لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بهټو وزیراعظم عمران خان ته وايي حکومت په ټوېټر نه چلیږي


وزیراعظم عمران خان
وزیراعظم عمران خان

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي دي چي نه پوهيږي ولې ځني سياستمدران په بهر تگ د بندیز ویره کوي؟ او ولې باهر تلل غواړي؟ د دې په ځواب د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو ويلي دي که چېرې وزيراعظم جرات لري نو پارليمان ته دې راشي په تويټر حکومت نه چلي.

وزيراعظم په ټوېټردا بيان په داسې حال کې ورکړې دې چي سپریم کورټ د جعلي بينک اکاونټس په اړه په خپله لیکل شوي فيصله کښي بلاول بهټو اؤ د سند وزير اعلې مراد علي شاه نامې د اي سي ايل نه د ويستلو حکم کړی دی.

عمران خان وايي دا سياستمدران د هېواد سره د مينې دعوې هم کوي او بهر هم تلل غواړي او د دې دپاره ځنو سیاستمدارانو اقامې هم اخېستې دي.

د عمران خان د خبرو په ځواب کښي د پيپلز گوند مشر بلاول بهټو ويلي دي که چېرې وزيراعظم د ټويټر پرځاې پارليمان کښي دغه خبره وکړي نو ځواب به هم ورکړي، بلاول زیاته کړه چې تگ راتگ د هر يو انسان بنيادي حق دې اؤ جمهوري حکومتونه بايد چې د خلقو بنيادي حقونه يقيني کړې.

بلاول بهټو دا هم وویل چي پارليمان فيصلې کوي او يو يا دوه غير منتخب تنان دا فېصلې کلعدماوگرځوي. هغه زیاته کړه چې دا اجازه به چا ته نه ورکوي چې د صوبو حقونه واخلي.

بلاول بهټو د صوبو د حقونو خبره په داسې حال کې کړې ده چي سپریم کورټ د سند شيخ زيد هسپتال انتظام مرکزي حکومت ته ورکولو امر کړې دې.

اتلسم ترميم نه پس صحت او د تعليم د مدونه صوبايي حکومتونو ته سپارل شوې دي.

بلخوا يو مرکزي وزيرمراد سعيد وايي چې موجوده حکومت اتلسم ترميم نه ختمول غواړي.

د پاکستان مسلم ليگ يوغړي سعد رفيق نن قامي اسمبلې کښي وویل د مخالفو ډلو اتحاد د موجوده حکومت ختمولو د پاره نه دې او نه هم دوي غواړي چي څنگه د يوسف رضا ګيلاني او نواز شريف د وزيراعظمۍ د څوکې نه لرې کړې شو دغه رنگ دې عمران ځان سره هم وشي. هغه وویل موجوده حکومت خودمختاره نه دې.

يو بل سياسي پرمختگ کښي د انتخاباتو کميسون د هغه٣٣٢ د قامي او صوباي اسمبلو غړو غړيتوب ځنډولې دې چه چي د خپلو اثاثو تفصيل کميسون سره نه دې جمع کړې.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG