لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنگ غړي حیات پرېغل مقدمه وځنډول شوه


د حیات پرېغل پلار او ورور د هغه تصویران نیولې دي
د حیات پرېغل پلار او ورور د هغه تصویران نیولې دي

د اسلام آباد هايی کورټ د پښتون ژغورنې غورځنگ غړي حیات پرېغل د گرفتارۍ خلاف مقدمه د یوې هفتې دپاره وځنډوله.

د گل، دوشنبې، په ورځ په عدالت کې د مقدمې د لنډې اورونې په مهال عدالت د مرکزي حکومت تحقیقاتي ادارې ایف ايي ای ته امر وکړو چې د سماجي ټولنو په ویب پاڼو یا سوشل میډیا د حیات پرېغل د فعالیت په اړه دې عدالت ته معلومات ورکړي.

علي وزیر
علي وزیر

د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنگ یو مرکزي مشر علي وزیر چې د حیات پرېغل د مقدمې د اورونې په مهال په عدالت کې موجود و د وي او ای ډیوه سره خبرو کې يې وویل چې ایف ايي ای عدالت ته وویل چې د حیات پرېغل نه وړاندې او نه هم په موجوده وخت کې په څه مجرمانه هلې ځلو کې ککړتیا لري.

علي وزیر دا هم وویل چې عدالت ته دا هم وویل شو چې حیات پرېغل چې د کوم تن په شکایت نیول شوی دی هغه خپل شکایت بېرته اخیستی دی. هغه زیاته کړه د حیات پرېغل بندي ساتل کېدل د پښتون سره د هغه په وینا د روان زور زیاتي برخه ده.

د جنوبي وزیرستان حیات پرېغل په پېشه فارماسېسټ یا د دوا ماهر دی او په متحده عرب اماراتو کې کار کوي د جولايي په میاشت کې د کورڅخه نیول شوی دی. هغه په رخصتۍ کور ته تللی و.

د ایم این ای یا مېمبر نیشنل اسمبلي علي وزیر سره مرکه د وي او ای ډیوه خبریال ارشد حسین کړې ده دلته اورېدل کیدی شي:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG