لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدرعلوي: د پاکستان په خاوره بل ملک ته اډې ورکول حساسه معامله ده


پدې وروستیو کې د امریکا وتلې ورځپاڼې نيو ېارک ټایمز په يو رپورټ کې ويلي وو چې امریکا د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ستنولو  وروسته پدغه هېواد د نظر سانتي په موخه د اډې جوړولو لپاره پاکستان ته متوجه شوی
پدې وروستیو کې د امریکا وتلې ورځپاڼې نيو ېارک ټایمز په يو رپورټ کې ويلي وو چې امریکا د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ستنولو  وروسته پدغه هېواد د نظر سانتي په موخه د اډې جوړولو لپاره پاکستان ته متوجه شوی

د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوى ویلي چې په خپل هېواد کې بل چاته پوځي اډې ورکول يوه حساسه معامله ده او وايي هغه سل په سله باوري دې چې حکومت نه خو داسې څه پرېکړه کوي او نه به وکړي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د ډان ټي وي چېنل سره مرکه کې د عارف علوى وينا وه چې افغان کشاله په زور زبردستۍ نه شي هوارېدلی او ددې يوازنۍ حل سياسي دې.

څېړونکي وايي دا مهال د پاکستان کمزوری اقتصاد د نړیوالو مالياتي ادارو مرستو ته اړتيا لري او غواړي چې د اېف ای ټي اېف د بندېزنو نه هم ځان بچ کړي او دا هرڅه د امریکا د مرستې بغېر نه شي کېدې او پاکستان په ضرور د امریکا غوښتنو ته غاړه ږدي.

د نوموړي وېنا وه دا امکان شته چې امریکا به د پاکستان څخه په افغانستان د نظر ساتلو لپاره اډې غښتلې وي. خو زياته يې کړه چې دا يوه حساسه معامله ده او هغه ګني چې پاکستان به امریکا ته د اډې ورکولو نه انکار کړی وي.

هغه وویل په خپل هیواد کې چاته اډې ورکول يوه حساسه معامله ده او زه سل په سله باوري ېم چې د پاکستان حکومت نه خو داسې پرېکړه کولې شي او نه يې وکړي.

له دې مخکې د پاکستان خارجه وزارت هم د غربي رسنیو هغه راپورونه رد کړې وو چې ګني امریکا د افغانستان د څارنې لپاره په پاکستان اډه جوړوي.

پدې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي هم دا خبرونه بې اساسه بللي وو او وېلي يې وو د چې د وزير اعظم عمران خان په واکمنۍ کې به داسې ونشي.

ښکاره دې وى چې پدې وروستیو کې د امریکا وتلې ورځپاڼې نيو ېارک ټایمز په يو رپورټ کې ويلي وو چې امریکا د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ستنولو وروسته پدغه هېواد د نظر سانتي په موخه د اډې جوړولو لپاره پاکستان ته متوجه شوی خو ورسره د امريکايي چارواکو د خلې دا هم وېلي وو چې د پاکستان سره د اډو خبرې اوس مهال د ځڼد ښکار شوې دي.

د پاکستان صدر عارف علوى دا هم ویلي چې د افغانستان کشاله په زور نشي هوارېدې او د دې حل په سياسي جوړ جاړي کې پروت دی.

د سياسي او دفاعي چارو څېړنکار او پخواني پروفيسر ډاکټر سرفراز خان وايي د شوروي روس د ماتېدو وروسته يو ځل بيا نړۍ دوه قطبي اړخ ته روانه شوې ده او امریکا د نورو غربي هېوادونو سره په ګډه د چين د يو سړک يو کمربند د پروژې په مقابل کې خپله يوه منصوبه پېلوى او دا به د پاکستان دپاره لوي ازمېښت وي چې هغه به کوم اړخ ته ودرېږي.

ډيوه سره خبرو کې هغه وایي که تاریخ ته وکتل شي نو پاکستان د پخوا راهیسې د امریکا په څنګ ودرېدلې دی.

دې وايي پاکستان د چين سره خو تعلقات لري خو امریکا ته هم نه نشي کولی.

هغه مخکې وايي پاکستان د نړیوال بانک نه قرضه هم اخلي او د اېف اې ټي اېف د بندېزنو نه هم ځان بچ ساتل غواړي. نو که پاکستان امریکا اډې نه هم ورکوي خو داې وېلې د امریکا سره کال 2001 کې کوه معاهده کړې وه د هغې لاندې امریکا ته مزکنې او فضایي لارې ورکولې شي.

د امریکا صدر جو باېډن د افغانستان څخه د روان کال تر ستمبر مىاشتې د ځواکونو د انخلا عمل ترسره کولو اعلان کړې او د امریکا د مرکزي کمانډ ترمخه د مي د لمړې نېټې څخـه پېل شوې د انخلا عمل پنځوس فيصدى بشپړ شوې.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بېن الافغاني مذاکرات هم په ټپه ولاړ دي او ورسره هلته د تشدد کچه هم لوړه شوې ده.

اخوا پاکستان او روسیې يو ځل بيا د افغانستان د کشالې د هواري لپاره خپل مېنځ کې طماسونه نيولي دي.

د پاکستان د خارجه دفتر لخوا جارى شوي بېان کې وویل شوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي پرون د ګل په ورځ. د خپل روسي سیال سرګې لاروف سره د ټېلي فون په ليکه خبرې کړې دي او دواړه هېوادونو د افغان لانجې د سياسي هواري لپاره د يو بل ته په همکارۍ جاري ساتلو اتفاق کړې.

څېړونکي وايي روس به هم نه غواړي چې پاکستان امریکا ته د افغانستان د څارنې لپاره اډې ورکړي.

څېړونکي وايي د امريکايي ځواکونو د سياسي روغې جوړې پرته د افغانستان نه وتلو دغه هېواد کې يو ځل بيا د خانه جنګې وېرې زياتې کړې دي.

د افغان طالبانو د دولت سره د بامعني خبرو ته د اماده کولو لپاره په پاکستان هم نړيوال فشار سېوا شوې دي او افغان حکومت تور پورې کوي چې پاکستان افغان طالبانو ته پناه ورکوي خو پاکستان دغه تورونه وار په وار ردکړي او وايي چې پاکستان د افغان کشالې د هواري لپاره مخلصانه هڅې کوي او وایي سوله ايز افغانستان د پرامنه پاکستان ضمانت دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG