لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف نا اهله شو: سیاسي گوندونه څه وايي


د وزيراعظم نوازشریف په نااهله کولو د پاکستان زیاتره سياسي گوندونو د ستر عدالت د فیصلې هر کلی کړی دی- د گوندونو د مشرانو دغه غبرگونونه د پاکستان په بیلو بیلو اخبارونو، ټيلي وژن چینلو او ټولنيزرسنیو کې راغلي دي-

عمران خان مشر تحريک انصاف

د تحريک انصاف گوند مشر عمران خان ويلي دي چې د نواز شريف په ضد دهغه جدوجهد کامیابه شو- هغه اوویل په پاکستان کې په طاقتورو خلکو څوک لاس نه شي اچولې – دعمران خان وینا وه تر څو چې د طاقتورو سره حساب و نشي په هېواد کې سوکالي نه شي راتللې-

بلاول بټو زرداري شريک مشر پيپلز گوند

د پيپلز گوند مشر بلاول بټو اوویل د نواز شريف په محاکمه کولو به هیواد طرقي وکړي- هغه اوویل گوند یی په هېواد کې د احتساب په حق کې دی- د نوازشريف په نااهله کولو هغه د سپريم کورټ د پریکړې هر کلې اوکړو او نورو ته یی ددې پرېکړې د منلو خواست وکړو خو د بلاول وینا وه د نواز شريف لرې کیدلو مطلب دا نه دی چې حکومت هم ختم شي-

سراج الحق د جماعت اسلامي مشر

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق اوویل چې د نواز شريف په ضد د ټولو د مخه هغه عدالت ته تلې ؤ- هغه دعوا وکړه چې وروستو بیا د نوازشريف په ضد نور گوندونه هم بیا د ده په پل روان شو- هغه اوویل د نواز شريف په نااهله کیدلو هغه ستر عدالت، صحافیانو، وکيلانو او سياسي کارکونکو ته امبارکي ورکوي-

مولانا فضل الرحمان مشر جمعیت علما اسلام

مولانا فضل الرحمان اوویل چې هغه د نوازشريف ایتلافي دی او دهغه سره ولاړ دی- هغه اوویل چې ښاغلي شريف د عدالت فیصله اومنله او هیواد یی د ستر مشکل نه واړؤ- د مولانا وینا وه چې په هیواد کې به دجمهوري ادراو د تحفظ لپاره تل کردار ادا کوي-

عوامي نیشنل گوند

عوامي نشیسنل گوند په رسمي توگه خپل غبرگون نه دې ښودلې- دگوند یوې مشرې بشرا گوهر ډیوه ته په ټویټ پیغام کې اوویل دگوند مشر اسفندیار ولي به سبا له د گوند د مشرانو سره دسلا مشورې ورستو خبري غونډې ته وینا کوي- خو د گوند یو مشر میا افتخار حسین وړاندې ويلي وو که هر رنگه فیصله وشوه دوي به ېی مني-

مسلم ليگ (ن) غبرگون

د گوند ځيني مهمه مشرانو په اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته اوویل چې عدالت ورسره انصاف نه دی کړی- هغوي اوویل چې "دعدالت احترام کوي، په فیصله عمل کوي خو مني به ېی نا"- هغوي اوویل چې ددې فیصلې خلاف به د اولس عدالت ته ځي – د گوند یو مشر سعد رفيق اوویل چې یواځې د وزير اعظم نه دهر چا سره حساب پکا ر دی- هغه مخالفه گوند تحريک انصاف ته اوویل چې خوشحالي نه کوي ځکه چې دهغه په وینا عمران خان په دې قضیه کې صرف یو گوډاگی دی -

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG