لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې صحافتي تنظیمونو د عزت د سپکاوي د لانجمن قانون په ضد ملګرو ملتونو سره د رابطې کولو پرېکړه کړې


Pakistan Media
Pakistan Media

په پاکستان صحافتي تنظیمونو د پنجاب حکومت له لوري د عزت د سپکاوي د لانجمن قانون جوړولو پر ضد سخت احتجاج کړی اؤ اعلان یې کړی چې ددې قانون په ضد به د ملګرو ملتونو اؤ د بشري حقونو د نورو سازمانونو سره تماس نیسي.

صحافتي تنظیمونو د یاد قانون په ضد په احتجاجي توګه د حکومتي دستورو،دقامي اؤ صوبایي اسمبلیو د غونډو اؤ د حکومتي ایتلافي ګوندونو له فعالیتونو د بایکاټ یا پرېکون پرېکړه هم کړې ده.

د عزت د سپکاوي په دې لانجمنه قانوني مسوده تېره ورځ د ګورنر په غیر موجودګۍ کې قایمقام ګورنر لاسلیک کړی ؤ چې له هغې وروسته دغه مسودې د یو قانون بڼه خپله کړې ده.

د لانجمنې قانوني مسودې منظورېدو په ضد تېره ورځ په لاهور کې د صحافتي تنظیمونو د ایکشن کمیټۍ ګډه غونډه ترسره شوې چې پکې د سي پي این اي، ای پي این ایس، ایمنډ، پي بي ای، پي ایف یو جی او پریس کلب استازو برخه درلوده۔

غونډه کې د یاد لانجمن قانون په ضد د مرحله وار احتجاج کولو پرېکړه وشوه اؤ د غونډې برخه والو وویل چې ددې قانون خلاف به په ګډه مبارزه کوي اؤ هم به قانوني لارې چارې خپلوي.

د غونډې د پرېکړو له مخې صحافتي تنظیمونه به ددې قانون په ضد حکومتي ایتلاف کې له شاملو ګوندونو پرته د ټولو سیاسي ګوندونو،د بشري حقونو اؤ د وکیلانو د تنظیمونو سره سلا مشورې کوي اؤ په وړاندې به ځي.

همدا شان خبریالانو پرېکړه کړې چې د حکومتي دستورو،د قامي اؤ صوبایي اسمبلیو خبرونه به نه خپروي اؤ هم به د وفاق اؤ پنجاب د بجټ له غونډو بایکاټ کوي.

غونډه کې پرېکړه شوط چې د ملګرو ملتونو اؤ د بشري حقونو د نورو نړیوالو تنظیمونو سره به هم په دې اړه تماس نیول کیږي اؤ هم به د سرکاري دفترونو مخې ته احتجاجونه کولی شي.

د مې په 20 مه د اپوزیشن ګوندونو اؤ صحافتي تنظیمونو د سخت مخالفت باوجود د پنجاب صوبایي اسمبلۍ د عزت د سپکاوي دا لانجمنه قانوني مسوده منظور کړې وه .

د پارلیمان څخه له منظورېدو وروسته دا قانوني مسوده د لاسلیک لپاره د پنجاب ګورنر ته لېږل شوې وه خو هغه پرې له لاسلیک کولو ډډه کوله خو تېره ورځ د ګورنر په عدم موجودګۍ کې قایمقام ګورنر په دې لانجمنه قانوني مسوده لاسلیک کړی اؤ هغې د یو قانون بڼه خپله کړې ده.

په یاده قانوني مسوده کې ویل شوي چې په ټي وي چینلو،اخباراتو،ریډیوګانو اؤ ټولنیزو رسنیو چې یو څوک څه خبر خپور کړي اؤ هغه ناسم وخیژي یا پکې د چا کردار کشي شوي وي نو دیرش لکه روپۍ تاوان به ترې اخستل کیږي.

ددغه قانون له مخې د قضیې اوریدنې لپاره به ټربیونلز یا محکمې جوړولی شي چې په ۱۸۰ ورځو کې به د فیصلې کولو پابنده وي خو په اییني عهدو د ناستو شخصیاتو قضیې به بیا د هایکورټ دننه اورېدل کیږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG