لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: پي ډي اېم به ګوري چې د حکومت ضد لاریون اسلام اباد او که راولپنډۍ په لوري وکړي


 پي ډي اېم په پوځ د وزیراعظم عمران خان د ملاتړ او په ملکي سیاست کې د لاس وهنې الزام لګوي خو حکومتي مامورین وايي په پي ډي اېم کې شامل ګوندونه احتساب نه د ځان بچ کوولو په خاطر یوځای شوي او په پوځ تنقید کوي
 پي ډي اېم په پوځ د وزیراعظم عمران خان د ملاتړ او په ملکي سیاست کې د لاس وهنې الزام لګوي خو حکومتي مامورین وايي په پي ډي اېم کې شامل ګوندونه احتساب نه د ځان بچ کوولو په خاطر یوځای شوي او په پوځ تنقید کوي

د وزیراعظم عمران خان د حکومت خلاف د ۱۱ سیاسي ګوندونو اتحاد پاکستان ډېموکرېټک مومنټ مشر مولانا فضل الرحمان ویلي پي ډي اېم به فېصله کوي چې د حکومت په ضد خپل لاریون د اسلام اباد او که د راولپنډۍ په لوري وکړي.

په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ مرکز یا جنرل هېډ‌ کوارټرز دی چې په عامه توګه په جي اېچ کیو پېژندل کېږي.

پي ډي اېم په پوځ د وزیراعظم عمران خان د ملاتړ او په ملکي سیاست کې د لاس وهنې الزام لګوي خو حکومتي مامورین وايي په پي ډي اېم کې شامل ګوندونه احتساب نه د ځان بچ کوولو په خاطر یوځای شوي او په پوځ تنقید کوي.

پي ډي اېم د عمران خان د حکومت خلاف جلسې شروع کړي او د لاریون دړګه یې هم کړې ده.

د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان وویل حکومت سره یوه میاشت ده چې استعفا ورکړي کړي او اقتدار پرېږدي. د پي ډي اېم سیاسي ګوندونو پارلېمنټ د مستعفي کېدو دړکه هم کړې ده خو حکومت ویلي که چېرې د پارلېمنټ چوکۍ خالې شوې نو ضمني انتخابات به پرې کوي.

د جمعې په ورځ د پي ډي اېم د مشرانو غونډه په لاهور کې وشوه.

د غونډې وروسته مولانا فضل الرحمان وویل چې دوی بہ په ضمنی انتخابونو کي برخه اخلي البتہ د سینټ د ټاکنو پہ اړ‎ہ فیصلہ بہ وروسته کوي.

د جمعې په ورځ د لاهور په غونډه کې پخواني وزیراعظم نواز شریف، د پیپلز ګوند مشر بلاول بھټو زرداری او پخواني صدر اصف علی زرداری دا ویډیو لنک د لارې ګډون وکړو.

د غونډې وروسته میډیا سرہ خبرو کې مولانا فضل الرحمن وویل چې حکومت سرہ یو میاشت وخت دی چې استعفا ورکړي. هغه وویل د دې وروسته به د پي ډي اېم قیادت فیصلہ کوي چې د حکومت په ضد لانګ مارچ د اسلاماباد او کہ دا راولپنډۍ پہ لوري وکړي.

مولانا فضل الرحمان وویل چې عمران خان د هغه په قول د شط رنج یوہ مہرہ دہ او د پي ډي اېم تحریک د ھغہ خلقو پر ضد ھم دی چې دا حکومت یې راوستی دی۰

بلخوا وزیر اعظم عمران خان وايي د پوځ او حکومت پر ضد سازش کیږي او پي ډي ایم د دې سازش برخه ده.

نور تفصیل د اسلام اباد مخه د وي او ای ډیوه خبریال الیاس خان وړاندې کوي:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG