لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مولانا فضل الرحمان ګوند وايي حکومت د نېب اداره د هغه خلاف د سیاسي انتقام دپاره استعمالوي


د حکومت مخالف سیاسي اتحاد پاکستان ډېموکرېټک مومنټ، پي ډي اېم، او د جميعت علما اسلام د خپلې ډلې مشر مولانه فضل الرحمان
د حکومت مخالف سیاسي اتحاد پاکستان ډېموکرېټک مومنټ، پي ډي اېم، او د جميعت علما اسلام د خپلې ډلې مشر مولانه فضل الرحمان

د حکومت مخالف سیاسي اتحاد پاکستان ډېموکرېټک مومنټ، پي ډي اېم، او د جميعت علما اسلام د خپلې ډلې مشر مولانه فضل الرحمان د مبینه غېر قانوني اثاثو د پلټنو په لړ کې د احتساب ادارې، نېب، په تازه اقدام کې د مولانا فضل الرحمان دوو نژدې مرستیالانو ته نوټسې لېږلې دي. دا خبر مطبوعاتو رپورټ کړی او د نېب چارواکو يې وي او ای ډیوه ته تصدیق کړی دی.
نېب دغه نوټسې د جميعت علما السلام د ډيره اسماعیل خان ضلعې د مطبوعاتو سېکټري نور اصغر او د هغه پلار ته ليږلې دي۔

نور اصغر ميډيا ته د نوټس پخلی نه دی کړی خو هغه ویلي چې کله نوټس ترلاسه کړي نو په قانوني طريقه به ورته ځواب ورکړي۔ د جی یو ايي یو مشر د نېب نوټس سیاسي انتقام وبللو.

د نېب چارواکو وي او ای ډيوه ته د نوم نه څرګندولو په شرط وويل نېب د سياسي دباؤ نه بغېر پلټنې کوي او د مولانه فضل الرحمان د غېر قانوني اثاثو په اړه معلومات د تيرو څو مياشتو راهسې راجمع کوي او په دغه لړ کې داسې تنانو ته نوټس ليږي چې د مولانه فضل الرحمان د غېر قانوني اساسو په اړه کره معلومات لري۔

د جميعت علما اسلام غړي وايي د نېب اداره حکومت د سياسي انتقام لپاره کاروي.

د جميعت علما اسلام فضل الرحمان د شورا او د قامي اسمبلۍ غړې مفتي عبدالشکور وي او ای ډيوه ته وويل د نېب داسې نوټسې ښايي حکومت د حزب اختلاف د موجوده تحريک نه په ويره کې دی او د نېب د لارې انتقامي ګامونه اخلي۔

پي ډي اېم په ورستیو ورځو کې د وزیراعظم عمران خان د حکومت خلاف یو شمېر چلسې کړي دي او په اینده کې یې نور احتجاجونه هم اعلان کړي او غوښتنه کوي چې د عمران خان حکومت دې لرې شي.

د حکومت غړي وايي حزب اختلاف د خپل کرپش یا بدعنوانۍ د پټوولو دپاره په احتجاجونو لاس پورې کړی دی.

مفتي عبدالشکور زياته کړه چې د ضياالحق او ايوب خان په دورونو کې هم داسې قوانين جوړ شوي وو چې خلک به يي پرې کنټرول کول خو د دوي ګوند د ازادۍ تحريکونو کې د داسې قوانينو سره عادي دی.

مفتي عبدالشکور وویل "مونږ د دې نه پريشانه نه يوو، نېب نه يو انتقامي اداره جوړه شوې ده او د دې (نوټس) هيڅ ارزښت نشته."

د سږ کال د اګست په ۲۵ نېټه د مولانه فضل الرحمان ورور او سرکاري ملازم ضياالرحمان هم د خپلو اثاثو معلوماتو ورکوولو په لړ کې د نېب د خېر پښتونخوا دفتر ته بلل شوی و۔

څيړونکی او خبريال فدا عديل وايي د پي ډي اېم مشر د ټاکل کيدو او د موجوده د تحريک انصاف حکومت پرضد هلې ځلې تيزولو وروسته ښکاري چې د مولانه فضل الرحمان پر ضد د نېب اقدامات تېز شوي دي۔

فدا عديل وويل د مولانه فضل الرحمان سياسي کردار ته په کتو ويلي شي چې په دې طريقو به د دباؤ لاندې رانشي۔

د سږ کال د نومبر په ۲۲ نېټه هم پاکستاني مطبوعاتو خبر ورکړی و چې د نېب ادارې مولانه فضل الرحمان د اکتوبر په اولنۍ نېټه خپل صوبائي دفتر ته غوښتی دی خو بيا د ادارې لخوا په يو وضاحتي بيان کې د داسې کوم نوټس ترديد وشو او وه وېل شوو چې د پلټنو مکمل کيدو روستو ممکن ده چې د جميعت علما السلام مشر پخپله د نېب دفتر ته راوغوښتل شې او د اثاثو په اړه ترې پوښتنې وشي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG