لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان صدر ښځینه قیدیانو ته د دوو کالو د بند سزا بخښلې ده

د پاکستان صدر ښاغلي ډاکټر عارف علوي د بشري خواخوږۍ په اساس د پاکستان په جېلونو کې د بندي هغو مېرمنو اؤ ماشومانو سزاګانې معاف کړې چې د دوؤ کالو نه د کمې مودې بند پرې ختلی وي.

صدر علوي ښځو اؤ ماشومانو ته دا سزاګانې په داسې حال کې بخښلي چې ټاکل شوې سبا په اتمه فرورۍ ګرده نړۍ کې د مېرمنو نړیواله ورځ نمانځل کیږي اؤ د بشري حقونو مدافعین وایي چې د پاکستاني ټولنې په څېز په جېلونو کې هم ښځینه بندیانې د بدو رویو سره مخ دي.

د زیارت - پنجشنبې په ورځ د صدر د ماڼۍ څخه د خپرې شوې اعلامیې له مخې صدر مملکت د هغو ښځو اؤ ماشومانو د بند سزاګانې هم بخښلي دي چې د بند موده کې یې د دوو کالو نه کمه موده پاتې ده.

اعلامیه کې ویل شوي چې دا سزاګانې به هغو ښځو اؤ ماشومانو ته نه بخښل کیږي چې په وژنو، بغاوت، جاسوسۍ، د خلکو په تښتونه، ډاکه اؤ د ریاست پرضد فعالیتونو کې ککړ دي.

اعلامیه وایي همدا شان د زنا، ترهګرۍ اؤ منشیاتو په مقدمو کې سزاوارو ښځو اؤ ماشومانو ته به هم دا معافي نه وي ترلاسه.

د اعلامیې له مخې صدر عارف علوي دا بخښنه د وزیراعظم په سپارښتنه کړې ده.

دا مهال د پاکستان په زندانونو کې د قید مېرمنو اؤ ماشومانو تازه شمېره مخې ته نه ده راغلې خو په کال په کال 2020م کې د هغه وخت د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزیرې شیرین مزاري ویلي وؤ چې د پاکستان په زندانونو کې 1121مېرمنې په بیلابیلو مقدمو کې قید دي.

همدا شان هغې ویلي وؤ چې د بندي 134مېرمنو سره په زندانونو کې دهغوي 195 ماشومان هم ژوند کوي.

Forum

XS
SM
MD
LG