لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قېدي ښځې- د کومو نفسیاتي یا روحي ناروغیو سره مخ وي؟


په پاکستان کې قیدي ښځې د نفسیاتي(روحي) ناروغیو لکه ډپرېشن یا ژور خفگان، ذهني فشار، اېنگزایټي یا ویرې ترڅنگ د دې فشار نه هم تېریږي چې خلک به څه وايي؟ بله دا چې قېدي مور غصه شي نو د هغې زور هم په جېل کې دننه د خپل بې گناه ماشوم نه وباسي.

پاکستان کې په عامه توگه هڅې هم د ذهني مسلو او نفسیاتي ناروغیو په اړه خلکو کې ډېره لږه اگاهي ده.په جیل یا بندیخانه کې خو بیا په دې حقله نوره هم بده وضعه ده او نه د جېل چارواکو نه دا تمه کېدی شي چې د بندي ښځو ذهني مسلو ته پام وکړي.

د خیبر پښتونخوا پېښور کې په مرکزي جیل کې د ښځو نفسیاتي مرستې کونکې ډاکټر وجاهت ارباب وي او اې ډیوه ته واېي ډپریشن، اېنگزایټي ، په وړه وړه خبره غصه کیدل د قیدي زنانو ښکاره نفسیاتي ناروغۍ دي.

نه یوازې سزاشوې ښځې قېدیانې دذهني اذیت او نفسیاتي مسلو نه تیریږي بلکه په دوي دکورنۍ او ټولنی فشار هم وي.

د قیدي ښځو لپاره کارکونکې وکیله امنه رفیق وي او اې ډیوه ته ویلي چې قېدي ښځو سره د دوی کورنۍ هم کړیږيځکه چېکله یو تن جېل کې بندي شي نود کورنۍ غړيېې دټولنیزېبدنامۍسره مخ شي.

ډاکټر وجاهت وايي په جیلونو کې قیدي ښځې که خپلو جرمونو او بیا سزاګانو ته زیات فکر کوي نو دوي سره بل لوي فکر د ټولنې یا معاشری د خلکو هم وي. ځکه دغه ښځې ګڼي د جیل نه د وتلو وروستو به ټولنه دوي نه قبلوي. او د زیاتو ښځو خپلو خپلوانو دوي پریښودي هم وي.

د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه دا وختې په ګرد پاکستان کې 2000 ښځې او ماشومان په جیلونو کې قید دي چرته چې دوي ته د بنیادي سهولتونه هم نه وي ترلاسه.

د ټول پاکستان په شمول په صوبه خیبر پښتونخوا کې په وړو لویو جرمونو کې نیول شوی دغه قیدیانې ښځې په جیلونو کې د بنیادي انساني حقونو د کمۍ او په جیلونو کې یو شمیر نفسیاتي مسلی لري.

د میرمن وجاهت په وینا په جیلونو کې د ښځو سره پاتې کیدونکي ماشومان بیا د میندو نه هم زیات په تکلیف کې وي. ځکه دغه ماشومان که یو خوا د جیلونو بد ماحول ویني. دوي اکثره د خپلو میندو د لاسه وهل ټکول هم خوري ځکه د میندو ېې بل څه وس نه رسي او د خپلې غصې ویستو اسان ځاېې ورته دغه ماشومان ښکاري.

په جیلونو کې د نفسیاتي علاج او ماهر په اړه د یوي پوښتنې په ځواب کې ډاکټر وجاهت زیاتوي د جیل دننه زیات تره زنانه د ذهني ناروغو سره مخ وي خو سهولتونه بیا د نشت برابر وي ځکه چې په یو وخت کې یوه ماهر نفسیات یا د ذهني ناروغۍ ماهره د دومره ګڼ شمیر ښځو نه علاج کولی شي او نه ورته دومره وخت ورکولی شي.

قېدي ښځې په جېلونو کې د خپلو کړو جرمونو سزا تیروي او د پاکستان غوندی زاړه پاله ټولنو کې د عمومي بدې رویې سره هم مخ وي او دا ویره خو هر وخت وي چې ایا خپل خپلوان به ېې قبوله کړی؟

د خپلو خپلوانو لخوا تعلق ختمول هم د ښځو ذهني فشار یا دباو لویه وجه وي. په داسې حالاتو کې د کورنۍ د غړو یا خپلو خپلوانو لږ پام او توجه د دغه ښځولویه مرسته کولی شي. ډاکټر وجاهت واېي که یوه کورنۍ وغواړي نو د عدالت نه د اجازت اخستلو وروستو دوی په جیل کې بندي ښځو سره په نفسیاتي مسلو حل کولو یا کمولو کې مدد کولی شي.

وي او اې ډیوه د قېدي ښځو په اړه دا دریم او اخري ټوک دی. لومړۍ او دوېم ټوک تاسو په دغه لنکس کې کتلی شئ.

https://www.voadeewanews.com/a/women-prison-series-1-/5054545.html

https://www.voadeewanews.com/a/women-in-prision-story-2/5063724.html

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG