لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د دفاع وزیر په شمالي وزیرستان کې د تشدد غندنه کړې


د پي ټي اېم د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د تشدد په لړ کې نیول شوی دی. په ښاغلي وزیر د قتل، اقدام قتل، ترهگرۍ، د ریاست خلاف سازش او د یو شمېر نورو خلاف ورزیو مقدمې جوړې کړی شوې دي
د پي ټي اېم د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د تشدد په لړ کې نیول شوی دی. په ښاغلي وزیر د قتل، اقدام قتل، ترهگرۍ، د ریاست خلاف سازش او د یو شمېر نورو خلاف ورزیو مقدمې جوړې کړی شوې دي

د پاکستان د دفاع وزیر پرویزخټک په شمالي وزیرستان کې د تشدد د ورستۍ پېښې غندنه کړې او ویلي یې دي پکار نه ده چې دا "غمجنه" واقعه رامنځته شوی وی.

د پاکستان د اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې ترمخه، د دفاع وزیر دغه څرگندونې په یو بیان کې کړې دي چې د گل، دوشنبې، په ورځ شائع شوی دی.

په بیان کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ د شمالي وزیرستان په خړکمر کې د پېښې په اړه ویل شوې چې یوې ډلې د پوځ په چېک پوسټ "نیغ په نیغه" ډزې وکړې، عسکرو لومړی په پرامنه توگه د حمله کونکو د منتشر کولو کوښښ وکړو خو بیا یې د ډزو په ځواب کې هوايي ډزې وکړې.

د بیان ترمخه "بیا کله چې (دپوځ) پېنځه ځوانان زخمیان شول، عسکرو په خپله دفاع کې په هغوی (مبینه حمله کونکو) ډزې وکړې چې په پایله کې یې تلفات وشول."

پوځ په تشدد کې د دریو کسانو د وژل کېدو او د گڼ شمېر نورو د زخمي کېدو تصدیق کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنگ مشران وايي د تحریک قافله په خړکمر چېک پوسټ ودرول شوې وه او بیا پرې عسکرو ډزې وکړې. خو پوځ په پي ټي اېم د حملې الزام لگوي.

د پي ټي اېم د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د تشدد په لړ کې نیول شوی دی. هغه د گل، دوشنبې، په ورځ په بنو کې د ترهگرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړی شو. په ښاغلي وزیر د قتل، اقدام قتل، ترهگرۍ، د ریاست خلاف سازش او د یو شمېر نورو خلاف ورزیو مقدمې جوړې کړی شوې دي.

د گل، دوشنبې، په ورځ پوځ وویل د خړکمر سره نژدې په ډزو د ویشتل شویو پېنځو کسانو مړي موندل شوي.

د پي ټي اېم پلویان د خړ کمر په پېښه کې د زیاتې مرگ ژوبلې دعوه کوي.

د پاکستان د انساني حقونو ادارې هېومن رایټس کمېشن اف پاکستان غوښتنه کړې ده چې د پارلېمنټ یوه ډله دې د خړکمر واقعې تحقیقات وکړي.

هم دغه رنگ غوښتنه د بشري حقونو نړېوالې ادارې اېمنسټي انټرنیشنل هم کړې ده. د گل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې ادارې وویل د حقایقو معلومولو دپاره دې د پېښې په بې طرفه ډول تحقیقات وشي. ادارې وویل که چېرې پوځ گولۍ چلولې وي نو دا به د نړیوال قانون سنگینه خلاف ورزي وي.

د دفاع وزیر پرویز خټک چې د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر هم پاتې شوی وویل د خړکمر پېښه د "افسوس وړ" ده او پکار نه ده چې رامنځته شوی وی.

د دفاع وزیر بیان زیاته کړه چې د قبایلي ولس ټولې "مناسب" غوښتنې به د قانون او ائین دلاندې پوره کولی شي.

که څه هم د دفاع وزیر وویل پوځ په قبایلي علاقو کې امن پرځای کړی دی خو د اتوار، یکشنبې، د ورځ د پېښې وروسته په شمالي وزیرستان کې کرفیو یا گرځبندیز پرځای دی او ځايي خلک وايي د مواصلاتو نظام تړل شوی دی.

پي ټي اېم د خړکمر د پېښې خلاف په میران شاه کې احتجاج پېل کړې دی او د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د نهې، سه شنبې، په ورځ وي او ای ډیوه ته په یو بیان کې وویل چې احتجاج ته د خلکو د تگ مخه نیولو دپاره لارې تړل شوې دي.

په عین حال کې د عوامي نېشنل پارټۍ د خېبرپښتونخوا صدر اېمل ولي خان د وي او ای ډیوه سره مرکه کې غوښتنه وکړه چې مطبوعاتو ته دې په قبایلي ضلعو کې په ازاده توگه د کار اجازت ورکړی شي چې دا رنگ نړۍ ته معلومه شی چې د پښتنو په سیمو کې څه روان دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG