لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ډي اېم وايي ای اېن پي او پېپلزپارټي دې د ایتلاف د نورو ګوندنو اندېښنې لرې کړي


 تېر کال د وزير اعظم عمران خان حکومت رانسکورولو لپاره جوړ د مخالفو ګوندونو ایتلاف کې د دوه لوى سياسي ګوندونو پيبلز پارټى او مسلم ليګ نواز ګوند ترمينځ وړاندى نه د احتجاج په تګلاره اختلافات وو. د پيپلز ګوند پارلېمنټ ا وپنجاب صوبه کى د بى باورۍ تحريکونو د لارى د واکمن تحريک انصاف ګ
 تېر کال د وزير اعظم عمران خان حکومت رانسکورولو لپاره جوړ د مخالفو ګوندونو ایتلاف کې د دوه لوى سياسي ګوندونو پيبلز پارټى او مسلم ليګ نواز ګوند ترمينځ وړاندى نه د احتجاج په تګلاره اختلافات وو. د پيپلز ګوند پارلېمنټ ا وپنجاب صوبه کى د بى باورۍ تحريکونو د لارى د واکمن تحريک انصاف ګ

د حکومت مخالف سیاسي ګوندونو اتحاد پاکستان ډېموکرېټک مومنټ ویلي د عوامي نېشنل پارټۍ او پېپلزپارټۍ یې نه غوښتلي چې د اتحاد د نورو ګوندونو اندېښنې لرې کولو دپاره دې سپیناوی وړاندې کړي.

د ګل يا دوشنبى په ورځ اسلام اباد کى ميډيا سره خبرو کى د پي ډي اېم عمومي سيکتر او د مسلم ليګ (ن) یو مرکزي مشر شاهد خاقان عباسي وویل د پي ډي اېم د مشر مولانا فضل الرحمن په اجازت یې پيپلز پارټۍ او عوامي نيشنل پارټۍ ته یې نوټسى جاري کړي دي او دغه ګوندونو ته ېې د ځواب لپاره د اوو ورځو مهلت ورکړيدی.

د پيپلز ګوند پخواني وزير اعظم يوسف رضا ګيلاني دغه نوټس ترلاسه کيدو پخلى کړيدی.

تېر کال د وزير اعظم عمران خان حکومت رانسکورولو لپاره جوړ د مخالفو ګوندونو ایتلاف کې د دوه لوى سياسي ګوندونو پيبلز پارټى او مسلم ليګ نواز ګوند ترمينځ وړاندى نه د احتجاج په تګلاره اختلافات وو.

د پيپلز ګوند پارلېمنټ ا وپنجاب صوبه کى د بى باورۍ تحريکونو د لارى د واکمن تحريک انصاف ګوند د حکومتونو خاتمه غواړي.

د اسلام اباد نه د وي او ای ډیوه خبریال پیرولایت شاه په خپل رپورټ کې وايي د پېپلز پارټۍ برعکس مسلم ليګ نواز او جميعت علماى اسلام ف ډله پارلېمنټ نه د خپلو غړو د استفا او د احتجاجي تحريک د لارې حکومت رانسکورولو ته ترجېح ورکوي.

خبریال وايي تېره میاشت د پيپلز ګوند لخوا د خپل ګوند پخواني وزير اعظم يوسف رضا ګيلاني سېنېټ کې د مخالفو ډلو د مشر ټاکلو په سر دغه اختلافات له نور هم زيات شوي او دواړه ګوندونه په يو بل د پوځي اېسټېبلېشمنټ سره د اړيکو او د عمران خان حکومت مټى مضبوطوولو تورونه لګوي.

د ګل، د وشنبې، د ورځې نه پېل شوي د سينيټ غونډه کې د مسلم ليګ نواز ګوند غړو په يوسف رضا ګيلاني باندې د مخالفه ډلو مشر جوړيدو لپاره د پوځي اېسټېبلېشمنټ پلويه باپ ګوند نه ووټونه اخستو تورونه تکرار کړيدي

د ګوند غړو يوسف رضاګيلاني د مخالفه ډلو مشر منلو نه هم انکار کړيدی

د سياسي چارو څيړونکى احمد بلال محبوب وايي د شوکاز نوټس د ایتلاف په بقا انديښنى راپورته کړي

احمد بلال وي او ای ډيوه ته ويلي که چېرى دا خبره ريښتيا وي چى پي ډى ايم کى د عهدو تقسيم فارمولى د لارى سېنېټ کى د مخالفه ګوندونو د مشر څوکى مسلم ليګ نواز ته رسيدلى وه نو بيا خو د پي ډي ايم د نورو جماعتونو انديښنى په ځاى دي

د احمد بلال په خبره که چېرى مسلم ليګ نواز او عوامي نيشنل ګوند د اٸتلاف د جماعتونو اندپښنو ته زړه پورې ځواب ورنکړى شو نو بيا د اٸتلاف په موجوده شکل کې پاتې کيدل ډير ګرانه ښکاري

د عوامي نيشنل ګوند د سينيټ غړو د يوسف رضا ګيلاني د مخالفه ډلو مشر جوړولو د پريکړى مرسته کړيده

د مسلم ليګ نواز ګوند اعظم نذير تارړ او د پيپلز پارټۍ يوسف رضا ګيلاني دواړه ډلى سينيټ کى د مخالفه ډلو مشز لپاره پکار اکثريتي غړو د حمايت ترلاسه کيدو پخلى کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG