لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مریم نواز: د پوځ سره خبرې کېدلی شي خو اول دې د عمران خان حکومت ختم شي 


پخواني وزیراعظم نواز شریف په تېرو ورځو کې څو وارې په پوځ سخت تنقید کړی اؤ په ښکاره يې د پوځ په مشر جنرال قمر جاوید باجوه اؤ د ای اېس ای په مشر جنرل فیض حمید دا تورونه لګولې چې دی یې د وزیراعظم د څوکۍ څخه لرې کړی او عمران خان یې اقتدار ته رسولی دی

د حکومت مخالف ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن) مرستیالې مشرې مریم نواز وېلې دی چې د پاکستان پوځ سره د پاکستان جمهوری غورځنګ د پلېت فارم د لارې په مذاکراتو غور کېدلی شي خو شرط به دا وي چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت به ختموول وي.

وفاقي وزیر فواد چودهری د مسلم لیګ (ن) په دریځ نیوکې کړي او وایې چې د مسلم لیګ (ن) مشران ېوه ورځ په ریاستی ادارو تنقید کوی اؤ بله ورځ بیا هم دغه ادارو سره د مذاکراتو خبره کوي.

بی بی سی خبري ادارې سره ېوه معرکه کې د مسلم لیګ مرستیالې مشرې اؤ د پخواني وزیراعظم نواز شریف لور مریم نواز پوځ سره د مذاکراتو په اړه خبره په داسې حال کې کړې ده چې د حزب اختلاف سیاسي اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ په ورستیو جلسو کې نواز شریف د پوځ په تګلاره سخت تنقید او په پوځ يې د ملک په سیاسي چارو کې د لاس وهنې الزامات لګولي دي.

مریم نواز وایې چې پوځ هم د دوی اداره ده اؤ خبرې ورسره کېدلی شي شی خو دا خبرې به د دستور د چوکهاټ دننه کیږی.

مریم نواز ښکاره کړه چې پوځي اسټېبلشمنټ لخوا د دوی د ګوند ځینی غړو سره رابطې شوې دي خو پوځ د دوی سره نیغ په نیغه تراوسه رابطه نه ده کړې اؤ که چېرې دوی پوځ سره مذاکرات کوي هم نو دا به په پټه نه، بلکه ښکاره کول غواړي.

د مریم نواز په دې دعوه چې پوځ یې د ګوند سره په رابطو کې دی، په تر اوسه پرۍ پوځ څه عکس العمل نه دی ښکاره کړی خو وړاندې پوځ ویلي وو چې د مسلم لیګ مشر اؤ د سند پخوانی ګورنر محمد زبیر دوه ځلې د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه سره ملاقاتونه کړې وو اؤ دا ملاقاتونه د محمد زبیر په خواست شوې وو اؤ پکښې د استخباراتی ادارې ای اېس ای مشر هم شامل و اؤ په دې ملاقاتونو کې د نواز شریف اؤمریم نواز پحقله خبرې شوي وې خو د دې خبرو تفصیل پوځ د میډیا سره نه دی شریک کړی.

د مریم نواز لخوا پوځ سره د خبرو په بیان حکومت وایې چې مسلم لیګ پریشانه دی اؤ نه پوهېږی چې بیرته حکومت ته راتلو د پاره څه وکړی اؤ کله په ریاستی ادارو تنقید کوی اؤ بیا هم دغه ادارو سره د مذاکراتو خبره هم کوی.

وفاقی وزیر فواد چودهری وایې مسلم لیګ کله په پوځ، کله د احتساب په اداره او کله په حکومت خو بیا دا خبره هم کوي چې ګوند ادارو سره مذاکراتو ته هم تیار دی.

یو بل حکومتي وزیر شیخ رشید وایې چې د مسلم لیګ (ن) د مشرانو د بیانونو نه ښکاري چې دوی ادارو ترمینځ ټکراو غواړی.

ناقدین وایې پوځ به د مسلم لیګ یا بل کوم ګوند سره مذاکراتو ته تیار نه شی ځکه داسې کوولو دلارې به بیا د مخالفو ګوندونو دغه بیانیه سمه ثابته شي چې پوځ ېو سیاسی کردار هم لري.

پخواني وزیراعظم نواز شریف په تېرو ورځو کې څو وارې په پوځ سخت تنقید کړی اؤ په ښکاره يې د پوځ په مشر جنرال قمر جاوید باجوه اؤ د ای اېس ای په مشر جنرل فیض حمید دا تورونه لګولې چې دی یې د وزیراعظم د څوکۍ څخه لرې کړی او عمران خان یې اقتدار ته رسولی دی.

د پاکستان مطبوعات وایې د پوځ په اړه د نواز شریف دغه بیانیي مخالفت نه یواځې د پاکستان جمهوری غورځنګ کې شامل ځینو ګوندونو کړی بلکې په مسلم لیګ کې دننه پرې څه هم ډیر خلق خوشحاله نه دي اؤ په دې بیانیه په نیزدی ورځو کې د مسلم لیګ بلوچستان صوبايي صدر عبدلقادر بلوچ اؤ پخواني وزیر اعلا ثنآ الله زهري د مسلم لیګ نه د بیلېدو اعلان کړی و.

XS
SM
MD
LG