لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د راتلونکي صدر لپاره انتخابات به تحریک انصاف او که حزب اختلاف ګټي؟


د پاکستان موجود صدر ممنون حسین چې د پاکستان مسلم لیگ (ن) په حکومت کې منتخب شوی دی
د پاکستان موجود صدر ممنون حسین چې د پاکستان مسلم لیگ (ن) په حکومت کې منتخب شوی دی

په مرکز او دریو صوبو کې د حکومتونو جوړولو وروسته د پاکستان تحريک انصاف او مخالف گوندونه اوس د نوي صدر د ټاکلو لپاره د سختې مقابلې سره مخ دي. او د بري امکان ته دواړه نژدې ښکاري.

په څلورم سپټمبر د صدارتي ټاکنو وړاندې که هر څه هم تحریک انصاف د وزیراعظم او په پنجاب او بلوچستان کې د اتحاديانو په مرسته د اعلا وزیرانو لپاره ټاکنې وگټلې خو د صدر په ټاکلو کې د متحده حزب اختلاف تله درنه ښکاري.

تحريک انصاف د تيرو لانجمنو ټاکنو په نتيجه کې د قامي اسمبلۍ اکثريت څوکۍ گټلي او په پښتونخوا کې يواځينی گوند دی چې د نورو گوندونو د ملاتړ پرته د حکومت جوړولو جوگه دی.

خو په پنجاب او بلوچستان صوبو کې د واضح اکثريت د نه گټلو له کبله د يو شمېر گوندونو او ازادو غړو په مرسته حکومتونه جوړ کړل. د سند صوبې حکومت پاکستان پيپلز گوند جوړ کړ ځکه چې په صوبايي اسمبلۍ کې يې تر د بل هر گوند ډېرې څوکۍ گټلي دي.

د صدر د انتخاب لپاره به د قامي اسمبلۍ، سينټ او د څلورو صوبايي اسمبليانو نژدې ١١٥٧ غړي رای اچوي.

د وزير اعظم او په څلورو صوبو کې د وزير اعلا انتخابي نتيجو وښودل چې په قامي اسمبلۍ کې د تحريک انصاف او د پلويانو شمېر ١٧٦، په پنجاب اسمبلۍ کې ١٨٦، په سند کې ٦١، پښتونخوا کې ٧٧ او په بلوچستان کې ٣٩ غړي او پلويان لري. د دوی ټول شمېر ٥٣٩ ته رسيږي.

په مقابل کې د اپوزيشن د غړو شمېر په قامي اسمبلۍ کې ١۴٩، پنجاب کې ١٥٩، سند کې ٩٧، پښتونخوا کې ٣٣ او په بلوچستان کې ٢٠ څوکۍ دي چې د دوی شمېر ۴٥٨ جوړيږي.

دا ښايي چې د راتلونکي صدر په ټاکلو کې به د سينټ ١٠۴ غړي مهم رول لوبوي. په موجوده سېنټ کې اکثريت د پاکستان مسلم ليگ ن دی چې ٣۴ غړي لري. په دويم ځای پيپلز پارټۍ ده چې ٢٠ غړي لري او دريم ځای د تحريک

د نورو گوندونو د سينټ د غړو شمېر څه دا رنگ دی چې متحده قومي موومنټ پينځه، نيشنل گوند پينځه، پښتونخوا ملي عوامي گوند پينځه، جميت علما اسلام څلور، جماعت اسلامي دوه او عوامي نيشنل گوند، بلوچستان نيشنل گوند او پاکستان مسلم ليگ فنشنل يو يو غړی لري. په سينټ د ازادو غړو شمېر ١٣ دی چې ډېر مهم گڼلی شي.

که په سينټ کې د گوندونو د غړو شمېر ته اوگورو او د اتحادونو جوړخت ته نو د تحريک انصاف د پاره د صدارت څوکۍ گټل اسان نه ښکاري. که ټول ازاد ممبران او د نيشنل گوند پينځه غړي هم ټول په ټوله د تحريک انصاف اوميدوار عارف علوي ته ووټ ورکړي نو ښکاري داسې چې عارف علوي صدر ونه ټاکل شي.

د عارف علوي په مقابل کې د اپوزيشن اميدوار اعتزاز احسن مظبوط ښکاري خو دا هله چې د اپوزيشن گوندونو سره تعلق لرونکي غړي متحد او وفادار پاتې شي.

د ازادو او د نيشنل گوند د ملاتړ سره هم د عارف علوي د ووټونو شمېر ٥٩٠ ته رسي او د اعتزاز احسن د ووټونو شمېر بيا هم ٥٩٢ پاتې کيږي.

د سېنټ نه علاوه هم د قامي اسمبلۍ او هم د صوبايي اسمبليانو په يو شمېر څوکو ضمني انتخابونه لا پاتې دي چې يا خو د اوميدوارانو د مرگ له سببه ونه شول او ډېرې داسې حلقې هم دي چرته چې اميدوارانو د يو نه سېوا څوکۍ گټلي او د ووټ اچولو په وخت کې د څه څوکو د پریښودلو فيصله کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG