لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ممنون حسين دپاکستان ١٢م صدر منتخب


د نوي صدر د انتخاب لپاره ووټونه پارلیمان او څلورو واړو صوبائي اسمبلو کې اچول کیدل
دنهې په ورځ پاکستان کې ترسره شوؤ صدارتي انتخاباتو کې دواکمن گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) اميدوار ممنون حسين دغيرحتمي نتيجو ترمخه په واضحه اکثريت سره دپاکستان ١٢م صدر منتخب شوى دى.
دصدارتي انتخاب لپاره د ووټونو اچولو عمل دشيډول مطابق سحر لس بجې شروع شو ، چې پرته له کومې دمې څخه دماسپښين تر دريوؤ بجو روان ؤ.
په دغه انتخاباتو کې دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) ممنون حسين اؤ دحزب اختلاف دتحريک انصاف جسټس(ر) وجيهه الدين ترمينځ مقابله وه.
دغيرحتمي نتيجو ترمخه ممنون حسين تر دې مهاله ٣٧٥ اليکټورل ووټونه ترلاسه کړي اؤ دپنجاب اسمبلۍ نتيجې لا مخې ته راتلل پاتې دي.
همدغه شان دتحريک انصاف جسټس(ر) وجيهه الدين ٧٣ ووټونه اخستي دي.
دپاکستان په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف تر ټولو ستر گوند پاکستان پيپلز پارټۍ دسپريم کورټ په وينا دانتخاباتو په نيټه کې دبدلون له امله اليکشن څخه دبائيکاټ اعلان کړى ؤ.
دپيپلز پارټۍ، عوامي نيشنل پارټۍ اؤ مسلم ليگ(ق) دبائيکاټ له امله دسينيټ د١٠٣ؤ اهل ووټرانو څخه تقريباً ٥٠ؤ ووټرانو دخپل رايې حق استعمال نۀ کړى شو اؤ په سندهـ اسمبلۍ کې دپيپلز پارټۍ ٩٠ ووټونه نۀ دي اچول شوي.
ميډيا سره خبرو کې ممنون حسين وئيلي دي چې دڅو کسانو دبهر کيدو له امله انتخابي عمل لانجمن نۀ دى جوړ شوى اؤ دصدر دمنتخب کيدو وروستو به دگوند دغړيتوب څخه مستعفي شي.
سينيټ، قومي اسمبلۍ،دخيبرپښتونخوا، سندهـ اؤ بلوچستان اسمبلو کې دووټونو دشميرنې عمل مکمل شوى اؤ پنجاب اسمبلۍ کې داچول شوؤ ووټونو شميرنه روانه ده.
دقومي اسمبلۍ اؤ سينيټ ٣١٤ؤ غړو ووټونه اچولي چې پکې ممنون حسين ٢٢٧ اؤ جسټس(ر) وجيهه الدين ٣٤ ووټونه ترلاسه کړي اؤ درې ووټونه مسترد شوي دي.
بلوچستان اسمبلۍ کې ممنو حسين کامياب شوى، بلوچستان اسمبلۍ کې ټول ٥٦ ووټونه اچول شوي چې پکې ممنون حسين ٥٥ ووټونه حاصل کړي اؤ دتحريک انصاف جسټس وجيهه الدين ته يو ووټ ترلاسه شوى.
همدغه شان په سندهـ اسمبلۍ کې ټول ٦٩ ووټونه اچول شوي چې پکې ممنون حسين ته ٦٤ اؤ جسټس (ر) وجيهه الدين احمد ته پينځه ووټونه ترلاسه شوي دي.
خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې دصدارتي انتخاب لړ کې دووټنگ عمل مکمل شوى چې پکې وجيهه الدين کامياب شوى دى.
خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې ټولو ١١٠ؤ غړو دخپلې رايې حق استعمال کړى ، چې پکې جسټس(ر) وجيهه الدين ته ٦٩ اؤ د(ن) ليگ ممنون حسين ته ٤١ ووټونه ترلاسه شوي دي.
په پارليمان هاؤس کې داسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس اؤ صوبائي اسمبلو کې صوبائي مشرقاضيانو دپولنگ ددغه عمل څارنه کړې ده.
دپاکستان دموجوده صدر اصف علي زرداري دپينځه کلن صدارت موده په ٨م ستمبر ختميږي ، چې له دې وروستو به ممنون حسين دخپلې عهدې سوگند اخلي.
دپاکستان په تاريخ کې په لمړي ځل په جمهوري انداز کې داقتدار دمنتقلۍ وروستو دا لمړۍ صدارتي ټاکنې دي.
امکان دى چې مسلم ليگ(ن) ته به ٥٢٠ ووټونه ترلاسه شي، خو ورته دصدارتي کانديد دکاميابولو لپاره يواځې د٢٦٣ؤ ووټونو ضرورت دى اؤ دغه گوند دکومې بلې سياسي ډلې دملاتړ پرته د٢٨١ ؤ ووټونو دترلاسه کولو په پوزيشن کې دى.
متحده قومي موومنټ، مسلم ليگ(ف) پښتونخوا ملي عوامي پارټي، قومي وطن پارټي، نيشنل پيپلز پارټي، نيشنل پارټي، مسلم ليگ ضياء گروپ، عوامي جمهوري اتحاد پاکستان اؤ ازاداميدواران هم دممنون حسين ملاتړ کړى.
له دې وړاندې دگل په ورځ داليکشن کميشن يو چارواکي وئيلي ؤ چې دائين دارټيکل ١٢م لاندې دصدارتي انتخاب نوى شيډول جاري کړل شوى اؤ دغه انتخاب به دخفيه رايې شميرنې په ذريعه کيږي اؤ چيف اليکشن کمشنر فخرالدين جي ابراهيم ټولو پريزائيډنگ افسرانو ته هدايات جاري کړي وؤ چې هغوي دې دپولنگ په مهال درايې عمل په هرممکن طريقې سره خفيه وساتي.
هغه وئيلي ؤ چې دپولنگ په مقام به کوم ووټر ته دموبائيل فون اؤ دداسې قسمه اليکټرانک الې دراوړلو اجازت نۀ وي ، چې عکسونه ويستلى شي.
XS
SM
MD
LG