لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستان او چین د خپلو شهریانو د پرایوېسي یا د شخصي معلوماتو خلاف ورزي کوي


څېرونکى وايي په پاکستان کې چې د ټېکنالوجۍ په حوالې سره کوم پرمختګ کېږي هغې کې د بشري او سياسي اړخونه په پام کې نه سانل کېږي
څېرونکى وايي په پاکستان کې چې د ټېکنالوجۍ په حوالې سره کوم پرمختګ کېږي هغې کې د بشري او سياسي اړخونه په پام کې نه سانل کېږي

بلوم برګ نومې خبري ادره وايي پاکستان او چین د براعظم اېشیا دوه داسې ملکونه دي چې د خپلو شهریانو د پرایوېسي یا د شخصي معلوماتو تر ټولو زیاته خلاف ورزي کوي.

بلوم برګ ویلي چې چين او پاکستان په اېشيا کې هغه دوه ملکونه دي چې د خپلو وګړو د پراېوېسى سرغړونې کوي. د بلوم برګ دا خبر د پرایوېسى د حقونو د څار برطانوي ادارې مېپل کرافټ د يو تازه خپور شوي راپور ترمخه وايي اېشيا د پراېوېسي د سرغړونو په لحاظ د نړۍ په هاي رسک یا د زیات خطر په سيمو کې يوه ده او پاکستان د پراېوېسي د انډېکس د 198 هېوادونو په قطار کې په چلورم نمبر ولاړ دې.

په پاکستان کې چې کله د کرونا واېروس د مخنوي لپاره د کارېدونکي اېپليکېشن د تحفظ او د خلکو ذاتي معلوماتو یا ډېټا ته د رساې په هکله چې وي وای دا ډيوه د قامي اسمبلۍ د انفارمېشن ټېکنالوجۍ او ټيلى کميونيکېش قایمه کمېټۍ د چيېرمېن علي خان جدون سره رابطه وکړه خو د هغوی نه جواب ترلاسه نه شو.

د دې نه مخکې د پاکستان ډان ورځپانې په خپل يو خبر کې د پاکستان د نېشنل انفارمېشن ټېکنالوجۍ بورډ یو بيان خپور کړی و چې پکې ادارې د کورونا د مخنیوي د اېپليکېشن به بابله وايلي وو دغه اېپ په کمه شمېره کې د متاثرينو مالومات راغنډوي او د اغېزمن تن سم کوارډينېتس یا د هغه کره ځای هم نه څرګندوي.

راپورونه وايي چې د ډېټا پروټېکشن یا د معلوماتو د تحفظ دپاره د قانون مسوده د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزارت سره پرته ده چې لا تر اوسه پارليمان ته د قانون سازۍ دپاره نه ده وړاندې کړی شوي.
څېرونکى وايي په پاکستان کې چې د ټېکنالوجۍ په حوالې سره کوم پرمختګ کېږي هغې کې د بشري او سياسي اړخونه په پام کې نه سانل کېږي ګني هڅې خو پاکستان د ملل متحده سره کړې معاهدو په بنياد پابند دې چې د خپل اولس د پراېوېسي د حق تحفظ باوري کړي خو ددې لپاره قانون هم نشته.

د بايټس فار ال پروګرام منېجر هارون بلوڅ وايي پاکستان کې چې د ټېکنالوجي د پرمختګ کوم رجحان په نظر راځي هغه د نړیوالو معاهدو برعکس دي او پاکستان د بشري حقونو په لحاظ د چين، ايران او سعودي عرب د پرمختګ ماډل خپلولو ته لومړيتوب ورکوي.

نور تفصيل د اسلام اباد نه د ارشد حسېن په دې رپورټ کې

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:49 0:00



بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG