لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مسلم لیګ (ن) د حکومت پرضد د جمعیت علما اسلام (ف) ازادي مارچ مرسته اعلان کړې


د پاکستان تحریک انصاف حکومت خلاف د مذهبې سیاسي ګوند جمعیت علما اسلام احتجاجي تحریک لپاره د عوامي نیشنل پارټۍ د مرستې وروستو د هیواد لوي سیاسي مخالف ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن) هم ددغه تحریک د مرستې اعلان کړی.

د مسلم لیګ ډلې صدر شهباز شریف د جمعې په ورځ لاهور کې د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان سره د لیدو کتو وروستو خبریالانوته وویل د تحریک انصاف حکومت پرضد به د جمعیت علما اسلام احتجاجي تحریک کې پوره برخه اخلي.

لاهور ښار کې د مولانا فضل الرحمان احتجاجي تحریک سره د مرستې اعلانولو په وخت شهباز شریف وویل د اکتوبر په ۳۱ تمه نېټه به په اسلام اباد کې یو لوي لاریون کوي چې پکې به سیاسي مخالف ګوندونه خپلې غوښتنې وړاندې کوي. نوموړي وویل د کراچۍ نه ترپېښور پورې ټول قام په دې خبره صلاح دی چې څومره زر ممکن وي اوسنی حکومت ختم کړی شي او ددې په ځای دې په ملک کې تازه انتخابات وکړی شي.

جمعیت علما اسلام د اکتوبر په ۳۱تمه نېټه باندې پایه تخت اسلام اباد کې د اوسني حکومت خلاف د احتجاجي تحریک اعلان کړی. د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان یو ځل بیا تور لګولی چې اوسنی حکومت په غیرقانوني توګه باندې په واک کې راوستی شوی او دا یې نااهل بللی.

مولانا فضل الرحمان ویلي که چرې حکومت ورسره په خبرو کې سنجیده وي نو د خبرو اترو شروع کولو وړاندې دې د ځان سره د عمران خان استعفا هم راوړي او زیاته کړې د عمران خان د استعفا وړاندې د دوي لپاره د حکومت سره خبرې څه معنا نه لري.

ددې وړاندې د دفاع وزیر پروېز خټک د ټولو سیاسي مخالف ګوندونو سره د خبرو اترو وړاندیز کړی وو خو د عمران خان د استعفا ورکولو غوښتنه یې رد کړې وه.

نن په لاهور کې خبریالانو ته د خبرو په وخت د مسلم لیګ نون صدر شهباز شریف وویل د ملک ادارو عمران خان او د هغه ګوند ته په دې طمع خپلې مرستې ورکړې چې د ملک خرابیدونکې اقتصادي وضع به ښه شي خو زیاته یې کړه چې عمران خان په مکمله توګه ناکامه شوی.

د تحریک انصاف مشر عمران خان د ملک د خراب اقتصاد ذمه واري په پخوانیو حکومتونو باندې اچوي. نوموړي په نیویارک کې یو خبري کانفرنس ته ویلي وو د ملک واکمنانو یې په اربونو ډالره په غیرقانوني توګه باندې بهرملکونو ته وړي. عمران خان ویلي وو حکومت یې د ملکي سیاستمدارانو د بهر ملکونو په بهر ملکونو کې پرتو پیسو بېرته خپل ملک کې راوړو کوششونه کوي خو زیاته کړې وه دوي د یو شمېر قانوني چیلنجونو سره مخ دي.

عمران خان د خپل په سیاسي مخالف مشرانو باندې د کرپشن تورونه پورې کوي او د سیاسي اپوزیشن مشرانو خلاف د ملک په بېلا بېلو عدالتونو کې د کرپشن مقدمې هم روانې دي. خو سیاسي مخالفین تور لګوي دغه مقدمي په سیاسي بنیادونو باندې جوړې کړی شوي چې مقصد یې په دوي باندې سیاسي دباو اچول دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG