لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني خبریالان وايي په پوځ او عدلیه تنقید نشي کولی، قدغنونه دي


د ساوت اېشیا فري میډیا ایسوسي ایشن یا د جنوبي آسیا د آذادو مطبوعاتو د ټولنې عمومي سکتره میرمن فرزانه علي وي او ای ډیوه ته وایي اساسي قانون مطبوعات په دې پابند کړي دي چې په پوځ او عدلیې به تنقید نه کیږي او دغه پالیسي هرې خبري ادارې خپله کړې ده
د ساوت اېشیا فري میډیا ایسوسي ایشن یا د جنوبي آسیا د آذادو مطبوعاتو د ټولنې عمومي سکتره میرمن فرزانه علي وي او ای ډیوه ته وایي اساسي قانون مطبوعات په دې پابند کړي دي چې په پوځ او عدلیې به تنقید نه کیږي او دغه پالیسي هرې خبري ادارې خپله کړې ده

پاکستان کې خبریالان او مطبوعاتي ادارې ګیله مند دي چې د اقتصادي ستونزو تر څنګ دوی د یو شمېر قدغنونو سره مخ دي چې له امله یې د قوي جمهوریت، بشري حقونو د ساتنې او پرمختګ لپاره ضروري ذمه وارۍ په مناسب ډول نشي ترسره کولی.

د ساوت اېشیا فري میډیا ایسوسي ایشن یا د جنوبي آسیا د آذادو مطبوعاتو د ټولنې عمومي سکتره میرمن فرزانه علي وي او ای ډیوه ته وایي اساسي قانون مطبوعات په دې پابند کړي دي چې په پوځ او عدلیې به تنقید نه کیږي او دغه پالیسي هرې خبري ادارې خپله کړې ده.

خو میرمن فرزانه وایي د تیرو دریو څلورو کالو راهسې نه صرف ریاستي ادارو بلکې حکومت، ناقانونه تنظیمونو، مذهبي تنظیمونو او تر دې چې سیاسي ګوندونو هم داسې د خبریالانو لپاره داسې حالات جوړ کړي دي چې "مونږ څه خبره هم کوو هغوی پرې خفه کیږي."

میرمن فرزانه وایي هر څو که خبري ادارې په ظاهره نه وايي چې په کومو موضوعاتو خبرې کېدلې او په کومو نشي کېدلی خو په مختلفو طریقو اشارې ضرور ورکړی کیږي او بیا خبریالان مجبوره وي چې په ځان خپله ځیني بندیزونه ولګوي.

د پیښور پریس کلب پخوانی عمومي سکتر شهاب الدین خان بیا وایي څوک هم په ځان خپله بندیز نه لګوي بلکې د دې تر شا ګڼ عوامل دي. هغه وايي "په ځان پخپله نه، د څه مجبوریو له امله به په ځان بندیزونه لګوم او مونږ په ځان لګولي دي."

شهاب الدین وايي په یو ملک کې مطبوعات آذاد نه وي، په یو ملک کې خبریال آذاد نه وي، هلته به د بشري حقونو څه خبره وشي او هلته به د جمهوریت څه خبره ووشي. "دا دواړه د وینا د آذادۍ سره تعلق لري."

شهاب الدین خان وایي د پوځي امرانو په وختونو کې هم داسې بندیزونه نه وو چې د هیواد یو وګړی به کوم پریس کلب ته د فریاد لپاره نو تللی خو اوس داسې پیښې هم لیدل کېږي.

خبریاله فرزانه علي وایي د خبریالې په حیث یې دا ذمه واري ده چې د هرې پیښې خبر ورکړي. خو هغه زیاتوي دپښتون ژغورنې غورځنګ په غونډو کې یو شمېر نعرې داسې وهل کیږي چې د خپرولو اجازه یې نیشته خو د هغوي ډیرې غوښتنې د قانون د لاندې دي او "زمونږ ذمه واري ده چې تر حکومت یې ورسوو."

فرزانه علي وايي "یوځای کې څلورو زرو، لسو زرو، څلویښتو زرو تنانو غونډه راجوړه کړې ده او څه فریاد کوي. د خبریالې په حیث دا زما ذمه واري ده چې دا خبر ورکړم."

بلخوا د خبریالانو د تحفظ نړیواله ادره کمیټي ټو پروټیکټ جرنلسټس وایي پاکستان د هاغو هیوادونو څخه یو دی چرته چې د خبریالانو ژوند خطر سره مخ دی. اداره وايي په هېواد کې د ٦٠ نه زیات خبریالان وژل شوي دي. کمیټه خپل یو راپور کې وایي د پرله پسې د تشدد د پیښو نه پس خبریالان اوس مجبوره دي چې په خپل ځان خپله ځیني قدغنونه ولګوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG