لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په پوځي مرکز د حملې په سر د افغانستان واکمنو طالبانو ته احتجاج کړی

د ګل/دوشنبې په ورځ په بنو کې د انګرېز د وخت پوځي چاوڼۍ باندې برید کې، پوځ وايي اته پاکستاني پوځیان وژل شوي وو او یو شمېر نور ژوبل شوي وو. پوځ یوه ورځ وروسته د پېښې په اړه ورکړل شوي بیان کې ویلي وو چې لس حمله کونکي یې هم وژلي دي
د ګل/دوشنبې په ورځ په بنو کې د انګرېز د وخت پوځي چاوڼۍ باندې برید کې، پوځ وايي اته پاکستاني پوځیان وژل شوي وو او یو شمېر نور ژوبل شوي وو. پوځ یوه ورځ وروسته د پېښې په اړه ورکړل شوي بیان کې ویلي وو چې لس حمله کونکي یې هم وژلي دي

پاکستان ویلي د خېبر پښتونخوا په بنو کې پوځي مرکز (چاوڼۍ) باندې د خونړۍ حملې په سر یې په اسلام اباد کې د افغانستان واکمنو طالبانو استازي ته احتجاج کړی او غوښتنه يې کړې چې طالبان دې په دې لړ کې زر تر زره پلټنې وکړي.

افغان طالبانو د پاکستان اوسني احتجاج یا غوښتنې ته تر دې دمه ځواب ویلی نه دی خو د پاکستان دغه ډول بیانونه او تورونه يې پخوا رد کړي او په پاکستان یې غږ کړی چې په کور دننه دې دغه مسله حل کړي. طالبانو پخوا دا هم ویلي چې په کابل کې د هغوی د واکمنۍ وړاندې هم، پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې کېدلې.

د ګل/دوشنبې په ورځ په بنو کې د انګرېز د وخت پوځي چاوڼۍ باندې برید کې، پوځ وايي اته پاکستاني پوځیان وژل شوي وو او یو شمېر نور ژوبل شوي وو. پوځ یوه ورځ وروسته د پېښې په اړه ورکړل شوي بیان کې ویلي وو چې لس حمله کونکي یې هم وژلي دي.

پاکستاني مطبوعاتو کې د پېښې په اړه معلومات تر ډېره وخته یا نه وو او یا په دغه اړه ډېر سرسري خبرونه ورکړل شوي وو خو په سوشل مېډیا د بنو د اوسېدونکو احتجاجونه خپاره شوي وو.

د پاکستان خارجه وزارت وايي په اسلام اباد کې یې د طالبانو نایب استازی د شورو، چهارشنبې، په ورځ خارجه وزارت ته ورغوښتی او د بنو د حملې په سر يې ورته سخت احتجاج کړی دی.

د خارجه دفتر خپور شوی بیان وايي دا خبره دې یقیني کړی شي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد بیا داسې ډول حملو دپاره استعمال نه شي.

پاکستاني مشرانو په هېواد کې دننه او بهر په نړیوالو غونډو کې د اففان طالبانو د بېرته واکمنۍ تر لاسه کولو څو وارې هرکلي کړي او څو ځله یې په ملګرو ملتونو کې د ښځو د تعلیم په اړه د طالبانو د تګلارې پلوي کړېې ده.

د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف هم د جولاي په څلورمه په قزاقستان کې د شنګهايي همکارۍ تنظیم کې افغان طالبانو سره د معني خېزو اړیکو ساتلو لپاره غږ کړی وو. د هغه د وینا غټ ټکي پاکستان کې مېډیا خپاره کړي وو. نوموړي دا هم ویلي وو چې افغان طالبانو ته پکار ده چې د وسله والو خلاف کوټلي ګامونه واخلي چې دا ډول افغانستان د بل کوم هېواد په ضد د ترهګرۍ د پاره استعمال نه شي.

په کابل کې ناست طالب چارواکي دا نه مني چې د دوی تر واک لاندې د افغانستان خاوره د کوم بهرني هېواد پر ضد کارول کېږي خو ملګرو ملتونو په وروستي رپوټ کې ویلي چې افغانستان کې پاکستاني طالبان (تحریک طالبان پاکستان) تر ټولو لویه ډله جوړه شوې ده او دا چې دغه ډلې سره د افغان طالبانو ملاتړ زیات شوی دی.

په اسلام اباد کې د څېړنې یوې ادارې وروستي رپوټ کې ویلي چې په نا رامه خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې نهو ضلعو (ولسوالیو) ته غزېدلې دي.

پوځ د نهې، سه شنبې، په ورځ او د پاکستان خارجه وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ په خپل بیان کې وویل د بنو په چاوڼۍ برید د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې وسله والو کړی دی.

کومو خپلواکو ادارو د حکومتي یا د تندلارو ډلو د داسې ډول ادعاو پخلی کړی نه دی.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG