لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جمهوريت په خاطر مې ځان قانون له ورکړو:کېپټن صفدر


د پاکستان د پخواني وزيراعظم نواز شريف زوم کېپټن صفدر په پېنډۍ ښار کې د پلويانو د يوې درنې مظاهرې په وړاندې ځاند احتساب د عدالت يا نېب چارواکو ته ځان سپارلی.

نوموړي د خپلې ګرفتارۍ په وخت خبريالانو ته ووېل مونږ به نن فېصله کوو چې دا ملک به څنګه چلېږي، زه نن خپل ځان د جمهوريت په خاطر احتساب ته وړاندې کوم.

په راولپېنډۍ ښار کې په ګڼ شمېر کې د پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې پلويانو د کېپټن صفدر د نيولو په وخت د نواز شريف او د کورنۍ په حق کې نعرې وهلې او يوشمېر ځوانان د احتجاج په توګه د احتساب د عدالت هغه ګاډي ته په لاره کې سملاستل په کوم کې چې کېپټن صفدر جېل ته وړلی کېدلو.

د کېپټن صفدر مېرمن مريم نواز د نوموړي د دغې ګام ستاېنه کړې او خبريالانو ته يي ويلي کېپټن صفدر د ميا نواز شريف سپاهي دی او په ډېره مړانه يي خپل ځان د احتساب چارواکو ته سپارلی .

د پاکستان د احتساب عدالت د جمې په ورځپه لندن کې د اېون فېلډ په مقدمه کې د پاکستان پخواني وزيراعظم نواز شريف ته ۱۰ کاله، دهغه لور مريم نواز ته اووه کاله او دهغې خاوند کېپټن صفدر ته يو کال د بند سزا اورولې وه.

د احتساب د عدالت د دغې فېصلې وروسته نواز شريف او د هغه لور مريم نواز په لندن کې په يوخبري کانفرنس کې ويلي وو پاکستان ته به ځي او ددغې فېصلې په ضد به په اعلا عدالت کې اپيل کوي.

پخواني وزيراعظم نواز شريف دغه خبري کانفرنس ته ويلي وو که د ووټ د احترام غوښتنه کوم جرم وي او سزا يي يي بند وي نو دی دغې سزا ته تيار دی.

د پنجاب اعلا وزير او د مسلم ليګ نواز ګوند مشر شهباز شريف هم د احتساب د عدالت دغه فېصله يوه نامناسبه فېصله بللې او ويلي وو دوي به يي چرې هم دغه فېصله او نه مني.

د دغې عدالتي فېصلې وروسته د نواز شريف زوم کېپټن صفدر ځان پټ کړی وو خو تېره ورځ يي په پېنډۍ کې خپلو پلويانو ته د وېنا وروسته ځآن د احتساب عدالت ته ورکړو.

نوموړي تېره ورځ مېډيا ته په يو آډيو پېغام کې ويلي وو دې خپل غزت په دې کې ګڼي چې خپل ځان قانون ته اوسپاري.

په پاکستان کې په عدالتونو نيوکې کېږي چې د پوځ په وېنا د مسلم ليګ نواز ډلې نه سياسي انتقام اخستل کيږي او داسې ښکاري چې د پخواني کرکټر او د تحريک انصاف مشر عمران خان ته په راتلونکي انتخاباتو کې لاره هوارول کېږي.

سياسي ماهرين وايي په پنجاب صوبه کې د مسلم ليګ نواز ډلې نه بل کوم ګوند په انتخاباتو کې بری نه شي وړلی نو ځکه د عدالت د لارې ددغې ګوند مشر نواز شريف د ټول عمر لپاره نا اهله کړی شو او د هغه لور او زوم هم د احتساب د عدالت د وروستۍ فېصلې په ترڅ کې په دغه انتخاباتو کې برخه نه شي اخستلی، کوم چې د مسلم ليګ ګوند لپاره يو درون سياسي ګذار دی او څيړونکي وايي ټوله ګټه به يي د دغې ګوند لوي حريف تحريک انصاف ته رسي.

د احتساب عدالت د پاکستان پخوانی وزيراعظم نواز شريف او د هغه کورنۍ د خپل مالي توان نه په زياتو اثاثو لرلو مجرمان ګرځولي خو په پاکستان کې د بډو رشتونو په ضد فعالين وايي په پاکستان کې په ګن شمېر کې اعلا پوځي او سېول افسران او د عدالتونو ځينې ججان د خپلو تنخواګانو نه څوچنده زياتې سرماې، قيمتي ګاډي او بنګلې لري خو عدالت په سياسي بنيادونو د مسلم ليګ ن ډلې په ضد داسې ګامونه اخلي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG