لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په راتلونکي مالي کال کې به ګراني نوره سېوا کيږي


د پاکستان د خزانې وزارت اندېښمن دی چې په راتلونکي مالي کال کې به ګراني د 15 فيصدو نه زیاته شي او امکان دی چې په ملکې کچه د اقتصادي بې ثباتۍ او د نړيوالو اغېزو له امله د پاکستان اقتصادي پرمختيا په قلاره شي.

مرکزي حکومت په راتلونکي مالي کار کې د پرمختيا شرح پينځه فيصده ټاکلې او په روان مالي کال 2021-22 کې حکومت دعوه لري چې اقتصادي پرمختيا 5.97فيصده ده.

د اقتصادو چارو کار پوهه خبريال وکیل الرحمان وايي، په اقتصادي توګه نړيوال هېوادونه هم د چېلنجونو سره مخ دي او د پاکستان غوندې وړوکی اقتصاد دا وخت هم او په راتلونکي کال کې هم د اقتصادي مشکلاتو سره مخ وي.

هغه وويل پاکستان دا وخت د ګرانۍ، بې روزګارۍ او اقتصادي بدحالۍ ښکار دی، او بايد چې حکومت په راتلونکي مالي کال کې زرعي پېداوار ته زیاته پاملرنه وکړي او که داسې ونه کړي نو په ملکي کچه به ګراني نوره هم زیاته شي او اقتصادي مشکلات به ورسره نور سېوا شي.

د پاکستان د خزانې وزارت د اکنامک اېډوايزري ونګ يا اقتصادي مشاورتي څانګې خبرداری ورکړی دی امکان لري چې مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] د ګرانۍ د قابو ساتلو دپاره د سود شرحه نوره هم زياته کړي خو په نړيواله او ملکي کچه د خوراکي څيزونو د زیاتو بیعو او سپلايۍ په وړاندې د خنډانو له امله د مرکزي بېنک دغه پاليسي کامیابه نه شي او د خلکو په امدن کې به هم کمی راشي.

اقتصاد پوهه طاهر امين وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، پاکستان دا وخت د کورنيو او بهرنيو چېلنجونو سره مخ دی، په نړيوال مارکيټ کې د تيلو قيمتونه زیات دي او د روس په اوکراين د جګړې له امله د خوراکي توکو قيمتونه سېوا شوي دي.

هغه وویل، پکار ده چې حکومت خپل خرڅونه راکم کړي، درامدي بل به ورته راکمول وي، او برامدات به زياتوي.

د نوموړي په خبره ملکي غټې ادارې لکه پي ايي اې او رېلوی په تاوان کې روان کې روانې دي او د توانايۍ په برخه کې چې کوم تاوان کیږي هغه قابو کول او په دغو ادارو کې په بنيادي اډاڼه کې اصلاحات ډېر ضروري دي.

د پاکستان د شمېرنې اداره وايي، په روان مالي کال کې مجموعي ګراني د 14 فيصده نه زیاته شوې ده او تېره اوونۍ په امروزه ګراني 28 فيصده ريکارډ کړی شوې ده.

خو د خزانې وزارت وايي، په نړیواله کچه د خوراکي توکيو د ګرانۍ او د توانايۍ د زیاتو قيمتونو د وجې په ملکي کچه د ګرانۍ 15.5 فيصده ته د رسېدو امکان څرګند کړی شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG