لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد عدالت د پروفېسر اسماعیل په ضمانت د ازادۍ خواست رد کړو


ګلالۍ اسماعيل هم د ټوېټر د لارې په خپل يو پېغام کې د پلار د ضمانت خواست په خارج کېدو اندېښمني وښودله
ګلالۍ اسماعيل هم د ټوېټر د لارې په خپل يو پېغام کې د پلار د ضمانت خواست په خارج کېدو اندېښمني وښودله

د بشري حقونو فعالې ګلالۍ اسماعيل پلار پروفېسر محمد اسماعيل چې د رياست په ضد د نفرت راپارولو او د ترهګرو د مالي مرستو په تورونو په دریمه فرورۍ د عدالت نه نيولی شوی و د ګل، دوشنبې، په ورځ په پېښور کې د ترهګرۍ ضد عدالت په ضمانت د هغه د ازادېدو دپاره خواست رد کړو.

د هغه وکيل فضل الهي د عدالت نه وي او ای ډيوه ته وویل چې عدالت د پروفېسر اسماعيل ضمانت خواست خارج کړو خو چونکې د عدالت تفصیلي فېصله یې نه ده ترلاسه کړې نو لا ورته وجوهات په مکمله توګه نه دي معلوم.

فضل الهي وویل د ضمانت خواست هايي کورټ ته ورکوي "او اميد دی چې ضمانت به يې وشي."

ګلالۍ اسماعيل هم د ټوېټر د لارې په خپل يو پېغام کې د پلار د ضمانت خواست په خارج کېدو اندېښمني وښودله. هغه وايي نن د هغې پلار عدالت ته هم وړاندې نه کړل شو، او هغې ووېل چې هغه د خپلې ټولې کورنۍ سره د خپل پلار د صحت په اړه ډېره اندېښمنه ده. او ډېرې ورځې يې وشوې چې خپل پلار سره يې خبرې هم نه دي شوي.

د پښتنو د حقونو غورځنګ پشتون تحفظ غورځنګ چې ګلالۍ يې هم يوه فعاله ده، د دغه تحريک يو فعال غړی او قانون پوهه شهاب خټک د ګلالۍ اسماعيل او د هغې د کورنۍ د دغه قانوني ستونزو په حقله وي او ای ډيوه ته ووېل: "افسوس دا دی چې دې کورنۍ ټول عمر د انساني حقونو د پاره کار کړی دی، دوي د انساني وقار د پاره کار کړی دی، دوي د قانون د بالادستۍ د پاره کار کړی دی، او دوي نن د جعلي او دروغو کېسونو په لاره په هغوي باندې د ترهه ګرۍ تورونه لګي نو نو دا زما په اند يو ډېر غلط رحجان روان شوی دی د پاکستان د ادارو له خوا او باېد چې اعلی عدالتونه او دانساني حقونو چې څومره تنظيمونه دي د دې نوټس واخلي او د دې په ضد غږ پورته کړي."

د کال ۲۰۱۹ می په مياشت کې د پاکستان امنيتي ځواکونو باندې په اسلام اباد کې يو احتجاج کې نيوکې کولو وروسته د بشري حقونو فعاله ګلالۍ اسماعيل د ملک نه په بهر تلو مجبوره شوه او دا مهال په امريکا کې ده. خو د هغې مور او پلار د یو شمېر مقدمو سره مخامخ دي. د هغې شپږ شپېته کلن پلار او يو کم شپېته کلنه مور عزلفت دواړه کله يو او کله بل تور کې نيولی کيږي او عدالتونو ته وړاندې کيږي.

د کال ۲۰۲۰ د جولايي په مياشت کې د پېښور د ترهګرۍ ضد عدالت پروفېسر اسماعيل، ګلالۍ اسماعيل او د هغې مور باندې د ترهګرۍ دوه پېښو کې د مالي مرستو تورونه رد کړي وو. دا د ترهه ګرۍ داسې پېښې وې چې طالبانو يې مسوليت اغستی و خو بيا هم د کورنۍ وکیلان وايي د ګلالۍ اسماعيل په مور او پلار داسې قسمه مقدمه د سټمبر په مياشت کې بيا جوړه شوه. وروسته د هغوي د ضمانت د پاره خواستونه هم ورکړی شوي وو او د ضمانت د پخلي د پاره چې کله د ګلالۍ اسماعيل مور او پلار عدالت ته وړاندې شو نو د هغې د مور خو ضمانت وشو خو پروفېسر اسماعيل په درېمه فرورۍ عدالت کې دننه ونيول شو. او نن هم دغه مقدمې کې د هغه د ضمانت خواست عدالت خارج کړو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG