لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بجلۍ د غلا شرعي حېثیت څه دی؟


پاکستان د تېرې یوې لسیزې نه د زیات وخت راهسې د بجلۍ د سخت کمي سره مخامخ دی. د هېواد په ډیرو برخو کې هره ورځ څو څو گنټې لوډشیډنگ کېږي یا بجلي بنده وي
پاکستان د تېرې یوې لسیزې نه د زیات وخت راهسې د بجلۍ د سخت کمي سره مخامخ دی. د هېواد په ډیرو برخو کې هره ورځ څو څو گنټې لوډشیډنگ کېږي یا بجلي بنده وي

د پاکستان د سېنېټ قایمه کمېټۍ حکومت ته سپارښتنه کړې ده چې په هېواد کښې د بجلې د غلا په مخنیوي کې دې د جوماتونو خطیبانو نه مرسته وغواړی او د کمېټۍ یو غړي ویلي د بجلۍ د غلا په اړه فتوه ورکونکي خطیب جومات ته دې د بجلۍ ۴٠٠ یونټې ویړیا یا بې پېسو ورکړی شي.

د وفاقی حکومت د رویت هلال کمېټې مشر مفتې منیب الرحمان وايي چې د بجلې غلا په شرعې ډول ناجایزه ده.

پاکستان د تېرې یوې لسیزې نه د زیات وخت راهسې د بجلۍ د سخت کمي سره مخامخ دی. د هېواد په ډیرو برخو کې هره ورځ څو څو گنټې لوډشیډنگ کېږي یا بجلي بنده وي.

د هېواد لوې سیاسي ګوندونه د عامو انتخاباتو نه وړاندې ولس سره لوظونه کوي چې په واک کې د راتلو وروسته به د بجلۍ کمی پوره کوي خو یو گوند هم د لوډشېډنگ په ختمولو کې کامیاب نه ښکاري.

حکومتي مامورین وايي که یو خوا پاکستان د خپل ضرورت بجلي نشي پیدا کولی نو بلخوا د بجلۍ غلا هم لویه مسله ده.

د سنېټ د توانايي د کمېټۍ غړی نعمان وزیر وايي حکومت دې د بجلۍ د غلا په مخنیوي کې د خطیبانو نه مرسته وغواړي.

د واکمن تحریک انصاف ګوند سېنېټر نعمان وزېر وي او ای ډېوه ته وویل چې غواړي عالمان دا فتوې جاري کړي چې که یو کور د بجلې غلا کوي نو دغه کور کښې د اوسېدونکو تنانو د عبادت او ژوند نور اعمال د مذهب په رڼا کې تر کوم حده اغېزمن کېږې او دا چې د بجلۍ غلا په شرېعت کښې څه حېثېت لري؟

سېنېټر نعمان وویل د دوی کمېټي د بجلې د غلو په ضد فتوه جاري کوونکي خطیب د جماعت دپاره د ۴٠٠ یونټو د ویړیا بجلي ورکولو تجویز هم کړی دی.

د سېنټ کمېټۍ دغو سپارښتنو ته غبرګون کښې د رویت هلال کمېټۍ مشر مفتې منیب الرحمان وايي چې دوی وړاندې دا فتوه جاري کړې ده چې د بجلۍ غلا په شرعې ډول حرامه ده.

مفتې منیب ډیوه ته وویل چې د جوماتونو خطیبانو ته پکار دي چې د منبر دلارې ولس د بجلې د غلا نه منع کړي.

په تېرو ورځو کې د توانايي وزارت وزیراعظم عمران خان ته ویلي چې د وزارت مالي خساره د زر ارب روپو نه اوړیدلي او سېنېټر نعمان وزېر زېاته کړه چې یوازې په تېرو اتوو میاشتو کې د بجلې د غلا په مد کښې قامې خزانې ته د ٦۴ ارب روپو نقصان رسیدلی دی.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG