لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرداري که اڅکزی؟ پاکستان کې نن د صدر ټاکنې کيږي، محمود خان یې د ځنډولو خواست کړی


Asif Ali Zardari and Mahmood Khan Achakzai.
Asif Ali Zardari and Mahmood Khan Achakzai.

د پاکستان د صدر انتخابات نن د خالي/ شنبې په ورځ ټاکل شوي، د ملک د ‏‎14‎م صدر انتخاب کيږي، خو د سني اتحاد کونسل (تحريک انصاف حمايت ‏يافته) صدارتي امېدوار محمود خان اڅکزي الېکشن کمېشن ته خط استولی او خواست یې کړی چې د نهم مارچ صدارتي انتخابات دې وځنډول شي.‏

د صدر د څوکۍ دپاره محمود خان اڅکزی د سني اتحاد کونسل او د پيپلز پارټۍ او اتحادي ګوندونو امېدوار اصف علي زرداري په مېدان کې دي د ‏دواړو مقابله ده.‏ محمود خان اڅکزي په خط کې الېکشن کمشنر سکندر سلطان راجه ته ویلي، چې د قامي او صوبايي اسمبليانو مخصوص څوکۍ اوس هم خالي دي.

هغه زياته کړې، که په ټاکلې نېټه (نهم مارچ) صدارتي انتخابات کيږي، نو دا په مخصوصو څوکو د منتخب کېدونکو اسمبلۍ د غړو د بنيادي اييني حقونو ‏سرغړونه ده. ‏ هغه ويلي، په نيمګړي الېکټورل کالج کې صدارتي انتخابات کېدل غېر قانونه او د پاکستان د روح خلاف دي.‏

نوموړي زياته کړې، سني اتحاد کونسل په دغه حواله پېښور هايکورټ ته خواست کړی دی، او هيله لري چې د عدالت څخه به د مخصوصو څوکو په حواله ‏فېصله د سني اتحاد کونسل په حق کې راځي.‏
د پاکستان پيپلز ګوند د سیند صوبې مشر نثار کهوړو ويلي، د محمود خان اڅکزي د انتخاباتو ځنډولو غوښتنه غېر جمهوري ده.‏

او د پاکستان ځايي مطبوعاتو د الېکشن کمېشن له قوله ويلي، صدارتي انتخابات به په ټاکلې نېټه کيږي.‏
د پاکستان الېکشن کمېشن په څلورم مارچ سني اتحاد کونسل ته د ښځو او لږکيو د مخصوصو څوکو ورکولو خواست رد کړی او په پينځم مارچ مخصوص ‏څوکۍ په نورو ګوندونو وېشل شوي او سني اتحاد کونسل دغه پرېکړه په لاهور هايکورټ کې چېلنج کړې ده.‏

د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ کې په مخصوص څوکو منتخب شوو غړو سوګند پورته کړی او د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو مشر عمر ايوب ‏ویلي، په اسمبلۍ کې دغه پورته کړل شوی سوګند غېر اييني دی هیڅ ارزښت نه لري.‏

د صدر انتخاب د الېکټورل کالج د لارې کيږي، او د هغې ترمخه د قامي اسمبلۍ، سېنېټ او بلوچستان اسمبلۍ د هر ووټر رای یو ووټ شمارل کيږي، خو ‏د پنجاب، خېبرپښتونخوا او سيند اسمبلۍ څخه صدر ته ترلاسه کېدونکو ووټونو ته به د ملک تر ټولو وړې (بلوچستان اسمبلۍ) د ټولو ووټرانو په حساب ‏وېش کيږي او ووټ به شمارل کيږي يا حسابيږي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG