د پاکستان حکومت او د حکومت مخالفو ډلو مشرانو ویلي هیواد کې د واک اختیار ترلاسه کولو د پاره د قانوني او جمهوري طریقې پرته د بلې هرې لارې مزاحمت به کولی شي. دغه دریز په داسې مهال رامنځته شوی چې سرښاراسلام آباد کې د حکومت لرې کولو د پاره د منهاج القران ډلې پلویانو ناسته په دریمه ورځ هم جاري وه.
لاهور کې د حکومت مخالف ډلو د مشرانو د یوې غونډې ورستو خبري کانفرنس ته په شریکه وینا کې، د پاکستان مسلیم لیگ نون مشر او پخواني وزیراعظم نواز شریف وویل حکومت دي د راتلونکو انتخاباتو اعلان زر تر زره ووکړي.
نواز شریف وویل د اختلاف گوندونه، د پاکستان سول سوسائټي او میډیا د پاکستان په انتخابي کمیشن یا الیکشن کمیشن اف پاکستان مکمل اعتماد کوي. هغه زیاته کړه د اختلاف گونډونه به هیواد کې د آئین او قانون پرته د حکومت ترلاسه کولو د پاره د نورو ټولو طریقو مزاحمت کوي.
د نواز شریف ترسنگ خبري کانفرنس کې د جماعت اسلامي مشر سید منور حسن، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزۍ، د قامي وطن پارټۍ مشر او د داخله پخوانی وزیر افتاب احمد خان شیرپاؤ، د جمیعت علما اسلام مشر فضل الرحمان سره سره د نورو یو شمیر ډلو مشران هم موجود وو
د اختلاف مشرانو مشترکه دریز په داسې مهال رامنځته شوی چې اسلام آباد کې د منهاج القران ډلې طاهرالقادري په مشرۍ کې په زرگونو خلکو د پاکستان پیپلز پارټۍ حکومت د خاتمې په حق کې ناسته په دریمه ورځ هم جاري وه. طاهرالقادري غوښتنه کوي چې حکومت دې خپله ناکامي قبوله کړې او د واک نه دې لاس په سر شي.
لاهور کې د نواز شریف سره خبري کانفرنس ته وینا کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزۍ وویل هیواد کې د غیر جمهوري او غیر ائیني بدلون خطره رامنځته شوې ده خو هغه خبرداری ووکړو چې د ٢٠١٣ کال پاکستان کې اوس حالات بدل شوې دي او که چرې د کوم غیر قانوني گام اخستلو کوشش ووکړی شو نو مزاحمت به يي کولی شي.
محمود خان اڅکزۍ وویل که چرې څه غیر قانوني قام واخستلی شو نو د پاکستان فیډریشن به پرځائې پاتې نشي.
محمود خان اڅکزۍ وویل د ائین دفاع به کوي او که چرې ضرورت وو نو د پاکستان هر ښار نه به لکه د مصر تحریر چارسو جورړ کړی شي چرته چې د مصر پخواني صدر حسني مبارک خلاف د مظاهرو لړۍ شورو شوې وه.
د جمیعت علما اسلام مشر فضل الرحمان هم د آئین د فاع ژمنه ووکړه. هغه د طاهرالقادري په سختو ټکو کې مخالفت او غندنه ووکړه او وې ویل چې طاهر القادري هیواد کې د سیاسي بدلون د پاره غیر آئني لار غوره کړې ده.
په دې موقع خپله وینا کې د جماعت اسلامي مشر سید منور حسن وویل د راتلونکو انتخباتو د ځنډولو د هر کوشش مزاحمت به کولی شي.
لاهور کې د حکومت مخالف ډلو د مشرانو د یوې غونډې ورستو خبري کانفرنس ته په شریکه وینا کې، د پاکستان مسلیم لیگ نون مشر او پخواني وزیراعظم نواز شریف وویل حکومت دي د راتلونکو انتخاباتو اعلان زر تر زره ووکړي.
نواز شریف وویل د اختلاف گوندونه، د پاکستان سول سوسائټي او میډیا د پاکستان په انتخابي کمیشن یا الیکشن کمیشن اف پاکستان مکمل اعتماد کوي. هغه زیاته کړه د اختلاف گونډونه به هیواد کې د آئین او قانون پرته د حکومت ترلاسه کولو د پاره د نورو ټولو طریقو مزاحمت کوي.
د نواز شریف ترسنگ خبري کانفرنس کې د جماعت اسلامي مشر سید منور حسن، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزۍ، د قامي وطن پارټۍ مشر او د داخله پخوانی وزیر افتاب احمد خان شیرپاؤ، د جمیعت علما اسلام مشر فضل الرحمان سره سره د نورو یو شمیر ډلو مشران هم موجود وو
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر قمر زمان کاېره یو خبري کانفرنس ته په وینا کې ویلي د طاهر القادري غوښتنې غیر آیني دي او د چا په غوښتنه جمهوري حکومت نه شي ختمیدی. کاېره د طاهر القادري لخوا راغلي څلورو وړاندیزونو ته هم ځوابونه ورکړل او وېي ویل چې قادري غواړي چې حکومت، اسمبلۍ ، پارلیمان او انتخابي کمیشن دی ختم کړی شي او موقعتي حکومت دی هغه (قادری) ته حواله کړی شي. ښاغلي کاېره سوال اوکو چې که دا هر څه ختم شي نو نوي نظام به څنګه راځي؟ اطلاعاتو وزیر د منهاج القرآن مشر ته مشورې ورکړې چې خپل سیاسي ګوند دی رجسټر کړي، خپل منشور دی اولس ته وړاندی کړي، د کینیډا شهریت دی ختم کړي او په انتخاباتو کې دی برخه واخلي.