لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنگ د اروپا په زړه کې احتجاجي لاریون کړی


د آسټریا په جینیوا ښار کې د ملگرو ملتونو ودانۍ
د آسټریا په جینیوا ښار کې د ملگرو ملتونو ودانۍ

د پښتون ژغورنې غورځنګ په جينوا کې، چیرته چې د ملګرو ملتونو لوې دفترونه دي، نن د جولای په ړومبۍ نيټې احتجاجي مظاهره پیل کړې ده.

مظاهره کوونکي چې د یورپ له بیلابیلو ښارونو څخه جینیوا ته تللي دي، د پښتون ژغورنې غورځنگ یا پي ټي اېم د مشرانو، منظور پشتین، محسن داوړ، علي وزیر، او د وژل شوي پي ټي اېم فعال، پروفیسر ارمان لوڼي عکسونه او شعارونه پورته کړي دي او له نړېوالو غواړي چې په پاکستان کې د پښتو پر وضعیت نظر وساتي.

نن په پاکستان کې هم په سوشل ميډيا د لوې لاريون يا د پي ټي ايم لانګ مارچ هېشټگ په ټاپ ترينډ کې شامل و، او يو شمير خلقو د پاکستان رياست لخوا د پښتنو د بشري حقونو په ځپلو باندې تنقيد کړی دی.

ویل شوي چې په دې لوی لاريون کې به په اروپا کې ميشت پښتانه برخه اخلي. د بشري حقونو او د پښتون تحفظ موومنټ يوې فعالې ثنا اعجاز د دې مارچ مقصد د وزيرستان په خړ کمر کې د پوځ لخوا د بېګناه خلقو وژنې او په پاکستان کې په خصوصي توګه له پښتنو سره امتيازي سلوک نه نړۍ خبرول ښودلي دي.

د خړ کمر د پېښې په اړه د پوځ بیان دا دی چې احتجاج کونکو د ترهگرو د یو مشکوک "سهولتکار" د ازادولو دپاره په عسکرو فشار اچولو. دغه مشکوک تن یوه ورځ وړاندې نیول شوی و. په چېک پوسټ د حملې وروسته عسکرو د مظاهره چیانو سره د ډزو تبادله وکړه او درې حمله کونکي ووژل شو.

پوځ د پي ټي اېم په پلویانو په خړ کمر چیک پوسټ د حملې الزام لگوي خو تحریک تور لگوي چې پوځي عسکرو د پي ټي اېم په فعالانو ډزې وکړې. پوځ په پېښه کې د دریو کسانو د وژل کېدو تصدیق کړی دی خو پي ټي اېم وايي د وژلو شویو کسانو شمېره ١٣ ده.

د خړ کمر د پېښې وروسته په علي وزير، محسن داوړ او د دوی سره په نهو کسانو د قتل، اقدام، د پوځ پرضد د خلکو د راپارولو په شمول د سختو جرمونو قانونو د لاندې مقدمې درج کړی شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي، ”څه داسې خبرې روانې دي چې پي ټي اېم غلی کړی شو يا غلی شو نو دا به يې ارمان پاتې شي، پي ټي اېم به په هيڅ صورت کمزوری نه شي“.

د احمد په نوم یو بل د ټویټر کاروونکي بیا لیکلي:

"مونږ له هیڅ شي نه ویریږو. مونږ پخپل نوي کهول کې بوخت یو او هغو ته د یو نوي عصر احساس ورکوو او هغوی د حقیقي انقلابیانو په توگه پالو."

په جينوا کې د پښتون تحفظ موومنټ د دغه لاریون په هکله نن پر سوشل میډیا، په خاصه توگه پر ټویټر، ډېر پیغامونه لیکل شوي و. نعمت الله نومي يو تن په خپل ټويټ کې ويلي دي چې که چرې زر کاله هم تير شي، پښتانه به د خړ کمر پېښه هيره نه کړي او د بېګناه خلقو قتل به ياد ساتو.

یو بل تن، احتشام افغان بیا ځني داسې تصویرونه خپاره کړي چې وایي د جرمني له کولن ښار نه جینیوا په لور د لاریون په مقصد تلونکي پښتانه دي.

يو بل تن لطيف وزيري په ټويټړ ليکي چي د دې لاريون په ذريعې به نړۍ په پاکستان کې روان د بشري حقونو سرغړونو نه خبروو.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG