لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اختر په مناسبت پاکستان په تورخم پوله افغانانو له عارضي سفري اسانۍ ورکړي


په تورخم کښی موجود د FIA یوه چارواکي شفقت خان ډیوه ته وویل پاکستان دغه اسانتیا د انساني خواخوږۍ په بنیاد دلته ایسار شؤو افغانانو له ورکړه ځکه چې زیاتره افغانانو خواهش لرلو چې لویې اختر په خپل هیواد کښې د خپلو خپلوانو سره ونماځي
په تورخم کښی موجود د FIA یوه چارواکي شفقت خان ډیوه ته وویل پاکستان دغه اسانتیا د انساني خواخوږۍ په بنیاد دلته ایسار شؤو افغانانو له ورکړه ځکه چې زیاتره افغانانو خواهش لرلو چې لویې اختر په خپل هیواد کښې د خپلو خپلوانو سره ونماځي

پاکستان یو ځل بیا هاغه افغانانو له په تذکره خپل وطن ته د تګ اجازت ورکړې څوک چې د ډیرې مودې راهسې له دې امله پاکستان کښی راایسار شوي چې د افغانستان اؤ پاکستان تر منځه په مستقله توګه تګ راتګ کولو د پاره یې قانوني اسناد نه لرل.

په تورخم کښی د فیډرل انوسټیګیشن اتهارټي یا FIA د چارواکو په وینا د پاکستان له اړخه په تذکره داوښتو له اجازې ورکولو وروسته د دویم جولایي نه تر دې دمه د پینځلسو زرو نه زیات افغانان په خپله تذکره یا افغان نیشنل کارډ خپل هیواد ته واپس ولیږل شول اؤ پرته له قانوني سفري اسنادو یوازې په تذکره به د افغانانو دبېرته ستنېدنې دا لړۍ تر نهمې جولایي دوام لري.

په تورخم کښی موجود د FIA یوه چارواکي شفقت خان ډیوه ته وویل پاکستان دغه اسانتیا د انساني خواخوږۍ په بنیاد دلته ایسار شؤو افغانانو له ورکړه ځکه چې زیاتره افغانانو خواهش لرلو چې لویې اختر په خپل هیواد کښې د خپلو خپلوانو سره ونماځي.

هغه زیاته کړه چې اوس هم د لکونو په شمیره کې داسې افغانان چې پاسپورټونه نه لري, په پاکستان کښې موجود دي خو د مرکزي حکومت له خوا د تورخم په پوله د لاګو کړی شوي د انفرادي رضاکارانه تنظیم کولو دنظام( Individual Voluntary Arrangement System) یا IVAS له وجې اوس هغوئ له یوازې په خپله تذکره افغانستان ته د تګ اجازت نه شی ورکولی,

خو هغه زیاتوي البته لکه د وړوکي اختر اوس د لویې اختر نه وړاندې یې هم ورله په عارضی توګه اجازت ورکړو اؤ امکان ښودلی شې چې تر نهمې جولایی به د زرګونو په شمیره کښې په پاکستان کښی راایسار شوي افغانان ددغې اسانتیا نه استفاده تر لاسه کړي.

شفقت خان په ډاګه کړه چې په تذکره افغانستان ته تللو افغانانو له به پرته د قانوني سفري اسنادو یعنې په خپل پاسپورټ دپاکستان د ویزې نه بغیر پاکستان ته د راتلو اجازت ورنه کړی شی.

تورخم کښی موجود د FIA چارواکي د یوې مودې راهیسې ادعاوې کوي چې زیاتره په پاکستان کښې موجودو افغانانو جعلي تذکرې جوړې کړې وې اؤ دداسې افغانانو پاکستان ته بغیر د قانوني سفري اسنادو تګ راتګ یو امنیتي رسک یا خطر ؤ اؤ اوس چې د IVAS نظام لاګو کړی شوی نو د افغانستان له اړخه د مشکوکه کسانو د راتګ تر ډیره حده مخه نیول شوې ده.

خو په تورخم کښی کارکؤونکی د زرګونو په شمیره کښې ځایي مزدوران هم د IVAS له وجې په اقتصادي توګه اغیزمن شوي اؤ زیاتره دغه مزدورانو د څه رقم دایمي سفري اسنادو د نه لرلو له وجې خپلې دندې د لاسه ورکړي دي.

فهمید خان, چې د ځایي مزدورانو داتحادیې پخوانی مشر دی، وایي چې زیاتره د هغه همکاران نه شي کولی چې هره ورځ دې ویزه تر لاسه کړي ځکه چې د خپلې دندې په سلسله کښې هغوي څو څو وارې د پولې دواړه غاړو ته ځي راځي اؤځکه یې اوس دنده تر ډیره حده متاثره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ځایي اوسیدونکو هم په مزدورانو دلګول شؤو قدغنونو په ضد یوه احتجاجي مظاهره کړې ده اؤ د حکومت نه یې غوښتنه کړې ده چې که افغانانو له په تذکره د بېرته تګ اجازت ورکولی شي نو ځایي مزدورانو له دې هم لکه د پخوا د نادرا په ټوکن د پولې دواړه اړخونو ته دخپلې دندې دبیا بحالولو اجازت ورکړی شي

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG