لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قامي اسمبلۍ غړی او د پي ټي اېم مخکښ علي وزیر پولیس ګرفتار کړی


پوليسو وويل په علي وزير باندې د کراچۍ سهراب ګوټ تهاڼه کې څو ورځې وړاندې د پي ټي ايم جلسي وروسته ايف ایي ار درج شوی
پوليسو وويل په علي وزير باندې د کراچۍ سهراب ګوټ تهاڼه کې څو ورځې وړاندې د پي ټي ايم جلسي وروسته ايف ایي ار درج شوی

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير په پېښور کې پوليس د شورو، چهارشنب، په ورځ ګرفتار کړو.

پوليس وویل علي وزير د کراچۍ په سهراب ګوټ تهاڼه کې د درج اېف ایي ار په سر د سند پوليسو په خواست نیول شوی دی.

د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي او د پي ټي اېم فعال مير کلام وزير وي او ای ډيوه ته وويل د پېښور په ارکايوز هال کې د ارمي پبلک سکول وژل شويو ماشومانو په ياد کې د غونډې ختميدو ورسته ګڼ شمېر پوليس علي وزير ګرفتار کړو.

پوليسو ډيوه ته وويلي علي وزير یې د سيند پوليسو په خواست نيولی دی۔ د سيند پوليس نن پېښور ته رارسيدلي او د قانون سره سم د شرقۍ تهاڼې پوليسو علي وزير ګرفتار کړې۔

پوليسو وويل په علي وزير باندې د کراچۍ سهراب ګوټ تهاڼه کې څو ورځې وړاندې د پي ټي ايم جلسي وروسته ايف ایي ار درج شوې چې 120B,153A,505B,188,506 او 34 دفعې پرې لګول شوي دي۔

علي وزير نن د اسلام اباد نه پېښور ته راتلو پر مهال هم په موټر وی پوليسو ودرولی و۔ علي وزير پخپله يوه کړې وډیو کې وويلي وو پوليسو ورته په لاره کې د ايساريدو څه علت نه و ښودلی۔ د هغې نه پس علي وزير په ارکايوز هال کې د ای پي اېس ماشومانو په ياد کې د غونډې وروسته پوليسو ونيولو۔

د قامي اسمبلۍ غړي او د پي ټي ايم يو بل مخکښ مشر محسن داوړ ډيوه ته وويل د دوي د ملګرو پرضد وړاندې هم دغسې ايف ائي ارې شوي او نيول شوي دي خو دوي به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي۔

په ټويټر د پي ټي ايم مشر منظور پشتون ليکلي د علي وزير کرفتاري د رياست د جبر د پالسۍ تسلسل دې، دخپلې خاورې سولائيز ژوند د پاره به زمونږ مبارزه دوام لري او دې ناوړي عمل خلاف به تحريک خپله تګ لاره اعلانوي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Recommended

XS
SM
MD
LG