لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فواد چودهري: داسې ښکاري د هېواد مهمو ادارو په یوبل پسې راغستې او یو بل نه زغمي


وزیراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرل قمرجاوید باجوه
وزیراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرل قمرجاوید باجوه

د پاکستان یو مرکزي وزیر فواد چودهري د هېواد سیاسي نظام ته د ورپېښو گواښونو او د مهمو ریاسي او دستوري ادارو ترمېنځ د بې باورې پخلی کړی دی او د دې د مخنېوي لپاره د وزیراعظم، د پوځ سرلښکر او د سپریم کورټ د مشر قاضي ترمنځ د نوي ډیل یا د نوي لوظنامې وړاندیز کړی دی.

په اسلام اباد کښې ېوې غونډې ته خېله وېنا کښې د ساینس او ټېکنالوژي وزېر وویل داسې ښکاري د هېواد مهمو ادارو په یو بل پسې راغستې او یو بل نه زغمي.

مرکزي وزیر وویل چې سیاسي نظام او دغه ادارو ته د ورپېښو ننګونو د مخنېوې لپاره په ملي کچه د خبرو اترو لاره خپلول پکار دي.

د فواد چودهرې ترمخه دغه ادارې اوس ضعېفې او بې توله

دي ځکه که د ادارو د مشرانو ترمېنځ لوظنامه کېږې نو د ادارو توله او حېثېت پر ځای کېدلی شي.

دا په داسې حال کې چې جمېعت علما اسلام (ف) ډلې د وزیراعظم عمران خان د حکومت د راغورځولو لپاره احتجاجې تحرېک پېل کړی. د حزب اختلاف نهه نور گوندونه هم د جمعیت د دې تحریک حمایت کوي.

د حکومت مخالفه ګوندونو اتحاديه تور لگوي چې د پاکستان پوځ د واکمن تحریک انصاف بې ځایه ملاتړ کوي او زیاتوي چې ګنې عدليي هم عمران خان ته واک ورکوولو لپاره د هغه په حق کښې کردار لوبوولی و.

په وروستیو کښې د پوځ سرلښکر د ملازمت مودې سره تړلې حکومتي امر کښې قانوني نېمګړتیا او بیا د وزېر اعظم او دسترې محکمې مشر قاضې ترمنځ د تقرېرونو د لارې په ېوبل د ټکونوسره د ناست حکومت،پوځ او عدلېه ترمنېنځ بې باورۍ تاثر لا نور هم خپر شو.

وتلی قانون پوه قاضې انور اېډوکېټ ډېوه رېډو سره خبرو کښې د فواد چودهرې د وړاندېز په ځای وبللو.

نوموړي زېاته کړه چې پوځ اکثر له نورو ادارو ته احکامات ورکوي ځکه اوس د دے مخنېوې پکار دی.

که څه هم د فوادچودهرې دغه وړاندیز ته لا د مخالفه ګوندونو غبرګون مخې ته نه دی راغلی خو په وروستیو ورځو کښې د هېواد تر ټولو لوی حکومت مخالفه مسلم لېګ (ن) ګوند مشر شهباز شریف وزېر اعظم عمران خان ته د معاشې چارو سره تړلې ستونزو د هوارې لپاره د مرستو باور ورکړی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG