته مرسته ورکوي.
دپاکستان الېکشن کمېشن د عامو انتخاباتو په مهال د امنیت يقيني کولو دپاره د امنيتي اهلکارو دپاره ضابطه اخلاق يا د چلند اصول هم جاري کړي دي.
د الیکشن کمیشن د بیان له مخې د پوځ ترڅنګ د انتخاباتو دپاره د نورو قانون نافذونکو ادارو خدمات هم ترلاسه کړی شوي دي او د انتخاباتو د قانون ترمخه به په ټاکل شوو حدودو کې خدمات ترسره کوي.
د الېکشن کمېشن ترمخه، په امنيتي اهلکارو کې به پوليس، فرنټيير کانسټبلري، پنجاب کانسټبلري، بلوچستان کانسټبلري او ليويز اهلکار شامل وي، دوی به امنیت ټينګ ساتي، په انتخابي عمل کې به بې طرفه وي د کوم سياسي ګوند پلويتوب يا مخالفت به نه کوي.
Forum